افغانستان

امریکایان به کله هم دطالبانو ترمنځ داختلاف اچونې په دسیسه کې کامیابه نشي- سراج الدین حقاني

jalaluddin_haqqani_1نن ټکی آسیا: د طالبانو د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني نن د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې دوئ به تر هغو د امریکایانو سره د سولې خبري ونه کړي، تر څو چې د طالبانو د قیادت له خوا نه وي شوي.

نوموړي زیاته کړه چې تردې له  مخه هم مونږ د حامد کرزي او امریکایانو له خوا د سولي د پروسې سره د یو ځای کېدو ډیرې غوښتنې رد کړې، ځکه چې هغوئ په دې سره غواړي د طالبانو په منځ کې اختلاف را منځته کړي.

او زیاته يې کړه چې د طالبانو په منځ کې د اختلاف اچولو ټولي هیڅي به شنډي شي.

باید وویل شي چې امریکایانو سراج الدین حقاني په افغانستان کې خپل یو تر ټولو سخت مخالف ښودلی دی، او د هغه په  سر يې پنځه ملیونه ډالره انعام ایښی دی.

امریکا په دوامداره توګه له پاکستان څخه غوښتنه کوي، چې د طالبانو د حقاني شبکې پر ضد دي پراخ عملیات پیل کړي، ځکه چې امریکایان فکر کوي چې دوئ د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاکستان خواته میشت دي.

سراج الدین حقاني په خپله مرکه کې وویل: دښمن  مونږ ته د لوړو دولتي پوستونوراسپارلو  وړاندیزونه کړي،خو مونږ دهغوئ غوښتنې  په کلکه ردې کړې او امریکایان  به  کله هم  دطالبانو ترمنځ داختلاف اچونې په دغه دسیسه کې کامیابه نشي. نوموړي  زیاته يې کړه چې مونږ به د حل هره هغه لاره چې د طالبانو دشوری (مشرتابه) يې د افغانستان د مستقبل لپاره ټاکې، منو  اوهغې ته ژمن یو.

هغه چې له  یو نامعلوم ځای څخه د رویترز سره خبرې کولې وویل.. مونږ اوس په داخل دافغانستان کې خپل مرکزونه لرو، مونږ پاکستان ته په دې اړه هیڅ ضرورت نه لرو چې هلته مرکزونه جوړ کړو.

دنوموړي  په خبره  چې  اوس هغه وخت تیرشوی چې مونږ به د افغانستان، پاکستان پر پوله په غرونوکې پټ ژوند کاوه، اوس مونږ په افغانستان کې د افغانانو په منځ کې ځان ډیر په امن کې بولو، او د پولیسو او پوځ لوی صاحب منصبان  له  مونږ سره همکاري او مرسته لري.

سراج الدین حقاني وايي  چې د افغانستان په حکومت کې ډیر کسان  شته چې له  طالبانو سره په اخلاص ولاړ دي؛  ځکه چې هغوئ په دې پوهیږي چې مونږ د خپل وطن د ازادی  او دپردیو له اشغال څخه دخپل هیواد  دژغورنې لپاره جنګیږو.

باید وویل شي چې له دې تر مخه دتیري چهارشنبې په ورځ د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتا ویلي وو چې امریکا به په پاکستان کې د میشتو طالبانو په ضد دخپلو  ځواکونو د خونديتوب  لپاره تر هر څه تیر شي.

امریکایان په دې ګمان دي چې په کابل کې دهغوئ په  سفارت  دبریدونه او د وردګ ولایت په چاودنه کې چې ۷۷ امریکايي عسکر په کښي د امریکایانو په اعتراف ټپيان شول، تر شا د حقاني شبکې لاس دي، چې دوئ يې په اړه دا ګمان کوي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاکستان خوا ته عسکري مرکزونه لري، او د هغه ځایه څخه خپل پلانونه جوړه وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x