
هرات: ترافیکي پېښې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هرات – کندهار پر لویه لاره د مساپرو یو بس د چپه کیدو له کبله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د شینډنډ ولسوال انجنیر فرامرز ویلي چې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد په سیمه کې د هرات – کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې.
د سمندر له قوله مسافر وړونکی موټر د میوند شرکت اړوند و چې نن سهار د هرات څخه د کندهار پر لوري روان و چې په لاره کې چپه شو.
نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې د یوې ښځې په شمول ۷ تنه مسافر وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د شینډنډ ولسوال زیاته کړه چې مړي او ټپیان یې د هرات حوزوي روغتون ته انتقال کړي.
هغه د موټر چپه کيدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز چلول ښودلي دي.
په هرات کې د موټر چپه کېدلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې نېږدې دوه اونۍ وړاندې ۳۰۳ بس د زابل ولایت په قلات کې د یو ټيلر موټر سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.