افغانستان

ننګرهار: د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو ۶ تنه ملکي وګړي د چاپې په ترڅ کې نیولي

night_raidنن ټکی آسیا: تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د میملې د سیمي د کتار کلا په کلي کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډه پر یوه کور باندي چاپه وهلې، او له ځانه سره يې د کور مالک، د هغه ښځه په ټپي حالت کې، د کورنۍ دوه غړي او دوه میلمانه له ځانه سره بیولي دي.

په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز ادعا کړې چي دوی د یو شکمن طالب قومندان په لټه کې پر یاد کور عملیات تر سره کړه،

چي د برید په ترڅ کې د کور یوه میرمن ټپي شول، او بیا د ایساف له خوا هغه د درملني لپاره د خپل یوه تن محرم کس سره یو وړل شول، او پاته کسان د شک پر بنیاد باندي اوس د بهرنیانو له خوا تر تحقیق لاندي دي.

د سیمي اوسیدونکو ویلي چي چاپه د سیمي د یو اوسیدونکي فیروز پر کور تر سره شوې، چي ملکي سړی دی، او د طالبانو سره هیڅ راز همکاري نه لري، هغه وویل چي نه پوهیږي ولي پر دغه کور باندي چاپه وهل شوي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x