افغانستان

کندهار: په سرتېرو بریدونو کې د قومندان په ګډون پنځه ویشت تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه شاوخوا اته بجې د کندهار ولایت په مرکز کې د دوو سرتېرو بریدګرو له لوري په څلورمه او نهمه امنیتي حوزه کې جګړه پیل شوه چې شاوخوا درې ساعته يې دوام وکړ.

په یاده جګړه کې چې تر نږدې نیمه شپې يې دوام وکړ، د قومندان په ګډون پنځه ویشت تنه دولتي عسکر او مامورین وژل شوي دي.

طالب ویاند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوی دوو تنو ملګرو عبدالرحمن او سیف الله د کندهار ښار په څلورمه او نهمه امنیتي حوزه بریدونه کړي، چې په خبره يې تر یوولسو بجو يې مقاومت کړی دی.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بریدګر لا په یوولیسو بجو هم د جګړې په حال کې و، خبرپاڼه کاږي: «ماخوستن په ۱۱ نیموبجو مجاهدینو دټلفون په واسطه خبرراکړ چې په ماموریتونوکې میشت دقومندان مقري په شمول ۲۵ تنه ګوډاګیان یې ځای پرځای ووژل اوګڼ شمېر نوریې سخت ژوبل کړل.»

د کندهار سیمه ییز چارواکي هم مني چې دوو تنو بریدګرو په څلورمه او نهمه امنیتي حوزو کې بریدونه کړي، چې د کندهار د والي د ویاند له قوله څلورو تنو ته پکې مرګ ـ ژوبله اوښتې.

د کندهار د والي ویاند ضیاء درانی وايي چې په نهمه حوزه کې د برید په مهال یو پولیس وژل شوی او په څلورمه امنیتي حوزه کې درې تنه پولیس ټپیان دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت نوي وزیر په جنوبي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت سمون پخپلو لومړیتوبونو کې ګڼلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x