افغانستان

فراه: د اکمالاتي کاروان یو ویشت ۲۱ عرادې موټر د طالبانو له خوا سوځول شوي دي

peshawar_blast_in_oil_tankerنن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړی چي له کبله يې د یو ویشت عرادې د تیلو ټانکران سوځول شوي دي، او اته تنه موټر چلونکي هم ټپيان شوي دي.

په لویدیځ زون کې د پولیسو ویاند عبد الروف احمدي رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ ناوخته طالبانو د هرات – دلارام پر لویه لاره د غنیمت په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید ترسره کړ،

چي له امله يې ۲۱ عرادې تیل وړونکي موټر وسوځول شول، او اته تنه موټر چلونکي ټپيان شول.

هغه زیاته کړې چي دغه کاروان د کندهار پر لور روان وو، او د سالارزی په نوم یو خصوصي امنیتي شرکت د هغه ساتنه کول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف د همدې خبر په اړه ویلي چي د اکمالاتي کاروان لس تنه ساتونکي او یو موټر چلونکي وژل شوي دي.

او د سوځول شویو ټانکرانو په اړه يې ویلي چي ټول ۲۵ ټانکران سوځول شوي دي.

باید وویل شي چي د همدې ولایت د بالابولک په سیمه کې دورې ورځي وړاندي داکمالاتي کاروان ۱۸ عرادې موټر د طالبانو له خوا له منځه وړل شوې وه، او یو شمیر ساتونکي او موټر چلونکو ته يې مرګ ژوبله رسیدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x