ادبي لیکنيپښــــتو ادب

څرنګه لیکوال شم؟

قاري سعید

مقدمه
کتابت یا د لیکلو استعداد د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه ګڼل کیږي ، چې په خپل مخلوق یې پیرزو کړی د ی ، همدا د لیک پیل د ی ، چې ورسره د بشرتاریخ پیلیږي ، او د تاریخ او ماقبل تاریخ د ورو ترمابین فاصل حد ګڼل کیږي ، د اچې الله تعالی په قلم او لیکلو سوګند اخلي ، او قلم ته یې ترټولو د مقدمو مخلوقاتو په مرتبه کې ځای ورکړی ، معلومیږي ، چې قلم او لیکل د الله تعالی په نزد له مهمو اموروڅخه د ي ، چې له ارزښت څخه یې سترګې نه شي پټیدلای .

په خپله لیکل د اسلام د علماووپه نزد د علم نیمه برخه بلل شوې ، د لیکلو ارزښت د الهي وحیې او نبوي ارشاداتو د ضبط او تدوین له امتیاز څخه رانیولې بیا د  د عوت ،تعلم ،تعلیم ، ابلاغ ، اعلام ، مراسلې ،اسناد او د دین او د نیا په نورو ټولو ډګرونو کې د استفادې له امله یو خورا ستر او حیاتي استعداد د ی ، چې بشر ورته د اوبو او هوا غوندې اړتیا لري ، خو که چیرې د لیکلو استعداد د لیکوالۍ حد ته لوړ شي ، نو بیا یې د افادې مجال نور هم پراخیږي او کمال یې څرګندیږي ، شاید په اوس عصر کې به د اسې کسان ډیر کم وي ، چې د لیکلو استعداد نلري ، تقریبا د مطلق اکثریت وګړو لیکل زده د ي ، خو د دې لپاره چې څرنګه کولای شو خپل د لیکلو استعداد ته وده ورکړواو لیکوالان شو ، په لاندې کرښو کې هڅه کوو ، په د ې اړه ځیني اړینې لارښوونې ، مشورې او تجربې د رسره شریکې کړو :

لومړی باید د ا تشخیص کړو چې لیکل او لیکوالي د وه جلا مهارتونه د ي ، چې له همدې امله ورته په مختلفو ژبو کې جلا لغات هم وضع شوي د ي ، لیکل یوازې د  خط استعداد ته وایي ، چې د رلودونکی یې خلک باسواده بولي ، معمولا د ښوونځي د څلورم صنف له لوستلو سره په انسان کې د لیکلو او لوستلو استعداد پیدا کیږي ، او کولای شي ، خپل نوم ولیکي ، د غیرحاضرۍ رقعه ولیکي ، عریضه ولیکي ، د وستانو ته لیک ولیکي ، او د ضروت په مهال د لیک په توسط ځیني خبرې یاد د اشت یایي ترنورو ورسوي .

دې ابتدائي استعداد ته د لیکلو استعداد وایي ، او د رلودونکی یې لیکونکی ، لیکباڼی ، نویسا یا باسواد بلل کیږي ، په د ې بحث کې د ا استعداد ( د لیکلو مهارت ) زموږ د بحث موضوع نده، بلکې غواړو د دې مهارت په تکاملي او نهایي مرحله ( لیکوالۍ ) باندې وغږیږو .

هغه څوک چې یوازې د  خط لیکل او املاء یې زده کړې ، که چیرې خپل استعداد ته وده ورکړي ، په د اسې ډول چې وکړای شي د  پراخې مطالعې او د قیقې مشاهدې په توسط علمي ، ادبي ، تاریخي ، اجتماعي ، سیاسي یا نور مسائل تحلیل کړای شي ، خپل د یني او د نیوي افاقي معلومات د ومره حد ته اضافه کړي ، چې د  ډیرو مسائلوپه باره کې خپل فهم او د ریځ تشخیص کړای شي ، او په عین حال کې خپل د تحریر استعداد د ومره فعال او تمرین کړي ، چې کله وغواړي نو خپله د زړه خبره او برداشت د فصاحت او بلاغت له اصولو سره سم د کاغذ پر مخ ولیکلی شي ، د ې مهارت ته (لیکوالي ) وایي ، چې څښتن یې لیکوال یا نویسنده بلل کیږي .

دلیکوالۍ لپاره د لیکلو استعداد لومړنی او اساسي شرط د ی ، او ورسره ځینې نور شرائط ، اصول او عملي فعالیتونه هم لري ، په لاندې کرښو کې د ې پوښتنې ته ځواب وایو چې څرنګه کولای شو خپل استعداد له لیکلو څخه لیکوالۍ ته لوړ کړو .

شوق او علاقه

شوق او علاقه لکه څرنګه چې د هر مهارت ترلاسه کولو لپاره ضرور د ی و د لیکوالۍ لپاره هم اساسي شرط بلل کیږي ، که چیرې څوک له لیکوالۍ سره شوق او علاقه ولري ، نو کولای شي نور شرایط په هڅو او تلاش سره پوره کړي ، خو که علاقه او شوق نه وي ، نو د لیکوالۍ لپاره هڅې به یې ډیر غموونکي او ستړې کوونکي وي، او کیدای شي زر له لیکوالۍ څخه زړه ماتی شي .

که چیرې غواړو لیکوالان شو ، نو که له لیکوالۍ سره فطري علاقه ولرو نور مراحل ښایی راته ډیر سخت نه وي ، خو که علاقه او د  زړه شوق مو نه وي ، نوترټولو لومړی باید د لیکوالۍ انګیزه خلق کړو ، ترڅو راته نور پړاوونه ستړي کوونکي ونه اوسي .

