شعـــــرونه

غزل – نوید عمرخېل

د غرور قد یی که شمشاده پورې ورسېده
زما هم عزم تر فرهاده پورې ورسېده

سترګې یی پټې کړې قاتل باڼه یی وجنګول
د ظلم زور یی تر جلاده پورې ورسېده

د پښتانه همت سیلۍ لا په خندا وردرومي
ستړی توپان دلته فریاده پورې ورسېده

د کوم یو ځوان د چاودېدلي لاس هنر به وي دا

چې هان! قدرت یی تر پولاده پورې ورسېده

هله بیا پوه شئ! د اجل په دار ختلې (نوید)
که کوم رقیب یی تر مراده پورې ورسېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x