افغانستان

بېلابېلو پېښو کې ۱۱ اربکیان او ۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۱ اربکیان او ۵ د ملي اردو عسکر وژل شوي دي.

د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د طالبانو په یوه برید کې ۱۱ اربکیان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدالزي منلې چې طالبانو بېګا شپه ناوخته د دغه ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په امنیتي پږستو برید وکړ چې څو ساعته دوام وروسته پای ته ورسېد.

عبدالزي زیاته کړې چې په برید کې ۸ پولیسو او ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې ویلي چې بېګا د شپې ۱ بجه یې د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۷مه ویاله سیمه کې د تورخم – جلال اباد په لوی سرک پرتې پوستې برید وکړ.

مجاهد زیاته کړې چې ملګرو یې پوسته نیولې، ۱۱ اربکیان يې وژلي او په پوسته کې موجوده ټوله درنه او سپکه وسله یې «غنیمت کړې ده».

مجاهد د خپل یو ملګري وژل هم منلي دي.

د یو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو په بریدونو او بمي چاودنو کې د ملي اردو ۵ عسکر وژل شوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي پرته له دې چې د عسکرو د وژل کېدو دقیق ځای څرګند کړي ویلي چې دغه عسکر په تېرو ۴۸ ساعتونو کې وژل شوي.

عظیمي د ۲۷ طالبانو د وژلو، ۱۲ ټپي کېدلو او ۵ کسانو د نیولو ادعا هم کړې.

د عظیمي د ادعاوو په اړه طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د دفاع وزارت دغه ادعاوې رد کړي دي.

ددغو بریدونو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې تېره شپه طالبانو د کندهار ښار د قاضي غلام دانې او پنځمې حوزې اړوند د بريښناکوټ په امنیتي پوستو ډله یېز بریدونه وکړل چې څو ساعته یې دوام وکړ.

طالبانو په دغه برید کې د قومندان مقري په شمول د ۲۵ عسکرو د وژنې ادعا کړې خو کندهار امنیتي چارواکو بیا د ۴ پولیسو مرګ – ژوبله منلې ده.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار ښار کې د طالبانو له لورې پرونۍ جګړه په داسې حال کې پېښیږي، چې د ګډ حکومت د نوي کابېنې له لارې د کورنیو چارو وزارت ټاکل شوي وزیر جنرال نور الحق علومي دغه ولایت ته سفر کړی و. علومي پرون سهار کندهار کې وویل چې د جنوبي ولایتونو امنیت ته به لومړیتوب ورکړي.

د کندهار ښاریانو په وینا امنیتي ځواکونو د وزیر د راتګ لپاره د ۲۴ ساعتونو لپاره د ښار ټول سړکونه او لارې تړلې وې او سخت امنیتي تدابیر یې نیولي ، خو دا چې طالبان څرنګه وتوانېدل، چې له دومره سختو امنیتي تدابیرو سره ښار ته ننوزي او په دوو سېمو کې پر یوه وخت جګړه پيل او په ساعتونو ساعتونو مقاومت وکړي، په اړه یې څوک څه نشي ویلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x