ورزش

ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهنې او توپ اچونې استرالیايي لوبډلې له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن د تمریناتي لوبو په لړ افغانستان د استرالیايي لوبډلې ویسټرن ډسټرکټ پر وړاندې دوهمه لوبه تر سره کړه. دغه لوبه کې افغانستان سیالې لوبډلې ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې د توپ وهنې او توپ اچونې غوره مثال وړاندې کړ. دغه لوبه کې افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د نوروز منګل او جاوید احمد بې ساری توپ وهنې په مرسته يي سیالې لوبډلې ته یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۷ منډو هدف وټاکه.

نننۍ یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره جاوید احمدي د تل په څیر یو ځل بیا ښه وځلید او ۱۶۷ منډې جوړې کړې. نوروز منګل ۹۲ او محمد نبی ۲۳ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

په ځوابي توپ وهنه کې د استرالیا ویسټرن ډسټرکټ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې او په دې توګه يي دغه لوبه د ۱۵۴ منډو په ستر توپیر د افغانستان په ګټه وبایلله.

د توپ اچوونې په برخه کې هم افغان لوبغاړي د ښوره توپ اچوونې ننداره وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب ۳، افتاب عالم ۲، جاوید احمدی ۲ او دولت ځدران یوه ویکټه واخیسته.

نننۍ لوبې تر ټولو غوره ځلیدونکي لوبغاړي جاوید احمدي چې توپ وهنې په برخه کې يي ۱۶۹ منډې جوړې کړې او توپ اچوونې په برخه کې يي دوه ویکټې واخیستې او نوروز منګل چې ۹۲ منډو جوړولو سره يي د جاوید احمدی سره غوره ملګرتیا وکړه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x