ورزش

پر سعید اجمل د توپ اچونې بندیز ختم شو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې پاکستان د تکړه توپ اچوونکی سعید اجمل توپ اچونې طریقه سمه بللې او په نړیوالو لوبو کې د ګډون اجازه ورکړی.

د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا خپره شوې اعلاميه کې لیکل شوي چې سعید اجمل تیره میاشت د هندوستان په چنای ښار کې د توپ اچونې ازموینه کې بریالی شوی او کولی شي نړیوالو لوبو کې یو ځل بیا ګډون وکړي.

د کرکټ نړیوالې ادارې په وینا نوموړی توانیدلی د خپلې توپ اچونې زاویه د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا ټاکل شوې درجې ته ورسوي.

د سعید اجمل سربیره د بنګله دیش توپ اچوونکی سهاګ غازي د توپ اچونې طریقه هم سمه وبلل شوه او نوموړي ته هم د نړیوالو لوبو اجازه ورکړل شو.

سعید اجمل د کرکټ نړیوالې ادارې د دې پریکړې په ځواب کې وویل: «خپل توپ اچونې طریقه بدلولو لپاره ما ډیر زیات کوښښ کړی او الله تعالی ما ته د دغو زحمتونو بدل راکړ.»

سعید اجمل د توپ اچونې ۱۲ طریقې بدلولو وروسته په دې توانیدلی چې خپل د توپ اچونې طریقه بدله او قانوني کړي. خو سعید اجمل ویلي چې نه غواړي نړیوال جام کې لوبې وکړي خو که بیا هم کرکټ بورډ ترې وغواړي نو دغو لوبو کې ګډون لپاره تیار دی.

تیر کال د پاکستان او سریلانکا تر منځ لوبه کې د سعید اجمل توپ اچونې طریقه ناسم وبلل شو چې وروسته بیا د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا له بندیز سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x