نړۍ

ايران پلوو شيعه ملېشو«حوثيانو» پر يمني حکومت کودتا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل):يمن کې ايران پلوو شيعه وسله والو اعلان وکړ، چې دوی د يمن حکومت نيولی، ملي پارلمان يې لغوه اعلان کړ او نوی لنډ مهالې اداره به حکومتي چارې پر مخ بيايي.

عربي رسنۍ د حوثي کودتايي مشرانو له قوله وايي، چې د نوي قانون له مخې ۵۵۱ نوي کسان به د حکومت لنډ مهالې چارې پر مخ بيايي او د نوي رسمي حکومت اعلان به «انقلابي مشران کوي».

حوثي ملېشو دا اعلان په داسې وخت کې وکړ، چې د ملګرو ملتونو د خبرو اترو هڅې بې ګټې پای ته ورسېدې.
حوثي ملېشو د تېر کال په وروستيو کې د يمن پلازمېنه صعناء او ګڼې نورې سيمې نيولي او له همدې امله د يمن ولسمشر او لومړي وزير د تېرې جنوري مياشت کې له خپلو دندو استعفا ورکړه او تېره شپه حوثي ملېشو د يمني حکومت د نيولو اعلان وکړ.

مظاهرې او لاريونونه

د يمن په ګڼو ښارونو کې د حوثي ملېشو د کودتا پر ضد لاريونونه او مظاهرې روانې دي او د کودتا پر ضد شعارونه ورکوي.
د يمن تعز ښار کې زرګونو مظاهره‌چيانو په خپله شپنۍ مظاهره کې د حوثيانو د کودتا ټولې هڅې او فعاليتونه په سختو ټکو وغندل او اعلان يې وکړ، چې د کودتا پر ضد به پټه خوله نه پاتې کيږي.

د يمن په مدينه، حديديه او ګڼو نورو ښارونو کې هم تېره شپه لاريونونه او مظاهرې روانې وې او مظاهره چيانو د حوثيانو د کودتا پر ضد شعارونه ورکول او له يمني ولسه يې وغوښتل، چې د يمن د حوثي کودتاچيانو هيڅ امر ونه مني.

د لاريونونو ويناوالو وويل، چې حوثيان ايران پلوي سخت دريځي شيعه ګان دي، سنيانو سره دښمني پالي او د يمن ولس به هيڅکله د حوثيانو کودتايي رژيم ونه مني.

د نوبل جايزې وړونکي يمني ژورناليستې توکل کرمان ويلي:«حوثي ملېشې د ګرد يمني ولس پر ضد ميدان ته راوتي دي. »

د حوثيانو مشر: زموږ ارمانونه سرحد نه لري

يمن کې د شيعه حوثي ملېشو مشر عبدالملک حوثي وايي، چې د دوی انقلاب سرحد نه لري او د جګړې او سولې پرېکړه د دوی په خپل واک کې ده.

تېره شپه د حوثي ملېشو مشر عبدالمالک حوثي په خپله تلويزوني وينا کې وويل، چې د يمن د راتلونکې پرېکړه به دوی کوي او د يمن واک به له دې وروسته حوثي انقلابيانو سره وي.

عبدالملک حوثي وايي، چې د دوی ارمانونه او غوښتنې سرحد نه لري او تر هغو به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې خپل روحاني دولت يې نه وي جوړ کړی.

يمن کې د حوثيانو پرمختګ د ايران په مرسته روان دی

د ایران د مذهبي مشر اية الله علی خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.

علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.

د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»

ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې شيعه وسله وال حوثيان د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.

د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

د حوثيانو پرمختګ د سعودي لپاره ستر ګواښ دی

د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف کې ستره ونډه لري، مګر دا کار د سعودي په زيان دی، ځکه چې سعودي اسلامي دولت ځپي او بل پلو ايران پلوې شيعه مليشې د سعودي سويل يمن کې مخ پر وړاندې روان دي او دغلته د سعودي پلويان او حکومت يې کمزوري کړي دي.

نېل پيټريک زياتوي، چې د حوثيانو پر مختګ د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ دی.

د پيټريک له قوله، سعودي عربستان سيمه کې اسلامی دولت او نورو جهادي ډلو سره دښمني پالي او دا کار د ايران په ګټه دی؛ ځکه چې ايران غواړي، سيمه کې سني جهادي ډلې له منځه يوسي او ميدان به عراق، شام او يمن کې ایران پلوو مليشو او حکومتونو ته پاتې شي.

پيټريک ټينګار کوي، «د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو له امله سعودي له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې سعودي ولس هم د دغې روانې جګړې پر ضد دی او هغه خلک له اسلامه وتلي بولي، چې د بل مسلمان په وژلو کې مرسته کوي او همدا رنګه يمن او شام کې ايران پلوه شيعه ملېشې او د بشارالاسد حکومت د سنيانو پر ضد قوي پوځي عمليات کوي او دا هر څه د ايران په ګټه او د سعودي عربستان په زيان دي».

حوثيان څوک دي؟

انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت او ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي.

راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.

دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x