افغانستان

زابل ملی وحدت ټولنی په فعالیت پیل وکړ

zabul_milli_wahdatدغه اجتماعي اوغیري دولتي ارګان دامهال۲۰۰  غړي لري چی ددغه ولایت ځوانان پکی برخه لري .

په مشرانو جرګه کی دزابل دخلکو استازي وایی هڅه کوی ترڅو دغه ځوانان وهڅوي چی د سیمي دخلکو لپاره له دولت څخه مرسته راجلب کړي .

که څه هم پدغه ولایت کی بیلابیلي اجتماعي اوفرهنګي ټولني شتون لري

خو په مشرانو جرګه کی دزابل دخلکو استازي او د شکایاتو د کمیسیون رئیس ډاکتر زلمي زابلي وایی په لمړي ځل یی په مرکزقلات کی  یوه داسی اجتماعي ارګان په فعاله کیدوکی همکاری وکړچی ددغه ولایت سلګونه لوستي ځوانان پکی برخه لري .

نوموړي زیاتوی چی دغه اجتماعي ارګان یوغیري دولتي اوسیاسی ارګان دی اویوازي یی موخه دسیمي لپاره دخپلوخلکو دحقوقوڅخه دفاع او له دولت څخه دمرستي جلبول دی .

هغه زیاتوی چی هڅه کوی ترڅو دغه ځوانانو ته ديوی مجلي او ورځپاڼي دچاپولو زمینه هم برابره کړي .

پر همدی مهال دیاده ټولنی مشر نوراغا نوری په خپلو خبرو کی وویل چه هځه به وکړی چه ددی ولایت مظلومو خلګو سره همکاری وکړی او دسولی په برخه هم پوره همکاری وکړی.

ښاغلی نوری وایی چه دژبنیز، قومی او فرهنکی تعصوبونه څخه ځان لیری ساتی او داددی ټولنی خواهش ده.

زابل یوفرهنګي ولایت بلل کیږي چی سلګونه کاله وړاندی پکی ډیروستروفرهنګي شخصیتونو ژوند کوی.

شیخ متي (رح) پدغه ولایت کی هغه لوي شخصیت دی چی اوس یی هم مقبره دقلات بابا پرلوړه غونډي پرته ده.

ددغه ولایت یوشمیر پخواني سپین ږیري وایی په تیره زمانه کی به دغه ولایت ته ډیر ستر قدرونه دغونډي اومشاعرو لپاره راتلل اوپه خپلو مینځونو کی به یی ادبي بانډارونه کول.

احمد ولي سرحدي – زابل

zabul_milli_wahdat1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x