افغانستان

ننګرهار: د شیرزاد په ولسوالۍ کې یو تن اربکی د خپلو ۳ ملګرو سره ووژل شو

arbaki_forceنن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د شیرزاد په ولسوالۍ کې نن د جمعې په ورځ د اربکیانو یو تن قومندان ووژل شو.

د سیمي څخه عیني شاهدانو خبر ورکړ چي نن د جمعې په ورځ د شیرزاد ولسوالۍ د طوطو په سیمه کې په یوه کلي کې د هغې میلې د ځای سره نیژدې چي هره جمعه په همدې سیمه کې جوړیږي، یوه چاودنه وشوله، چي له کبله يې د اربکیانو یو تن قومندان چي سید احمد نومیده ځای پر ځای ووژل شو،

او دهغه سره درې تنه نور اربکیان هم ووژل شول.

هغوی زیاته کړه چي د میلې سره نیژدې د یو څو ونو لاندي به دغه اربکیان هره جمعه کښينستل، چي نن ورباندي ځای پر ځای کړه شوي ماینونه پرې وچاودېدل.

اربکیان د بهرنیو ځواکونو له خوا مسلح کړه شوې قومې ملیشې دي، چي خپل د سیمي امنیت د طالبانو په ضد نیسي، او وخت ناوخته د طالبانو له خوا په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x