دا چې له لیکوالۍ سره مو مینه پیدا شي یا مو شته علاقه نوره هم قوي شي ، باید د لیکوالۍ د فن په د یني او د نیوي مقام ځان پوه کړو ، د لیکوالۍ په مټ ترسره کیدونکي د یني خدمت ته ژور فکر وکړو ، د امت د سترو علماء کرامو، مصنفینو او لیکوالانو د رانه او تلپاتې خدمات تر نظر تیر کړو ، پدې فکر وکړو چې د اسلامي امت د  ۱۴ سوه کلن علمي تسلسل له منځه یوازې د هغو علماء کرامو علم او خدمت تلپاتې شوی او د  جاریه صدقې مقام یې ګټلی چې له علم سره سره یې د لیکوالۍ مهارت هم د رلود ، او له همدې مهارت نه په استفاده یې ستر ستر کتابونه ، شروحات او رسالې لیکلي د ي .

په د ې سربیره په اوسني وخت کې چې د کفر او اسلام ترمنځ جنګ له پوځي جګړې څخه فکري او تبلیغاتي جګړې ته اوړي ، او ورسره قلم د  ټوپک غوندې اهمیت پیدا کوي ، باید ژور فکر ورته وکړو ، او د لیکوالۍ په ضرورت او ارزښت ځان خبر کړو .

د ښو لیکوالانو د لیکنو ، کتابونو ، مقالو او ادبي لیکنو پرلپسې لوستل او د قلم له مهارت ، ادبي باریکیو او د استدلال له هنر څخه یې خوند اخیستل هم له لیکوالۍ سره د سړي مینه پیاوړي کوي ، معمولا د  یوه د لچسپ مهارت او کردار لیدل سړی د ې ته هڅوي چې هغه کمال په خپله زده او تجربه کړي ، که تاسو د ښو لیکوالانو په زړه پورې مقالې بیا بیا ولولئ ، نو بالآخره مو له د ا ډول مقالو سره مینه پیدا کیږي ، او کوښښ کوئ ، چې د هماغه لیکوال پېښې / تمثیل وکړئ ، او عملا په لیکلو پیل کوئ چې همدا د لیکوالۍ د روازه د ه .

دلیکوالۍ په توسط د یولوی خدمت اراده او په د ې توګه ځان ته یو مشخص هدف ټاکل هم شاید په تاسو کې د لیکوالۍ انګیزه پیاوړې کړي ، په د ې سربیره له لیکوالانو سره پیژندګلوي او کیناستل ، له مطبوعاتو سره رابطه ساتل ، مجلې او اخبارونه لوستل ، په انټرنیټ کې بیلابیلې مقالې لوستل ، شعري ، د استاني او نورې ادبي لیکنې لوستل ، او له مطالعې سره ډیر سراو کار کولای شي په تاسو کې د (لیکوال کیدلو) انګیزه پیدا او یا قوي کړي ، او کله چې د لیکوالۍ لپاره شوق او انګیزه وي کولای شئ نور پړاوونه په اسانه طی کړئ .

د لیکوالۍ پیل

کله مو چې له ځان سره پوخ هوډ وکړ چې غواړم لیکوال شم ، او له خپل د ې هدف سره له خپل شوق او مینې هم ډاډمن شوئ ، نو بیا قلم او کاغذ راواخلئ او په لیکلو پیل وکړئ .

شاید د غه مهال له د ې سوال سره مخامخ شئ چې ( څه ولیکم ؟ ) د لیکوالۍ ماهرین وایي ، ترټولو لومړی باید د قلم رکود ( ځای په ځای والی ) مات شي ، قلم باید روان کړئ ، مطلب د اچې هرڅه چې وي ، خو ضرور باید یوڅه ولیکئ.

د د ې لپاره چې قلم مو روان شي لومړی باید د اسانه موضوعاتو په لیکلو پیل وکړئ مثلا :

۱ ــ خپل ځان معرفي کړئ ، خپل لنډژوندلیک ولیکئ ، ځکه په خپل ځان او ژوند ضرور پوره علم لرئ .

۲ ــ د دې لپاره چې د رته اسان وي ، لومړی علمي او نظري مسائل پریږدئ ، بلکې په مشهودو شیانو لیکنه وکړئ ، چې شاید تاسو ته یې توصیف اسانه وي ، مثلا د خپل چاپیریال په اړه یوه معلوماتي لیکنه ولیکئ ، د خپل ښار ، کلي ، کور ، مدرسې ، ښوونځي او یا ملګرو په اړه توصیفي لیکنه ولیکئ .

۳ ــ شاید د غه مهال د ځینو مسائلو په اړه د توضیحاتو ورکولو یا تحلیل پر مهال تاسو د ابتدایئ استعداد له امله د کمترۍ احساس وکړئ ، او لیکل ودروئ ، خو ګورئ په د ې مرحله کې هیڅکله په خپلو لیکلو د شرم اوکمترۍ احساس مه کوئ ، په یاد ولرئ چې د غه مرحله ( د ځان لپاره د لیکوالۍ ) مرحله د ه ، تاسو تراوسه د نورو لپاره لیکوالي نه د ه پیل کړې ، د دغې مرحلې لیکنې تاسو په مطبوعاتو کې نه خپروئ ترڅو له عامه قضاوت سره مخامخ او کمزورۍ یې نقد شي ، نوځکه باید هیڅ د کمترۍ او شرم احساس د رباندې غالب نه شي ، په هره وجه چې ممکنه وي خپل قلم روان وساتئ ، ترڅو له لیکلو سره عادي شئ .

۴ ــ د مشهودو شیانو او پدیدو له ظاهري تعریف وروسته کرار کرار معنوي اړخ ته ورواوړئ ، مثلا د خپل کلي ، ښار ، موټر ، کمپیوتر یا بل معلوم الحاله پدیدې مثبت او منفي اړخونه وڅیړئ ، له نورو سره یې پرتله کړئ ، د باید او شاید په مرسته یې له مثالي پدیدې سره وارزوئ ، چې که د اسې وای ډیر به ښه وو ، په د ې ډول یې له ظاهري توصیف سره سره معنوي اړخ هم وڅیړئ ، ترڅو مو د تحلیل قوه ژوندۍ شي .

