نظــرپیښې او دریځونه

د اُردُني پیلوټ ژوندي سوځول نړیوالو ته څه پیغام لري؟

عبدالرحيم ثاقب
سیاسي څېړونکی او شناند

د چارشنبې په ورځ ټولې نړیوالې رسنۍ د داعش لخوا د اعدام کړای شوي اُردُني پیلوټ معاذ الکساسبه  د اعدامولو او ژوندي سوځولو پر پیښې مصروفې ولې.

دغه زړه بوږنونکې پیښه لکه څومره، چې دردونکې په هماغه اندازه درس ورکوونکې او له عبرتونو هم ډکه  ده، کاشکي  د نړۍ مسلمان او غیر مسلمان سیاسیون ترې پر خپل وخت عبرت واخلي.

معاذ الکساسبه په خپله هم مسلمان، د مسلمان هیواد وګړي او د یوې دینداره کورنۍ غړی و،  نوموړي همدا سږکال د حج مبارکه فریضه هم پر ځای کړې، او د هغه د نیږدې ملګرو او خپلوانو د وینا له مخې معاذ په کلي، ښوونځي او له خلګو سره په تعامل کې تر ټولو متدین او د ښو اخلاقو لرونکی ځوان و.

خو د دې ټولو ښیګڼو تر څنګ بیا همدې مسلمان پیلوټ د امریکا په دستور د هغوی د کفري ایتلاف له جنګي الوتکو سره یو ځای په عراق او سوریه کې پر هغو کلیو او سیمو بمباري کوله، چې د داعش د جنګیالو د شتون شک ورباندې کیدو.  سوریه او عراق دواړه د اُردُن په ګاونډ کې اسلامي هیوادونه دي، چې د هغوی مسلمان ولسونه په خپل منځ  کې پر عقیدوي او دیني یووالي سربېره  نور هم  ډېر فرهنګي او نژادي مشترکات لري.

خو  د پوښتنې ځای دا دی، چې دغه مسلمان پیلوټ ولي او د چا د مصالحو لپاره د خپل اسلامي ګاونډ پر مسلمانو خلګو او د هغوی پر معصومو ماشومانو سوځوونکي بمونه اورول؟

د پوښتنې ځواب ښکاره دی، چې نوموړی پیلوټ د خپل دین او عقیدې د ټولو احكامو او غوښتنو پر خلاف یواځې د صلیبي امریکایانو د رضايت لپاره د خپلو مسلمانو وروڼو پر خلاف د هغوی سیمې بمبارولې او هلته يي د امریکايي پوځ افسرانو په قومانده ډېر بېګناه  تنکي ماشومان او بېوزله  انسانان  د ځان په  وینو ولمبول.

دا چې امریکایان دغه بمبار یواځې د داعش د له منځه وړلو او ورکولو لپاره بولي، هغه په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی؛ ځکه همدغو امریکایانو زمونږ په هیواد افغانستان کې هم په دغه ډول بمبارونو کې په زرګونو بېوزله ولسي کسان  وژلي او ځورولي، چې  بیا يي پر هغوی هم د وسله والو مخالفینو نوم ایښی دی.

په هرصورت! اُردُنی مسلمان پیلوټ  د امریکایانو په دستور د مسلمانانو په خلاف وکارول شو، په عراق او سوریه کې یې ډېر مسلمانان د صلیبیانو د خوشالولو لپاره په سوځنده بمونو وسوځول. ترڅو بالاخره دی هم د هغو مظلومانو د مظلومیت ښکار او یوه ورځ یې همداسي په ژوندوني په سرو لمبو کې د وریتیتدلو دردناک عذاب ولیدو، د آخرت جزا يي د الله تعالی په علم پورې تړلې،

چې هلته به څه ورسره کیږي؟

اوس د نوموړي د سوځونې په اړه دوې خبرې د بحث وړ دي :

لومړی دا چې ایا دغه سوځونه د هغه د عمل شرعي جزاء او که د اسلامي احکامو مخالفت دی؟

دوهمه دا چې داعش ولي د دغه ډول غیر انساني او غیر اسلامي عمل په تر سره کولو لاس پورې کړ؟

د اسلامي امت جمهور علماء د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک صحیح حدیث له مخې، چې امام بخاري روایت کړی او ویلي دي، چې د ژوندي انسان حتی د هر ژوند لرونکي مخلوق سوځول ناروا بولي .

