افغانستانخبرونه

ټاکنو کمېسیون کې پر اصلاحاتو د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د ۹۳کال د ټاکنو له لانجمنېدو وروسته کله چې د امریکا د امتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په تېر سپټمبر میاشت کې دوه ځلي کابل ته راغی د دویم سفر پر مهال یې د هغه مهال رقیب نوماندان، اشرف غني او عبدالله عبدالله یوې موافقې ته ورسول.

ښاغلي جان کېري اوسنی ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت ته وروغوښتل او پر یوې لیکل شوې موافقې يې د دواړو رقیبانو لاسلیکونه ترلاسه کړل. جان کېري او د ملګرو ملتونو د هغه مهال ځانګړی استازی شاهدان وو.
د سپټمبر په هوکړه لیک کې چې اصل په کې د «ملي یووالي» په نامه د ګډ حکومت تشکیل او ټاکنیز اصلاحات وو. هوکړه کې د «ه» بند وايي:

«د دې باور د ترلاسه کولو لپاره چې په راتلونکي کې د افغانستان انتخابات اعتبار ولري، د افغانستان انتخاباتي نظام (قوانین او بنسټونه) بسنټیزو اصلاحاتو ته اړ دي. ولسمشر باید د سیاسي چوکاټ د لومړۍ مادې په پام کې نیولو سره د حکومت له تاسیس وروسته د یوه فرمان له لارې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون رامنځ ته کړي. د ځانګړي کمېسیون غړي به د ولسمشر او اجراییه رييس په مشوره ټاکل کېږي.»

د یاد هوکړه لیک اصلي تومنه د ګډ حکومت تشکیل او د ټاکنو په سیستم کې د اصلاحاتو رامنځ ته کول وو.
اجراییه رييس اوس د ګډ حکومت له تشکیل څخه کابو پنځه میاشتې وروسته له ولسمشر څخه غواړي چې په خپل ځانګړي فرمان یاد کمېسیون راوغواړي.

ولسمشر تېره پنجشنبه خپل دویم مرستیال سرور دانش ته دنده وسپارله چې د ټاکنو کمېسیون له غړیو سره وګوري او د اصلاحاتو په رامنځ ته کولو کې ورسره مشوره وکړي. اجراییه ریاست وايي چې ولسمشر له دې لارې یوازې کولای شي خپل معلومات بشپړ کړي، اصلاحات نه شي رامنځ ته کولای.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال آصف آشنا وايي: «دا چې ولسمشر دویم مرستیال ته دنده سپاري چې د ټاکنو کمېسیون له چارواکو سره مشوره وکړي دا یې خپله پرېکړه ده؛ مګر د ټاکنو د اصلاحاتو په اړه وروستی تصمیم په ګډه نیول کېږي». آشنا وايي، ولسمشر دې نور وخت نه «ضایع» کوي.

داسې ښکاري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو په تړاو د ګډ حکومت مشران د نظر اختلافونه لري. دا په داسې حال کې ده چې ګډ حکومت کابینه کې ایله اته وزیران ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x