
غیر عادلانه قضاوت افغان فوټبال لوبډله له ماتې سره مخ کړه
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال نړیواله دوستانه لوبه وه چې دغه لوبه افغان لوبډلې د غیر عادلانه قضاوت له امله وبایلله.
دغه دوستانه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې تر سره شوه چې د لوبې په پای کې پاکستان دوه او افغانستان یو ګول ترسره کړی و او په دې توګه پاکستان د لوبې ګټونکی اعلان شو.
د لوبې لومړۍ ګول د پاکستان لپاره د پاکستاني لوبغاړی په وسیله د لوبې په لومړۍ نیمايي کې په ۳۵ دقیقه ووهل شو او په دې ډول د پاکستان لوبډلې له افغانستان څخه وړاندې شو.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې د افغانستان لپاره ۱۹ نمبر لوبغاړی امیرالدین شریفي ګول وهلو سره لوبه ۱-۱ سره مساوي کړه.
خو د لوبې په وروستیو شیبو کې پاکستان دوهم ګول وهلو سره یو ځل بیا له افغانستان څخه وړاندې شو چې همدغه ګول وروسته د پاکستان لپاره د بریا ګول ثابت شو.
دغه لوبه کې پاکستاني لوبڅارانو په ښکاره ډول خپلې لوبډلې په ګټه پریکړې او د افغان لوبډلې ناحقه خطا نیول د افغانستان (ب) لوبډلې د ماتې اصلي او اساسي لامل و.
د غیر عادلانه قضاوت او له درغلیو ډک پریکړې په نتیجه کې افغان لوبغاړو پریکړه وکړه چې د لوبې په پای غونډه کې به ګډون نکوي او د اعتراض په ډول د لوبې له میدانه ووتل.