افغانستان

هرات: پولیسو یو خبریال تر مرګه ډبولی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې ددغه ولایت پولیسو یوه سیمه‌ییز تلویزون خبریال تر مرګه ډبولی دی.

د راپورونو له مخې د هرات د یوه سیمه‌ییز تلویزون خبریال له کوره د کار ځای ته روان و چې د ګمرک په سیمه کې د پولیسو د عسکرو او افسرانو لخوا د سوکانو، لغتو او کنداغونو تر وارونو لاندې راغی.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي د پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې چې د امنیه قومندانۍ جنايي ریاست ددغې پېښې په اړه څېړنې کوي څو د پېښې حقیقت معلوم کړي.

احمدي د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې دغه خبریال هغه مهال پولیسو وډبولو چې هغه لوري ته چېرې چې د موټرسایکل په ورتلو بندیز دی ورغلی و.

د هرات خبریالان وايي پولیسو ددې پر ځای چې د خبریال سره همکاري وکړي، تر مرګه يې ډبولی دی.

دوی د خبریالانو او خلکو سره د پولیسو دغه رویه د انساني اصولو خلاف ګڼلې او غوښتنه يې کړې چې دغه ډول کړنې دې باید ادامه ونه کړي.

د خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې نوې نه دي. تر دې وړاندې هم لسګونه وار پولیسو، اردو او اربکیانو خبریالان ډبولي او آن ځېنې يې په مخفي توګه وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x