 په دې اړه حضرت امام بخاري رحمه الله په صحیح البخاري کې یو مکمل باب د (لاَ يُعَذَّبُ بِعَذَابِ اللَّهِ) تر عنوان لاندې ترتيب او په لاندې متن سره راوړی دی :

  2853ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّهُ قَالَ: بَعَثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْثٍ فَقَالَ: «إِنْ وَجَدْتُمْ فُلاَنًا وَفُلاَنًا فَأَحْرِقُوهُمَا بِالنَّارِ»، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ أردنا الخُرُوجَ:

{ إنِّي أَمَرْتُكُمْ أَنْ تُحْرِقُوا فُلاَنًا وَفُلاَنًا، وَإِنَّ النَّارَ لاَ يُعَذِّبُ بِهَا إِلَّا اللَّهُ، فَإِنْ وَجَدْتُمُوهُمَا فَاقْتُلُوهُمَا}

ژباړه : له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې هغه وايي :  مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې غزا لپاره  لیږلو او دا يي راته وویل، چې که فلانی او فلانی په لاس درغلل؛ نو هغوی په اور وسوځوئ!

بیا چې کله مونږ د هماغې غزا په لوري روانېدلو؛ نو داسې ارشاد یې راته وکړ : ما تاسو ته امر وکړ،  چې فلانی او فلانی وسوځوئ، خو په اور باندې یواځې الله تعالی (خپل مخلوق ته) عذاب ورکوي، نو که تاسو هغه كسان پیداکړل (سوځوئ یې مه) بلکې ویې  وژنئ!

 البته ځیني علماء لکه امام ابن تمیمه رحمه الله په استثنايي حالاتو کې د قصاص اخیستلو په صورت کې د بالمثل معاملې په تر سره کولو قائل دی، خو د هغوی قول د امام بخاري په روايت د صحیح حدیث او د جمهورو علماوو د قول په مقابل کې ارجحیت نه لري. چې پر دې اساس ویلای شو، چې د داعش لخوا د اُردُني پیلوټ ژوندي سوځول د اسلامي شریعت  خلاف عمل دی ، په هیڅ صورت د تائید وړ نه دی او نه هم  دا کار د اسلام د مبارک دین له سپیڅلیو احکامو سره اړخ لګوي؛ خو دا چې داعش ولي پر دغه ډول نا روا عمل لاس پورې کړ، هغه خپل مبررات لري،  مبرارات او لاملونه یې دا دي، چې هغه مهال چې داعش لا موجود نه و، امریکایانو د افغانستان او عراق د اشغال په مهال په زرګونو بېوزله انسانان ، ښځې او ماشومان دا ډول د کیمايي وسلو او اور لرونکو بمونو په وسیله وسوځول، پر هغه سربېره یې د ګوانتنامو، ابو غریب او بګرام په زندانونو کې له بې دفاع بندیانو سره داسې چلند وکړ، چې هم د قانون خلاف و، هم د  اسماني ادیانو او هم د ټول انسانیت . خو دا چې امریکایان د نړۍ بې سیاله واکداران ول؛ نو هغوی خپل ځان هم تر قانون لوړ باله، هم تر دین او هم تر ټولو انساني مقرراتو او په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع په نوم سازمانونو مقررات او قوانین  یواځې پر هغه چا پلي کېدل او پلي کېږي، چې  هغوی کمزوري وي.

هماغه ده چې د امریکایانو دغه ډول خپلسري او ناقانونیت په نړۍ کې د نورو ناقانونیتونو او خپلسریو لپاره زمینه مساعده کړه او نن خبره دې ته ورسیده، چې د بشري قوانینو د مخالفت تر څنګ د شرعي مقرراتو هم مخالفت کیږي او ژوندي انسانان  په اور سوځول کیږي.

