افغانستان

بېړنی خبر: کندهار ښار کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د کندهار ښار د قاضي غلام دانې او پنځمې حوزې اړوند د بريښناکوټ په امنیتي پوستو ډله یېز بریدونه پيل شوي، چې لا هم ادامه لري.

د کندهار امنیتي چارواکو تر دې مهاله د جګړې په اړه له څرګندونو ډډه کړې.

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د دریمې حوزې په قاضي غلام دانې سیمې او د بریښناکوټ په پوستو د بریدونو پخلی کوي، خو د جزییاتو په اړه یې بې خبري ښيي.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او وايي، چې د دوی څو تنو په وسلو سنبالو ملګرو نن ماښام د کندهار ښار د څلورمي حوزې د قاضي غلام دانه او پنځمې حوزې په سېمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي، چې تر اوسه پورې يې پکې د مقري په نوم د پولیسو د یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۳ تنه امنیتي منسوبین وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار ښار کې د طالبانو له لورې نننۍ جګړه په داسې حال کې پېښیږي،چې د ګډ حکومت د نوي کابېنه له لارې د کورنیو چارو وزارت ټاکل شوي وزیر جنرال نور الحق علومي دغه ولایت ته سفر کړی. علومي نن سهار کندهار کې وویل چې د جنوبي ولایتونو امنیت ته به لومړیتوب ورکړي.

د کندهار ښاریانو په وینا امنیتي ځواکونو د وزیر د راتګ لپاره د ۲۴ ساعتونو لپاره د ښار ټول سړکونه او لارې تړلې وې او سخت امنیتي تدابیر یې نیولي ، خو دا چې طالبان څرنګه وتوانېدل، چې له دومره سختو امنیتي تدابیرو سره ښار ته ننوزي او په دوو سېمو کې پر یوه وخت جګړه پيل او په ساعتونو ساعتونو مقاومت وکړي، په اړه یې څوک څه نشي ویلای.

د پيښې نور جزییات به وروسته خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x