
د دفاع وزیر نشتوالي، افغانستان د ناټو له بحثه ووېست
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د دفاع وزیر د نشتوالي له امله د ناټو غړو هېوادونو افغانستان له بحثه ویوست.
د ناټو له یرغل څخه تر اوسه دا لومړی ځل دی چې د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې د افغانستان په مسایلو بحث نه کېږي، دغه ناسته تېره پنجشنبه د فبروري په پنځمه نېټه د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناټو په مرکز کې ترسره شوه، چې د افغانستان د دفاع وزیر د نشتوالي له امله افغانستان د دې ناستې د بحث په لړلیک کې نه و.
اسوشیټډ پریس د یو امریکايي چارواکي له خولې لیکي چې په دغه ناسته کې د بحث په لړلیک کې د افغانستان نوم ځکه نه و، چې دې هېواد تر اوسه پورې خپل د دفاع وزیر نه دی ټاکلی.
د دې چارواکي له قوله په ناسته کې د افغانستان د دفاع د وزیر ګډون مهم و، ځکه چې باید د نویو پرمختګونو او ستونزو په اړه يې معلومات وړاندې کړي وای.
د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په دې ناسته کې د اسلامي دولت ډلې د ګواښونو او د اوکراین د امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو.
ګډ حکومت له نږدې څلور میاشتې وروسته خپله کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي، چې پکې د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر شیرمحمد کریمي د ولسي جرګې له لوري د بریا لپاره د تاييد رایې تر لاسه نه کړې.
ناټو په افغانستان کې خپل پوځی ماموریت د ۲۰۱۴ میلادي کال له پای ته رسېدو سره جوخت پای ته ورساوه او د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او تمویل دندې ته اوږه ورکړه، سره له دې چې ناټو په تېرو دیارلسو کلونو سربېره لاهم افغان عسکر روزي، خو افغان دولت پاکستان ته هم خپل شپږ عسکر د روزنې په موخه لېږلي دي.