د دې خپلسري او لاقانونیت اساس خپلسرو امریکایانو ایښی، چې نن د هغه له اغیزو څخه خپله دوی هم متأثر دي .

د داعش لخوا د اُردُني پيلوټ سوځونه د انسان سوځونې لومړۍ پیښه نه ده ، بلکې تر دې له مخه په افغانستان ، عراق، فلسطین، منځنۍ آسیا او مصر کې په زرګونو بېوزله ژوندي انسانان د امریکایانو او د هغوی د حامیانو لخوا سوځول شوي ، هېچا د هغوی د مظلومیت په اړه هم غږ نه دی پورته کړی او نه یې دغسي مطبوعاتي هنګامه ترې جوړه کړې، لکه نن چې یې د اُردُني پیلوټ د سوځولو په  اړه جوړه کړې .

د دې هنګامې هم لامل معلوم دی او هغه دا چې اُردُنی پیلوټ د امریکايي ایتلاف یو غړی و او امریکایان یواځې هغه کار تروریستي پېښه او د قانون خلاف بولي، چې د دوی د مصالحو خلاف وي .
په دې اړه مشهور امریکايي لیکوال نوم چاومیسکي (Noam Chomsky )وايي چې که مونږ (امريكايان) د مسلمانانو پر خلاف هر څه تر سره کوو، هغه قانون او مقررات بلل کیږي ، خو که دوی د خپل ځان په دفاع کې زمونږ پر خلاف غبرګون ښکاره کوي، هغه بیا د امريكايي چارواکو له نظره ترهګري او تروریزم وي .

په هرصورت :  د امریکا د سرزوري او حماقت په نتیجه کې د منځته راغلي لاقانونیت له وجې د داعش په لاس د اُردُني پیلوټ سوځونه په حقیقت کې د امریکايي وحشت په مقابل کې یو ناسم غبرګون دی او ښايي په راتلونکي کې د بشري حقونو پر خلاف تر دې هم زیاتې زړه بوږنوونکي پیښې رامنځته شي، لهذا د نړۍ باحکمته سیاسیونو ته که هغه مسلمان دي او که د نورو ادیانو پلویان دي دا په کار دی، چې د منطق ، حکمت او استدلال په مټ هغه ‌‌ذهني ناروغان (ليونيان)  مهار کړي، چې دا ډول کړنې تر سره کوي، کنه لیري نه ده، چې د دغه ډل لیونیانو د لیونتوب او شرارت له وجې ټول بشریت  ناآرامه او برخلیک یې د دا ډول کسانو د ناموجهو کړنو العوبه وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hassan

مونګ نور سه نشو ویلی خو ده صريح احاديثو خلاف كار دى زكه اسلام دحيوان ختمولو كى هم دداسى سزا وركولو اجازه نه وركوى . والله اعلم.

مسلم أحمد‍

ثاقب صيب! وبخښه! ډېر وبخښه. خیر دی په دې خبرو کې دې بیا دویم نظر وکړه. لږ د مسلمان او مرتد ترمنځ توپير خو کوه. په لیکنه کې دې څو ځلې معاذ الکساسبه مسلمان بللی. حال دا چې نوموړی مردار مرتد له دنیا جهنم ته ولاړ. څوک چې د کفارو سره د مسلمانانو په مقابل کې هر رنګه مرسته او کومک وکړي. هغه په هیڅ صورت کې مسلمان نشي پاتې کېدای ترڅو چې توبه ونه باسي. د قرآن کریم او نبوي احادیثو څخه پرې ډېر بې شمېره دلایل شته. دا زموږ عقیده ده چې د مرتد ځای جهنم دی. معاذ… نور لوستل »

لطف الله ستانکزی

د انسان په اور کی سوځول روا ندی خو کیدلای دی پیلوټ هم داسی هغوی ځورولی وی، بمبارونه یی پری کړی وی چی هغوی داسی جزا ورته غوره کړه

عبدالرحیم (ثاقب)