۵ ــ کله مو چې د ظاهري معلومو پدیدو په اړه پرلپسې لیکل وکړل ، او تریوه حده مو قلم روان او نثر قوي شي، د غه مهال تاسو (دملګرو لپاره د لیکوالۍ ) مرحلې ته رسیږئ ، په د ې مرحله کې هم تاسو د اسانه مسائلو او موضوعاتو په اړه لیکل کوئ ، خو خپلې لیکنې به یوازې له ځان سره نه ساتئ ، بلکې له خپلو ملګرو سره به یې هم شریکوئ ، چې کیدای شي د هغوئ لخوا لوستل او تقدیر یې ستاسو د حوصلې د زیاتوالي سبب شي ، خو په د ې ملګرو کې مو ضرور باید یو څو لیکوال ملګري هم وي ، ترڅو ستاسو په لیکنو ابتدائي نقد وکړي ، او د لیکنو مثبت او منفي اړخونه د رته په ګوته کړي .

په موضوعاتو کار لرل

ددې لپاره چې قلم مو روان ، نثر مو قوي او د تحلیل استعداد مو وده وکړي ، ترټولو مهمه د اده چې له مختلفو موضوعاتو او مسائلو سره ځان مخامخ کړئ ، په هره موضوع کار ولرئ او یو څه پرې ولیکئ ، له شخصي ژونده نیولې ، بیا د چاپیریال ، کلي ، ښار ، هیواد او نړۍ ترمختلفو خوږو ترخو اجتماعي ، سیاسي او نورو مسائلو پورې . د ا مهال چې تاسو د ځان او نږدې ملګرو لپاره د لیکوالۍ په مرحله کې یاستئ کولای شئ هرډول مسائل په ازاده توګه وڅیړئ ، د لیکوال کیدلو لپاره ترټولو بنسټیزه او د  پام وړ مرحله همدا د ه ، چې که هرڅومره خواري په کې وکړئ شاید په هماغه اندازه مو استعداد وده وکړي او ډیره ګټه ترلاسه کړئ .

په د ې مهال شاید له ځینو ستونزو سره هم مخامخ شئ ، مثلا کیدای شي ځان یا بل څوک د رته ووایي چې ولې عبث په غیرضروري موضوعاتو وخت ضایع کوئ ، قلمونه تشوئ ، او کتابچې ډکوئ ، د دې پر ځای باید یو د ګټې وړ مصروفیت ځانته پیدا کړئ .

خودا بهانه چې تاسو د لیکوالۍ په خواله مزله راګرځوي هیڅکله باید له تاسو هدف ورک نه کړي، او نه مو حوصله ستومانه کړي ، تاسو باید هره شیبه د ا د رک کړئ چې د غه لیکل عبث نه د ي ،که څه هم چې د الیکل څوک نه ګوري او نغده ګټه یې نشته ، خو د ا د هدف په خوا د ګام اخیستلو په معنی د ي ، چې تاسو خپل نهایي هدف ته نږدې کوي او له د ې پرته نه شئ کولای لیکوال شئ .

په د ې مرحله کې باید په ورځ کې لږترلږه یو ساعت ضرور لیکلو ته ورکړئ ، که چیرې د بحث وړ موضوع په نظر نه د رځي کوښښ وکړئ چې د عمومي موضوعاتو په اړه خپل غبرګون څرګند کړئ ، یوه شیبه ځان سیاسي محلل فرض کړئ ، او د یوې سیاسي ورځنۍ موضوع په اړه خپل برداشت ارائه کړئ ، په د ې مرحله کې ورځني مطبوعات لکه راډیو ، اخبار انټرنټ او نور هم باید تعقیب کړئ ، ترڅو مو د تحلیل لپاره اړین معلومات ذهن ته راشي ، په د ې مرحله کې کولای شئ ، د یوې د اسې موضوع په اړه لیکنه پیل کړئ ، چې تریوه حده د وامداره وي ، د هماغې موضوع په اړه هره ورځ چې له رادیو څخه څه اورئ ، هماغه معلومات یادداشت کوئ ، او بیا یې په رڼا کې خپلې مسلسلې لیکنې ته د وام ورکوئ .

په د ې برخه کې زما خپله تجربه د اده : کلونه وړاندې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د اریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه د څو تنو تښتوونکو لخوا لندن ته وتښتول شوه ، د ې موضوع تقریبا یوه هفته د وام د رلود ، او په رسنیو کې ګرمه وه ، په هماغو شپو کې ما غوښتل د خپل قلم د  روانولو لپاره په مختلفو موضوعاتو لیکنې وکړم ، همدا د الوتکې د تښتولو موضوع مې راونیوله ، هره ورځ مې د موضوع په اړه د راډیو ګانو معلومات ، غبرګونونه ، اظهارات او د حادثې مختلف جزیات یاداشت کول ، او وروسته مې په خپلو تورو او ترتیب لیکل ، په د ې توګه د یوې هفتې په امتداد کې تقریبا پنځلس شل صفحې لیکنه تیاره شوه ، چې د پیښې په اړه ټول ورځني جزیات یې رانغاړل .

دغه ډول سلسله وار موضوعات کولای شي ستاسو د لیکنې لپاره وړیا خام مواد تیار کړي ، چې تاسو ورباندې په پوره هوسایي او شوق خپل قلم ازمایلی او تمرینولای شئ .

کیدای شي په د ې مرحله کې کومه ورځ د لیکنې په نیت قلم او کاغذ راواخلئ ، خو چې کله په لیکلو پیل کوئ ناڅاپه مو له ذهنه د لیکلولپاره تیاره کړې موضوع ووځي، او چې هرڅومره کوښښ کوئ نه شئ کولای چې حتی یوه کرښه لیکنه وکړئ .

