هرات: په چاودنه کې د ملي اردو لس تنه عسکر ټپیان شوي دي
نن ټکی آسیا: نن سهار د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ کې د چاودني له کبله د ملي اردو لس تنه عسکر ټپيان شول.
دهرات ولایت څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړی چي نن سهار په سیمه ایز وخت د اوو بجو په شا او خوا کې د ګذره ولسوالۍ په یو اړونده سیمه کې هغه مهال په یوه رکشه کي چاودنه را منځته شول، کله چي د هغې سره نیژدې د ملي اردو یو کاسټر ډوله موټر د تیریدو په حال کې وو،
چي له کبله يې د ملي اردو لس تنه عسکر ټپيان شول.
باید وویل شي چي ددې تر مخه هم د رکشا په ذریعه ورته پيښي را منځته شوي دي، چي له کبله يې ګڼ شمیر عسکر مړه او ټپیان شوي دي.