محترم ورور مسلم احمد صاحب ! له تبصرې او نظر نه مو مننه . ما په خپلې لیکنې کې د سوځول شوي پيلوټ په اړه لیکلې چې هغه مسلمان وه ، اوپه دې کې هیڅ شک نشته چې هغه له ابتداء مسلمان نه وه ؛ ځکه که نوموړی مسلمان نه وای نو بیابه ستاپه اند مرتد کیدو څرنګه ؟ دا د مسلمانانو بد مرغی ده چې نن هغوی د کفارو د مصالحو لپاره هم خپل ځان وژني او هم د خپلې عقیدې خلاف کارونه کوي. د ژوندي انسان په اور سوځل د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په صحیح… نور لوستل »

ابن شهید ين

ثاقب صيب . زه حيران دي ته يم جي تاسو يو زاي كي ويلي د امريكا يي صليبي اتحاد او جمله كفارو دخوشحاله ولو لباره يي بر مسلمان ناو بمونه اجه ول او سوزه ول يي. اوبل خوا بيا واي حاجي مسلمان بيلوت الكساسبة. نو اوس دي ته هم يو شرعي دليل بيدا كره جي ته ولي ورته مسلمان وايي .. نو كه دا مسلمان شي نو عبد ابن سباء ولي كا فر شو هغه درسول الله صلي الله عليه وسلم به اهمو مجاليسو كي اشتراك كول ……. خو كافر زكه شو جي دزره تمايل يي دكفر خواته وه فقط… نور لوستل »

نبیل افغان

کماتُدینُو تُُدانُو
(چي ته څه فعل کوې هغه به درسره کيږي)
یاد مو نسي هغه دعراق بمبارۍ ؟
هغه اورنه مو هېر شول؟
هغه دابو غریب زندان مو زماخیال نده پیاد ؟
هییییییی!هغه دمعتصمه چغي چې ئې وهلې د هغه غږ ازانګې موله غوږو ووتې ؟
داخوزموږ حق ده موږ خپل حق غواړو که چېري موجواب په نفي سره نوي ، نو
موږئې په اورسوي یو په اور به ئې سوځو،

حق جو

ګرانو وابیانو صاحبانو دغه اسلام خو تاسو وشرماوو چې له خپلو خوسا کولمو نه اجتهادات او فتوګاني راباسئ او بیا ورباندې نوم د شریعت ږدئ، امریکایانو #####ت هم کړی، نو سبا چې کوم امریکایي خبریال ونیسئ بغدادي ته یي ورولئ### ځکه تاسو وایئ چې جزاء بالمصل روا ده څلور واړه مذهب ټول ائمه،مجتهدین او اکابر دامت وایي چې په اور تعذیب دالله تعالی خصوصیت دی مګر ستاسو اجتهاد وایي چې نه دالله تعالی په دې خصوصیت کې داعش هم ورګډ دی، باور وکړه داعش ته تر همدې شیبې خوشاله وم مګر کله یي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم… نور لوستل »

محمودالغزنوی

ثاقب صاحب له شننی مومننه،،مسلم آحمدصاحب پرثاقب صاحب دی ړوندګزارکړئ،،هغه ځکه چی لیکنه دی سمه نه ده کتلی هسی زغلنده نظرموورته کړئ،بیایی وګوره ثاقب صاحب دپیلوټ پرماضی غیږیدلی چی مسلمان دمسلمان زویی وه،أودارشتیاده ځکه ارتدادفرع داسلام أومسلمان کیدوده،له موره سړی مرتدنه پیداکیږی ،مرتدهغه چاته وایی چی مسلمان وی داسلام کلیمه یی ویلی وی بیا(نعوذبالله )دکفرکلیمه ووایی نوزموږددین په کتابوکی ورته مرتدوایی،أوپدی کی شک نسته چی معاذپه أصل أوماضی کی مسلمان وه ،داچی أوس ساعی بالفساد، باغی،قاتل،أوکه مرتدوه زه خودارتدادحکم هم نه سم پرکولایی ځکه مادکفرکلیمه نده ځنی أوریدلی،نه یی دارتدادپه أړه مالومات أوشواهدپه لاس کی لرم،،که تاسودکافرهرملګری ته مرتدأوکافروایاست کیداسی… نور لوستل »