دا حالت ځورونکي وي خو هیڅکله مو باید وارخطا او بې عزمه نه کړي ، ډیر لوی لوی او مجرب لیکوالان هم له د ې حالته خلاص نه د ي ، او د لیکنې پر مهال کله ناکله ضرور د ا ډول حالت ورته پیښیږي ، د لیکوالۍ په ابتدایي تجربو کې خو د ا ډول حالت بیخي زیات پیښیږي ، چې هیڅ د تشویش وړ نه د ی ، شاید هیڅ ونه لیکئ ، یا یوه کرښه ولیکئ او یا هم د صفحې په نیمایي کې ودریږئ ، خو د ا حالت په پوره متانت وزغمئ ، بله ورځ به ضرور په د ې وتوانیږئ ، چې ترخپلې توقع اوږده او په تول پوره لیکنه وکړئ .

یوځل بیا هم باید ووایو چې د ا مرحله چې د لیکوالۍ د نیا ته د ورداخلیدو وروستۍ مرحله د ه ، ترټولو مهمه او په عین حال کې امتحاني او همت ازمویونکي د ه، په د ې مرحله کې باید تر اړتیازیات په لیکوالۍ کې ډوب شو ، لږترلږه په اونۍ کې څلور لیکنې باید ولیکو ، او د لیکوالۍ تجربو ته حتمي وخت ورکړو ، د دې لپاره چې په د ې مرحله کې بریالي شو لاندې څو خبرو ته باید پام وکړو .

ا ـــ د مقالو، کالمونو ، د استانونو او نورو لیکنو مطالعې ته باید خاص وخت ورکړو ، ترڅو مو مزاج فرهنګي شي ، د غه راز د مختلفو لیکنو په لوست سره مو معلوماتي ذخیره شتمنه شي .

ب ـــ مقالې او کالمونه بایددقیق ولولو ، او د ې ته متوجه شو چې لیکوال څرنګه موضوع پیل کړې ، تحلیل کړې او نتیجه یې ورڅخه اخیستې د ه ، کله ناکله باید په اړونده موضوع کې د لیکوال پېښې / تمثیل وکړو ، او موضوع له سره په خپلو تورو وڅیړو .

ج ـــ په د ې مرحله کې باید ساده لیکل خپل عادت وګرځوو ، ځکه ادبي ، ثقیل اوپیچلي لیکل مو له د ې پرته چې پرمختګ له ستونزو سره مخ کړي په د ې مرحله کې بله ګټه نه کوي .

د ـــ د اسې موضوعات ځانته غوره کړو چې له زړه ورسره علاقه لرو،او په اړه یې کافي معلومات لرو ترڅو یې څیړل راته سخت نه وي .

هـ ـــ کولای شو په د ې مرحله کې په ازادو پاڼو او بحث فورمونو ، د یوالي جریدو ، د غه راز د ښار او محل په مجلو او ورځپاڼو کې په مستعارو نومونو لیکنې وکړو، ترڅو مو له یوې خوا لیکوالي پخه شي او له بلې خوا لوستونکي ورباندې تبصرې وکړي .

و ـــ د اباید همیشه په یاد ولرو چې لیکوالي د  څو ورځو اونیو یا میاشتو خبره نه د ه ، بلکې په ډیر وخت او صبر سره یې میوه پخیږي ، نوځکه باید له بیړې او بي استقامتۍ ځان وساتو .

ز ـــ د لیکوالو ملګرو لخوا مو چې په لیکنو کې کومۍ غلطۍ په نښه کیږي ، بایدپه جدیت ورته متوجه شو او له تکرار څخه یي ځان وساتو .

ح ـــ مطالعه د لیکوالۍ لپاره اساسي شرط بلل کیږي ، مطالعه نه یوازې زموږ معلومات او فکري قوه پیاوړې کوي ، بلکې د مطالعې پر مهال موږ له لیکنې سره نږدې پاته کیږو ، د لیکنې لفظي او معنوي صنعتونو ته متوجه کیږو، د لیکوال د سبک او لیکنیز اسلوب باریکۍ مو د لیکلو قوه روښانوي ، او د ا رازده کوي چې خپل مطلب څرنګه افاده کړو ، او خبره له کومه پیل او څرنګه یې پای ته ورسوو .

خو د مختلفو لیکوالو د لیکنو د مطالعې پر مهال باید کټ مټ د هغوئ فوټوکاپي نشو ، ځکه چې په لیکوالۍ کې د نورو تقلید د  ضعف مهم عامل بلل کیږي . بریالی لیکوال هغه د ی چې خپله لاره او د  ابتکار قوه ولري .

که چیرې د عامو کتابونو مطالعه د رباندې د رنه وي ، او د  ډیر لوستلو حوصله یې نه لرئ ، کولای شئ د استاني کتابونه مطالعه کړئ ، چې تلوسه لري او سړی ترپایه لوستلو ته هڅوي ، په د ې برخه کې د نسیم حجازي د استانونه د کومکي مطالعې لپاره ښه معیاري کتابونه د ي .

ط ــ په د ې مرحله کې باید د ا هم تشخیص کړئ چې له ځانه د  کوم ډول لیکنو لیکوال جوړوئ ، آیا علمي او د یني مسائلو ته مو نیت د ی چې لیکنې ورباندې وکړئ ، سیاسی موضوعات څیړئ ،او که نور اجتماعي او اخلاقي مسائل، د ا سمه د ه چې په هره برخه کې د لیکوالۍ لپاره باید لومړی لیکوال شئ ، خو د دې لپاره چې په اړونده برخه کې مو ذهني ذخیره شتمنه شي ، باید په هماغه برخه کې مطالعې ته ډیره توجه وکړئ .

