افغانستان

غور: د سیمه ایزو قومندانانو تر منځ په جګړه کې نهه تنه ووژل شول

arbakianنن ټکی آسیا: په غور ولایت کې د سیمه ایزو قومندانانو تر منځ په نښته کې ۹ تنه ووژل شول او دوه ټپيان شول.

د غور ولایت څخه عیني شاهدینو او امنیتي چارواکو نن ټکی آسیا ته وویل چي تیره شپه ناوخته د غور ولایت د دولینه په ولسوالۍ کې ددوو سیمه ایزو قومندانانو محمود او قومندان نصرالله تر منځ شخړه را منځته شوه، چي له امله يې د دواړو خواوو څخه نهه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

ویل کیږي چي دواړه قومندانان له پخوا څخه ستونځي لري، او کله کله يې تر منځ نښته هم را منځته کیږي، او ورته پيښي په څو نورو سیمو کې د پخوانیو قومندانانو تر منځ هم را منځته شوي دي، چي له کبله يې کله کله درنه مرګ ژوبله هم رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x