شمس

محترمو مسلمانانو وروڼو ته زه دا وايم چي زمونږ خوږ پيغمبر حضرت محمد ص ډير لوي حليم صابر او په امت مهربانه شخصيت ده هغه هر وخت لپاره په خپل امت باندي ډير لوي شفقت کړي او بلکي د الله ج نه ئي د بښني درخواستونه هم ډير کړي بلکي په کفارو باندي هم ډير زيات مهربانه وو ، هغه دا چي په طائف کي مشرکان او کفارو ډير زيات تکليف ور که په تيږو ئي و ويشت سپيان ئي ور پسي را خوشي کړل او د طائف مشرانو د کلي ماشومانو ته امر و کړو چي ليوني ده نعوذ… نور لوستل »

احمد

قدرمنو او ګرانو ورونو سلام عليکم موږ ټول سره ورونه يو. کوم نظرونه چي ما دلته ولوستل پکښي انشالله يو به هم داسي نه وي چي د شرارت او بدغوښتنې په نيت ليکل سوی وي. زه فکر کوم چي دلته د هر يوه مقصد د خپل فکر او علم پر اساس هغه څه ويل دي چی د دغه کس په فکر د دين له پاره ګټور وي. نو له همدې کبله به ښه خبره دا وي چي يو د بل پر نيت بدګماني ونه کړو او که د نظر يا دليل په هکله نيوکه لرو، په داسي توګه يې وکړو… نور لوستل »

Hameed

وروڼو کله چی یو مسلمان د شریعت په رڼا کی او دعلماو د قول په استناد خبره کوی نو دهغه داخبره نه باید د مسلمانانو په مینځ کی د تفرقی کینی او بغض سبب شی متاسفانه د کفارو په مقابل کی د مسلمانانو د بایللو یوه لویه وجه هم همدغه ده چی یو مسلمان ته همیشه خپل ځان او نظر ښه ښکاری دبل مسلمان نظر ا گر چی د شریعت مطابق وی خو چی دده د نظر مخالف وی ورته صحیح نه ښکاری او حتی په کفر او ارتداد یی گواښی کوم چی د مسلمانانو لپاره ښه عواقب نه لری… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام ثاقب صیب ستاسو لیکنه او په صحیح حدیث باندې ولاړ استدلال د سر په سترګو د قبول وړ ده. اوس یو څه د مناقشې اجازه غواړم د رسول اکرم صلس الله علیه و سلم په ارشاد کې چې یو ځل یې امر فرمایلی چې ویې سیزی او بیا یې ویلي چې ویې وژنی، اصل جزا چې وژنه ده نه ده تغیر شوې بلکه روش کې یې تخفیف فرمایلی ده، ایا تخفیف په دې معنی اخستل کیدای شي چې د هغوی مبارک صلی الله علیه و سلم مخکینی وینا دې خدانخواسته بې ځایه/ناروا /غلطه یي، زما… نور لوستل »

مسلم أحمد‍

ګرانه حق جو صیبه! ته که ځانته حق جو وايي نو دا خبرې خو دې لږې سمې کوه. د یوه حدیث مفهوم دی: ډېر وخت به یو انسان یوه کلمه وايي او هيڅ پروا به يې پرې نه وي. خو د هغې کلمې له امله به د جهنم په اور کې اویا (۷۰) خریفه وخته غوټې وهي. بل دا چې لعنت ویل یوه اختلافي مسئله ده. حتی ځيني علماء وايي: چې پر کفارو هم لعنت ویل پکار ندي. پاتې شوه پر مسلمانانو او په تېره بیا د ناموس په ساتونکو (یعنې مجاهدینو) لکه چې حق جو صاحب مو دې کار… نور لوستل »

مسلم أحمد‍

د نن ټکي آسیا مدیر ته: وبخښئ مخکې لیکنه کې د (۷) پر ځای (۷۰) ولیکئ. مننه.

ډاکتر احمدی

دا زما کامنتونه ولی نه ښکاری/

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx