نړۍ

اسلامي دولت: يرغمل شوې امريکايۍ د اردن په بمبار کې ووژل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): «اسلامي دولت» ډله وايي، چې دوی سره بندي ښځينه امريکايي يرغمل شوې د اردن په هوايي بريد کې وژل شوې ده.
رويټرز خبري اژانس د «اسلامي دولت» د چارواکو له قوله وايي، چې يرغمل شوې امريکايۍ کايلا جن ميلر د سوريې الرقه ښار کې دوی سره بندي وه او د اردن د جنګي الوتکې په بمبار کې وژل شوې ده.
دغې ډلې د هغې بمبار شوې ودانۍ انځورونه هم رسنيو کې خپاره کړي، چې کايلا په کې اوسيده.
رويټرز واشنګټن کې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې تر اوسه دوی ته دا خبره نه ده يقيني شوې، چې ۲۶ کلنه کايلا د اردن په هوايي بريدونو کې وژل شوې او که لا هم ژوندۍ ده.
«اسلامي دولت» ډلې تر اوسه د څو امريکايانو، برتانويانو او دوو جاپانيانو سرونه غوڅ کړي دي.
کايلا ميلر ۲۰۱۳م کال اګست مياشت کې «اسلامي دولت» د سوريې شمال کې ژوندۍ نيولې وه.
کايلا جن ميلر د روغتيايي ټولنې غړې وه او سوريه کې يې په يو روغتون کې دنده درلوده.
«اسلامي دولت» ډلې تېره اونۍ دوی سره بندي اردنی پيلوټ په داسې حال ژوندی وسوځاو، چې د اردن پاچا عبدالله الثاني د واشنګټن په سفر و.
د اردن پاچا له واشنګټنه د خپل سوځول شوي پيلوټ د غچ اخيستو اعلان وکړ او له هماغه وخته اردن د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته نور زور هم ورکړی.
رويټرز د کايلا جن ميلر کورنۍ له قوله وايي، چې دوی تر اوسه هم هيله من دي، چې کايلا به ژوندۍ وي.
د کايلا مور او پلار واشنګټن کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له ډېره وخته دوی د «اسلامي دولت» غړو سره په اړيکه کې و او هغوی دوی ته ډاډ ورکړی و، چې کايلا دوی سره د يوې ميلمنې په توګه اوسي او هيڅ ډول ستونزې به نه ورته پېښيږي او اوس هم د کايلا امنيت او ژوند ژغورل هم د دغې ډلې مسؤوليت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x