افغانستان

هلمند: بمي چاودنې واده په ویر بدل کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب ولایت هلمند کې د واده پر یوه موټر ماین چاودنې ۵ تنه مړه او ژوبل کړي.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د هماهنګۍ د څانګې مرستیال سمونوال محمد اسماعیل هوتک ویلي چې پېښه نن /جمعه، سلواغې ۱۷مه/ تر غرمې وړاندې ۱۱ بجې د واشیر ولسوالۍ د نوي کاریز په سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا یاد کسان د نېمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې په واده کې د ګډون لپاره واشیر ولسوالۍ ته تللي وو او بېرته ستنېدو پر مهال پرې ماین وچاودید.

هغه وویل چې په سراچه ډوله موټر د ماین چاودنې له کبله ۲ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

هوتک زیاته کړې چې ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي چې روغتیايي وضعیت يې د انديښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x