ی ــ هغه کسان په لیکوالي کې بریالي وي چې په صبر ،حوصله او سړه سینه یې تدریجي پرمختګ کړی وي ، هغوئ چې ډیر ژر په خپل استعداد مغرور شي ، ځان لیکوال وبولي او له تلاش او تحصیلي هڅو لاس واخلي ، نه شي کولای بریالي لیکوالان شي ، نوځکه باید د لیکوالۍ د لارې لاروی د قناعت ماده ونلري ، بلکې همیشه د خپل مهارت ودې ته متوجه واوسي ، او د خپل فن د لا نور کره کولو په فکر کې وي .

ددې مرحلې له بشپړیدو وروسته ستاسو د لیکوالۍ استعداد د ومره حد ته رسیږي چې نور د هرې موضوع په اړه په تول پوره ، سلیسه او ژوندۍ مقاله ولیکئ ، خو د ښې مقالې د لیکلو لپاره باید د لیکنې لاندینی ترتیب مراعات کړئ .

لیکنه څرنګه ولیکو

الف : د  موضوع انتخاب

اوس چې تاسو لیکوال یاست او غواړئ مقاله ولیکئ ، ترټولو لومړی باید د خپلې لیکنې لپاره موضوع انتخاب کړئ ، موضوع باید محدوده او مجزا وي ، ترڅو یې په اسانه احاطه او تحلیل کړای شئ ، موضوع مو باید عبث او کوم مهمل امر نه وي بلکې ضرور د یني یا د نیاوي اهمیت ولري ، ځکه اوس تاسود تمرین د مرحلې غوندې بې مقصده لیکنو ته ضرورت نلرئ ، بلکې هره لیکنه مو باید هدفمنده وي او لوستونکي یو څه ترې زده کړي ، د غه راز د خپلې لیکنې څخه هدف هم باید تشخیص کړئ ، ترڅو هماغه هدف ته د رسیدو په رڼا کې لیکنه وکړئ ، د موضوع موندل او انتخاب یو مهم کار د ی ، د  اکثرو لیکوالو د بریالیتوب رمز د ا وي چې د موضوع د  موندلو او ټاکلو ښه قوه لري ، په پیل کې به شاید تاسو د موضوع په موندلو کې له ستونزوسره مخ یاستئ ، خو که له لیکنو سره بوخت پاته شئ ، وروسته به د موضوع ګانو له هجوم سره مخامخ شئ او کولای به شئ چې له هرې وړې او عادي پیښې څخه یوه سوژه جوړه کړئ .

دموضوع په موندلو کې له خپلو نږدې ملګرو هم غوښتنه وکړئ ، ترڅو د لیکنو لپاره موضوعات د رته ومومي ، په هرحال موضوع او محتوا چې د لیکنې روح تشکیلوي ، په لیکنه کې ترتولومهم عنصر بلل کیږي ، چې په انتخاب کې یي باید د قت وشي .

با : د موضوع پخول او ذهني طراحي

کله مو چې موضوع وټاکله نو اوس په همدې موضوع فکر پیل کړئ ، ځیني خلک فکر کوي چې لیکنه یوازې له د اقوالو له نقل او اقتباساتو څخه د یوه نوي شي جوړولو ته وایي ، مګر د اخبره سمه نه د ه ، انشاء د عربي لغت له مخې د یوه معدوم شي په وجود راوستلو ته وایي ، او د لیکنې فن ته هم ځکه انشاء وایي چې لیکوال د خپل قلم په توسط یو نوی شی تياروي، د غه نوی شی په خپله نه تهیه کیږي ، بلکې ضرور ژور فکر غواړي ، نو له همدې امله د ا ضرور د ه چې د مقالې ترلیکلو وړاندې په اړونده موضوع ژور فکر وشي ، مختلف اړخونه یې وڅیړل شي ، که چیرې د موضوع په اړه په حافظه کې کافي معلومات نه وي باید مطالعه وشي او د  لیکلو وړ مواد پر یوه کاغذ یاداشت کړل شي .

د موضوع په اړه هر اړخیز فکر تاسو ته د لیکنې پرمهال په موضوع تسلط د ربښي ، نوځکه ضرور د ه چې د موضوع په اړه له هره اړخه فکر وشي ، هیڅ پوښتنه بې ځوابه پرینښودل شي ، بلکې د موضوع د روښانتیا لپاره له ځان سره پوښتنې طرح کړل شي اوځواب یې وموندل شي ، مثلا تاسو غواړئ د مور اوپلار د حقونو په باره کې لیکنه وکړئ نو باید د لیکلو ترپیل د مخه د ا پوښتنې له ځان سره ځواب کړئ ، د  مور اوپلار حقونه د اسلام له نظره کوم حیثیت لري ؟ قرانکریم په د ې اړه څه فرمایي ؟ نبوي احادیث څه فرمایي ؟ د امت لویانواو علماووکرامو په د ې اړه کوم ارشادات کړي ؟ د مور او پلار ازارول څومره ګناه لري ؟ د مور او پلار د ازارولودنیاوي او اخروي تاوانونه کوم د ي ؟ د مور اوپلار حقونه رعایتول کومې اجتماعي ګټې لري ؟ او د اسې نورې پوښتنې .که تاسو د ې پوښتنو ته ځواب ولرئ ، نو په حقیقت کې مو د خپلې انتخاب کړې موضوع لپاره کافي معلومات راټول کړي او کولای شئ په اسانه خپل ذهني معلومات د کاغذ پر مخ ترتیب کړئ .

د معلوماتو له راټولولو وروسته باید د غه خام مواد په ذهن کې طراحي کړئ ، یعني لیکنې ته تر تحریر وړاندې ذهني ترتیب ورکړئ ، چې د ا موضوع باید څرنګه پیل کړم ، لومړی باید کومې خبرې راشي ، ورپسې کومې او په پای کې څرنګه په خپل قضاوت نتیجه ګیري وکړم ، همدې ته طرح ریزي ، خاکه جوړول یانقشه جوړول وایي ، چې د تحریر په مرحله کې د موضوع د  ارائه کولو په مهال له لیکوال سره مرسته کوي .

دموضوع د طرح ریزۍ په اړه د لیکوالۍ ماهرین یوه بله طرح هم وړاندیزوي ، چې په مرسته یې هره موضوع ډیرپه اسانه قید کیدلای او لیکل کیدلای شي . هغه د اچې لیکوال لومړی د موضوع د محتوی سرټکي (رؤوس الأقلام) د کاغذ پر مخ ولیکي ،او تر لیکلو وروسته یې پر ترتیب غور وکړي، او بیا هرې فقرې ته د هغې له موقعیت سره مناسبه شمیره ورکړي، او هماغې شمیرې ته په کتو سره فقره شرح او له بلې سره پیوند کړي .دا هیڅ پروا نه کوي چې که یې په پېل کې د فقرو سرټکي (رؤوس الاقلام) بې ترتیبه لیکلي وي . د دې کار ګټه د اده چې لیکوال د موضوع د لیکلو په وخت کې هم د اجزاوو د هیریدلو له تشویشه خلاص وي او هم د هغو پر ترتیب د غور کولو له ذهني فشاره، او په د ې توګه کولای شي هره اسانه او پیچلې موضوع لومړی راټوله او بیاتحریر کړي .

دلوړ وضاحت سره سره باید د ا ومنو چې د  موضوع له موندلو او انتخاب وروسته د هغې په اړه فکر کوم ټاکلی او مشخص روش نلري ، فکر یو معنوي امر د ی ، چې څرنګوالی یې سم نه شي تشخیص کیدلای ، هرڅوک د فکر کولو لپاره ځانګړی اسلوب لري ، او باید له خپل اسلوب څخه استفاده وکړي ، او چې څرنګه ورته ممکنه وي موضوع په ذهن کې پخه کړي .

دفکر لپاره شاید ځانګړي وخت صرف کولو ته اړتیا نه وي ، زیاتره لیکوالانو ته چې کومه موضوع په ذهن کې راوګرځي نو که سمدستي ورته وخت نلري ، هغه موضوع له ځان سره یادداشت کړي ، او په اضافه وخت کې مثلاد ورزش او قدم وهلو ، ډوډۍ خوړلو ، پرلاره تللو ، ترخوب وړاندې اود نورو اضافي وختونو پر مهال په موضوع باندې فکر کوي ، ترڅو یې لیکلو ته اماده کړي .

دموضوع په اړه مخکینۍ فکر او ذهني تحلیل ابتدايي او منځنیو لیکوالو ته اړین بلل کیږي ، د اچې لیکوالي په مرور د زمان سره ملکه ګرځي او ورسره فکري قوه ، معلوماتي ذخیره او د تحلیل ځواک هم پخیږي ، نو بیالیکوال کولای شي فی البدیهه لیکوالي وکړي ،یعني د موضوع له انتخاب وروسته سمدستي د هغې په لیکلو پیل وکړي ، د غه مهال لیکوال کولی شي تفکیر او تحریر هم مهاله ترسره کړي ، چې د هر پارګراف له لیکلو سره باید د نوموړي ذهن د موضوع په اړه د ومره معلومات تحلیل کړي وي چې راتلونکی پارګراف ترې جوړ شي .

جیم : لیکل

کله چې موضوع په ذهن کې پخه او طراحي شوه ، نو اوس غواړو د غې ذهني طرحې ته د  تحریر لباس ور واغوندو ، نو د مقالې په لیکلو پیل کوو ، د مقالې پیل لکه څنګه چې سخت د ی مهم هم بلل کیږي ، یو ښه پیل کولای شي د لیکنې لوستلو ته لیکونکي رامات کړي .

پخوا د ادود وو چې په څو معلومو عباراتو باندې به هره لیکنه پیلیده مثلا د لیکنې په سرکې به ویل کیدل ( د ایو څرګند حقیقت د ی چې . . . ) ( لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه د ه . . .) او د اسې نور عبارات د غه راز د هرې لیکنې لپاره مقدمه اړینه بلل کیده او مخامخ په مطلب ور ګډیدل د لیکنې نقص بلل کیده ، مګر اوس چې د لیکوالۍ په برخه کې هم یو لړ نوي تګلارې رواج شوي ، د اضرور نه د ه چې لیکنه باید خامخا په یوه لنډه مقدمه پیل کړو، بلکې کولای شو مخامخ په موضوع پیل وکړو . د غه راز د موضوع اړوند په یوه آیت شریف ، حدیث شریف ، ضرب المثل ، نقل قول ، پوښتنه ، لنډ د استان یا طنز یابله جملې باندې لیکنه پیل کړو ،او ورپسې موضوع ته ننوزو .

دغه راز مقدمه اوس هم بي ارزښته نه بلل کیږي ، کولای شولیکنه د موضوع اړوند په لنډه مقدمه پیل کړو ، او ورپسې اصلي موضوع را واخلو ، خو مقدمه باید اوږده نه وي ، تردې چې لوستونکی د اصل موضوع په نظر ورته وګوري ، بلکه لنډه وي او د موضوع لپاره د تمهید رول ادا کړي .

ځیني کسان د  لیکنې د پیل په مهال له ستونزو سره مخ کیږي او نه پوهیږي څه شی ولیکي ، د غه مهال باید د مقدمې پر ځای لیکنه په هغو نغدو موادو پیل کړو چې د لیکنې په اړه راسره شته ، مثلا کوم آیت شریف ، حدیث شریف ، ضرب المثل ، شعر یا د موضوع اړوند بل څه باید ولیکو او توضیح یي کړو ، ترڅو مو د تحریر رکود مات شي ، او یا هم کولای شو مخامخ په اصل موضوع پیل وکړو.

کله مو چې لیکنه پیل کړه ، باید له عجلې کار وانخلو، په سړه سینه په ترتیب سره لیکنې ته د وام ورکړو ، او هر وخت مو پام وي چې څرنګه کولای شو موضوع ښه افاده کړو ، د ا ضرور نه د ه چې لیکنه په یوه ناسته کې پای ته ورسوو ، که وخت کم وو او د موضوع حوصله پراخه او یا هم د لیکنې په مابین کې ودریدئ ، نو له ممکنه هڅو وروسته لیکنه په سړه سینه بس کړئ ، او بل وخت کار پرې وکړئ ، ان شاءالله تر توقع ښه نتیجه به ترې ترلاسه کړئ .

دلیکنې لپاره جملې او پارګرافونه د خښتو مثال لري ، چې لیکنه ترې جوړیږي ، پارګرافونه باید له موضوع سره د تړاو او د لنډون اواوږدوالي له اړخه سره همرنګه وي ، ترڅولیکنه همغږې او ښکلې راشي ، د غه راز د لیکنې پر مهال د ژبې او سبک همغږي هم په پام کې وساتل شي .

دلیکنې په وروستۍ برخه کې نتیجه او خپل برداشت باید ضرور عرض شي ، ترڅو لوستونکی د استدلال او مقدماتو ترلوستلو وروسته یوې پایلې ته ورسیږي ، او قناعت یې حاصل شي ، لیکنه باید بې نتیجې او ناپایه نه وي ، باید یوه کوټلي نتیجه ضرور ترې واخیستل شي .

که د لیکنې په پای کې لیکوال په یوه نوع له عنوان سره تړاو ورکړي ، او خبره یوځل بیا پیل یا اصل موضوع ته ستنه کړي ، نو لیکنه ښه محدوده راځي او لوستونکي ته نغد مطلب په لاس ورکوي .

دعنوان په اړه باید ووایو چې د لیکنې لپاره د عنوان ټاکل کوم معلوم وخت نلري ، کله ناکله ترلیکلو وړاندې د عنوان ټاکل په د ې خاطر مفید وي ، چې لیکوال کولای شي د محدود عنوان په رڼا کې خپله لیکنه په ټاکلي چوکاټ کې د ننه په سمه توګه ترپایه ورسوي ، په د ې صورت کې عنوان کولای شي د لیکوال لپاره د  لیکنې حدودوټاکي ، ترڅو موضوع په ښه توګه احاطه کړي .

خو کله ناکله لیکنه د لیکوال د  ذهني نوآوري له امله د  ټاکل شوي عنوان خلاف په بله خوا چې تر ټاکل شوي طرحې ښه وي لاړه شي ،اودلیکنې پر مهال لیکوال ته نوې طرحه په ذهن کې وروګرځي ، په د ې وخت کې اړینه د ه چې لیکنې ته تر بشپړولو وروسته یو مناسب او جالب عنوان غوره شي ، چې د لیکنې له عمومي محتوا او موضوع سره اړخ ولګوي .

په هر حال ، ضرور د ه چې همیشه د لیکنې تر بشپړولو او لوستلو وروسته یوځل بیا په عنوان باندې فکر وشي ، او که اړینه وي ضروري تغیر په کې راوستل شي ، عنوان خورا مهم د ی ، او د لیکنې په جذابیت کې اساسي نقش لري ، زیات شمیر لیکوالان یوازې له د ې امله بریالي بلل کیږي ، چې د عنوان په انتخاب کې مهارت لري ، د عنوان ټاکلو لپاره کوم ټاکلي اصول نشته ، کیدای شي د  لیکنې عمومي موضوع ، یوه برخه ، یو ضرب المثل ، یا د لیکنې اړوند یوه جمله د عنوان په ډول وټاکل شي ، که د لیکنې عنوان کومه سوالیه یا بله تلوسه پاروونکي جمله وي ، نو کیدای شي ډیر لوستونکي پرې رامات شي .

تربشپړتیا وروسته لیکنه یوځل له سره ترپایه په پوره د قت لوستل او اصلاح کول خورا اړین د ي ، ځکه د لیکلو په مهال ځیني لفظي او معنوي غلطۍ ضرور پیښیږي چې باید اصلاح شي .

د بریالي لیکوال کیدلو لپاره څو عمومې سپارښتنې

د د ې لپاره چې د لیکوالۍ سفر مو بریالی ، اغیزناک او هدف میندونکی وي ، باید د یوه لیکوال په صفت لاندینې سپارښتنې په یاد ولرو .

الف : پاک نیت او لوړ هدف

دلیکوالۍ څخه هدف مو باید ذاتي علو ، یوازې د خپل شوق اشباع ، شهرت ، له نورو سره د شخصي انګیزو په بناء مقابله ،او نور د نیوي اهداف نه وي ، لیکوالي په تیره د یني او جهادي لیکوالي د دیني علم غوندې یو ستر الهي نعمت او و د یعه د ه چې باید یوازې یې د دیني اهدافو او اخروي اجر لپاره وکاروو نه د  ذاتي ګټو او تربګنۍ پاللو لپاره ، د لیکوالۍ په توسط په نورو کبر ، ځان لوړ بلل ، شهرت طلبي اود ټیټو اهدافو لپاره قلم کارول هم لیکوالي بې برکته کوي ، او د الهي مواخذې سبب ګرځي.
لیکوال باید پاک نیت او لوړ هدف ولري ، له لیکوالۍ څخه هدف یې باید د دین او خلکو خدمت ، قلمي جهاد او د دین د دښمنانو مقابله وي ، قلم باید یوازې د رزق موندلو ته وقف نه شي ، بلکې د ې الهي نعمت ته لوړ د یني هدف وټاکل شي ، ترڅو یې حق ادا شي ، پاک نیت او لوړ هدف په تاسو کې د ښه لیکوال کیدلو انګیزه غښتلي کوي ، او لیکل د رته د بل هر د یني خدمت او بندګي غوندې ارزښتمن کار ګرځي چې تاسو یې د  ښه ترسره کولو ضرورت ته متوجه کیږئ .

با : پراخه مطالعه او هراړخیز معلومات

دښې لیکوالۍ لپاره اړینه د ه ، چې معلوماتي ذخیره مو ښه غني وي ، له د ین ، مذاهبو ، افکارو او ایزمونو رانیولې ، تر تاریخ ، جغرافیې ، سیاست ، فرهنګ ، مطبوعاتو ، ادب او تجربوي علومو پورې په هره برخه کې بایدکافي اندازه معلومات ولرو ، معلوماتي د ائره مو باید تړلې او محدوده نه وي ، بلکې ترڅو چې زموږ معلومات متنوع او ډیر وي همدومره به د لیکوالۍ په میدان کې بریالي او د مختلفو موضوعاتو په تحلیل کې کامیاب وو .

هغه لیکوال چې متنوع معلومات ونلري که په یوه مشخصه برخه کې هرڅومره ډیر معلومات ولري هم د بریالي لیکوال کیدلو تمه ترې نه شي کیدلای ، علوم او معلومات له یوه سره په یوه نه یوه ډول تړلي د ي ، نو ځکه اړتیا د ه چې د مطالعې د ائره مو پراخه کړو ، او په هره برخه کې تریوه حده مطالعه وکړو .

جیم : فکري ژورتوب او ابتکار

وړاندې وویل شول چې انشاء د فکر محصول د ی ، ترڅو چې زموږ فکري قوه غښتلې او د قیقه وي ، په هماغه اندازه شاید موضوعات ښه تحلیل او تجزیه کړو ، ډیره مطالعه او د موضوعاتو لحاظول د فکر په قوت او وسعت کې مهم نقش لري ، فکري قوت په موږ کې د خلاقیت او ابتکار ماده ټوکوي ، او کولای شو په مټ یې له معمولې سوژې څخه غیرمعمولي لیکنه تیاره کړو .

په لیکوالۍ کې ابتکار مهم عنصر شمیرل کیږي ، پردۍ خبرې او افکار که په هرڅومره ښه ډول واوډل شي هم خلک ورته ډیره اعتناء نه کوي ، بلکې تکرار یې بولي ، نوځکه لیکوال ته لازمه د ه چې د ابتکار استعداد ولري او مسائل له نوي لیدلوري یا په نوې بڼه تحلیل کړای شي .

دال : واقعیت ګرایي

لیکوال باید حقیقت بین او واقع ګرا وي ، مطلب د اچې له افسانوي ادبي لیکنو پرته په عامه لیکنو کې واقعیت ته وفادار واوسي ، او له د روغو او بې ځایه مبالغې ځان وساتي ، ځکه د روغ او مبالغه په لیکوال د لوستونکو باور له منځه وړي .

ها : لیکدود او لیکنخښې

لیکوال باید د لیکنې په ژبه او لیکدود پوره تسلط ولري ، لکه څومره چې د یوې لیکنې لپاره د محتوا او موضوع معیاریتوب اړین د ی همدومره یې لفظي سکښت او جوړښت هم مهم بلل کیږي ، نو ځکه ضرور د ه چې لیکوال په معیاري لیکدود او د ژبې ګرامري اصولو ته په وفادارۍ لیکنه وکړي ، د غه راز لیکنخښې هم له پامه ونه غورځوي او په مناسبو ځایونو کې یې وکاروي .

واو : د  لوستونکو مزاج پیژندل

معمولا هر لیکوال په د ې پوهیږي چې د ی د چا لپاره لیکنه کوي ، مخاطب یې څوک د ی، او څوک یې لولي ، د ې ته په پام سره لیکوال باید د خپلو لوستوالو له مزاج او طبیعت څخه ژور د رک ولري ، ترڅو موضوع په د اسې ډول وړاندې کړي ، چې د لوستونکو په فکر هماغسې اغیز وکړي چې تمه یې کیږي ، د لوستونکو د مزاج پیژندل له لیکوال سره د لیکنې په تاثیرګذارۍ کې لوی لاس کوي .

زا: لفظي او معنوي محسنات

دلیکنې لفظي او معنوي جذابیت یو پراخ بحث د ی ، چې ښایي په د ې لنډو جملو کې ځای نه شي ، د لیکنې د ښایسته کولو لپاره ګڼ شمیر لفظي او معنوي روشونه شته ، د بیان ، بدیع او معاني علومو له مختلفو صنائعو تشبیهاتواو استعاراتو رانیولې بیا په استدلالي برخه کې د بیلابیلو تلمیحاتو ، اشاراتو ، متلونو او اشعارو تراستعمال پورې .

د دې لپاره چې لیکوال خپل لیکنه له لفظي اړخه ښایسته اوله استدلالي اړخه پیاوړې کړي ، باید د  الهي اونبوي (صلی الله علیه وسلم )اقوالو ، حکیمانه خبرو ، متلونو ، اشعارو ، قطعو ، طنزونو ، تشبیهاتو ، تلمیحاتو ، کنایو اونورو ښایسته اصطلاحاتو یوه لویه ذخیره په حافظه کې ولري ، ترڅو په خپل وخت ترې مناسبه استفاده وکړي .

حا : محتاط او هدفمند اوسیدل

او وروستۍ خبره د اچې لیکوال بایدد لیکنې په مهال محتاط ، امانت د ار ، د روند او هدفمند واوسي ، لیکوالي یې باید یوازې د الله تعالی د رضاء او اعلاء کلمة الله لپاره وي ، او د اسې څه ولیکي چې د قیامت په ورځ ورباندې شرمینده نه وي .

دا بحث په همدې اړوند د یوه عربي شاعر په څو بیتونو رانغاړو چې وایي :

وما من کاتب إلا سیفني
ویبقی الدهر ما کتبت یداه
فلا تکتب بکفک غیر شیئ
یسرک في القیامة أن تراه

ژباړه : هر لیکوال به فنا کیږي ، مګر لیکنې به یې پاته وي ، نو چې د اسې د ه یوازې هغه څه ولیکه چې د  قیامت په ورځ یې په لیدلو خوشاله شې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x