نظــر

د سيمې په اړه د سعودي نوي پاچا پلانونه؛ هيلې، اندېښنې او څرګندونې

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

دې ورځو کې د ګردې نړۍ سترګې د سعودي د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز پر لور دي، چې د ځانګړي شاهي فرمان له مخې يې خپل ۳۴ باوري او نږدې کسان پر مهمو دندو وګومارل او اوس نړۍ په دې تمه ده، چې سلمان راتلونکي لپاره څه پلانونه لري او سيمه کې خليجي او نورو هېوادنو سره خپلې اړيکې څرنګه پر مخ بيايي.

شاه سلمان بن عبدالعزيز تېره دوشنبه د وزيرانو شورا ته په خپله لومړنۍ ناسته کې وويل، چې هېواد يې له سختو مسؤوليتونو سره مخ دی او هيڅکله به د سعودي د بنسټګر عبدالعزيز بن عبدالرحمن السعود لاره پرې نه ږدي او د نوموړي پر لاره به روان وي.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزير دکتور عادل الطريفي وايي: «د سيمې، اسلامي هېوادونو او نړۍ په اړه د سعودي عربستان روانه پاليسي کې به هيڅ بدلون نه راځي او موږ هوډ کړی، چې د عربي او اسلامي نړۍ خدمت وکړو او نړۍ کې د امنيت او اقتصادي ودې په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»
دا ډېرې ښکلې او خوږې خبرې دي، مګر نوې نه دي. د دې خبرو له لوستو وروسته پوښتنه دا ده، چې د سعودي عربستان په کورني او بهرني سياست کې به څه بدلون راځي؟ د سوريې، فلسطين، ليبيا او مصر په اړه به د نوي پاچا پاليسي څه وي؟

ايا شاه سلمان به هم د خپل مړه ورور ملک عبدالله په پله روان وي، چې د بشارالاسد مخالفو وسله والو وسلې او مالي مرستې ورکړي، تر څو د بشارالاسد نظام نسکور کړي او که په دغه پاليسي کې به يو اړ خيز بدلون راولي او سيمه کې په ځانګړې توګه د اسلامي دولت ضد جګړې په اړه به خپل اولويات غوره کوي.

ايا اشغال شوي فلسطين کې به د جهادي ډلو ملاتړ وکړي؟

ايا حماس جهادي ډلې سره به همداسې پرېکون او د محمود عباس حکومت سره به ملاتړ روان وي، چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري؟

«شاه سلمان له څلويښتو کالو راهيسې د فلسطين او سعودي د اړيکو مسؤول دی او زما په فکر اوس هم دا دنده لري»

ايا نوی پاچا به د مصر ولسمشر عبدالفتاح سره خپلې اړيکې او مرستې همداسې بې خرته روانې ساتي او د مصر په ګډون په ګرده نړۍ کې به د اخوان المسلمين د وژلو او نيولو ملاتړ ته دوام ورکوي او که دغه ګوند سره به يو ځل بيا خپلې اړيکې ورغوي؟

د شيعه ايران او سني ترکيې په اړه به يې پاليسي څه وي او په دغو دوو سيمه ييزو قوتونو کې به کوم هېواد سره د کومو اصولو او معيارونو له مخې اړيکې ټينګوي.

دا او داسې نورې پوښتنې بيړنيو لنډو ځوابونو ته اړتيا لري.

کله چې موږ دا وايو، چې د ګردې نړۍ سترګې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض پر لور دي، نو خبره مو بې ځايه نه ده، ځکه چې رياض په سيمه ييز او نړيوال سياست کې ډېر مهم رول لري او د سيمه ييزو چارواکو هر ګام او هره وينا د يوې قوي خبرې نښه بلل کيږي.

ډېرو څارونکو په دې اړه هم انديښنې څرګندې کړې، چې د دوبۍ حاکم محمد بن راشد، د ابو ظبۍ ولي عهد محمد بن زايد او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ولې د ملک عبدالله جنازې ته نه و راغلي؟
ځينې څارونکي په دې اند دي، چې د پخواني پاچا عبدالله د واکمنۍ پر مهال چې د سعودي او اماراتو تر منځ کوم ايتلاف او قوي اړيکې جوړې شوې وې، د ملک سلمان راتلو سره دا اړيکې که له يو مخه ويجاړې نه شي، نو بيخي ډېرې به کمزورې شي.

د سعودي او اماراتو د اړيکو او پايلو په اړه د قطر رسنيو ډېر بحثونه او څېړنې وکړې او وايي، چې د دې اړيکو او ايتلاف کمزوري به د خليجي هېوادونو په بهرني او کورني سياست کې ډېر بدلون راولي.

بله خبره دا ده، چې د تونس «النهضة » ګوند مشر لارښود، که د اخوان غړی نه دی، مګر اخوانيانو ته نږدې سټه بلل کيږي د سعودي نوي پاچا شاه سلمان سره د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز په مړينه غمرازي څرګنده کړه. ايا له دې وروسته به د اخوان په اړه د سعودي پاليسي کې بدلون راشي، چې اوس يې ورسره هر ډول پرېکون او دښمني راخيستې؟ ځينې خلک لا له دې هم مخکې ځي او رسمي ديني کړيو سره د ملک سلمان د نږدې کېدو او ليبرالانو عربو څخه د هغه لرې والي خبرې هم کوي او په دې اړه د خپل ورور عبدالله پر ضد روان دی، چې هغه ليبرالان ځانته نږدې کړي او اسلامپال يې لرې کړي وو.

کېدای شي دا خبرې سمې وي، مګر زموږ د معلوماتو له مخې شيخ راشد الغنوشي د سعودي له شاهي نظامه اجازه غوښتې وه، چې ملک عبدالله د فاتحې او نوي پاچا ته د مبارکۍ لپاره سعودي ته ورشي او په زړه کې يې دا خبره وه، چې سعودي سره د نوو اړيکو دروازه پرانيزي.
دا هماغه غنوشي دی، چې سعودي چارواکو دوه ځله په احرام کې د سعودي له هوايي ډګره شړلی و او ګناه يې دا بلل شوې وه، چې دی اخوانی دی.

د غنوشي له غوښتنې وروسته د سعودي له خوا نوموړي ته د ورتګ اجازه ورکړای شوه او سعودي ورته هرکلی ووايه.

بايد وويل شي، چې د تونس د پخواني ولسمشر زين العابدين له نسکورولو وروسته نوموړي سعودي ته پناه يووړه او د غنوشي په مشرۍ الهضة ګوند پر سعودي نيوکې وکړې، چې ولې يې زين العابدين ته پناه ورکړه او هغه مهال يې له سعودي وغوښتل، زين العابدين دوی ته وسپاري.

تر اوسه په دې نه يو پوه شوي، چې د اماراتو لوړپوړي چارواکي ولې د مړه شوي پاچا عبدالله جنازې او دعا ته نه وو راغلي او يوازې ټيټ پوړي شيخان يې د دعا لپاره رالېږلي وو او اماراتو خوله پټه نيولې ده.
هغه څوک، چې اماراتو او سعودي د اړيکو د ويجاړېدو په اند دي، د دغو کسانو تر منځ د امارتو په رياست کې يو کارکوونکي ژورناليست دی، هغه پر ملک سلمان نيوکې کړي، چې د سعودي قوي شهزاده محمد بن نايف يې ولې د کورنيو چارو وزير، ولي عهد او د ملي امنيت او سياسي چارو مسؤول وټاکه.

د ملي امنيت او سياسي چارو کميسون کې کورنيو چارو، بهرنيو چارو، دفاع، اطلاعات او کلتور او حج وزارتونه شامل دي.

څارونکي دا هم وايي، چې محمد بن نايف او د دوبۍ د امير محمد بن زايد اړيکې له پخوا خړې پړې دي.
محمد بن زايد له شهزاده بندر بن سلطان، د عبدالله زوی شهزاده متعب او د شاهي ديوان پخواني رييس خالد التويجري سره قوي اړيکې درلودې، چې د ملک سلمان په لومړي فرمان له واکه لرې شول.

که ومنو، چې دا ټولې يا ډېری وړاندوينې سمې دي او کېدای شي پر ځای هم وي، نو خليجي چارواکي ډېرې خبرې پټې ساتي او هره پټه خبره د دوی له خولې راويستل په سرو زرو تلل کيږي او اوسنۍ پوښتنه دا ده، چې د سعودي او مصر اړيکې ترينګلې يا سړې شوي دي، دا خبره به څومره پر ځای وي؟

تر اوسه مصري چارواکو سعودي سره د اړيکو د ترينګلتيا په اړه څه نه دي ويلي او يوازينۍ نښه يې دا بلل کيږي، چې سيسي د عبدالله جنازې ته نه و راغلی، مګر مصري چارواکي وايي، چې سيسي د دافوس اقتصادي غونډه کې و او د سختو واورو او خرابې هوا له امله د نوموړي الوتکې پرواز نه شو کولای، نو ځکه  د ملک عبدالله جنازې ته نه و تللی.

سعودي عربستان د مصر د منتخب شوي ولسمشر دکتور محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته د مصر د نوي رژيم د ملاتړ په موخه له ۱۵ ميليارده ډالرو زياته پانګونه وکړه او له هغې وروسته د سعوي او مصر نوی سياسي او ستراتيژيک ايتلاف رامنځته شو، ترکيې سره يې اړيکې په ټپه ودرېدې، پر قطر يې فشار راوړ، چې د الجزيرې تلويزون خوله بنده کړي، له قطر څخه د اخوان المسلمين هغه مشران وشړي، چې دغه هېواد کې ژوند کوي، عراق، ايران او سوريې سره يې نوې اړيکې پيل کړې. ايا موږ دا تمه کولای شو، چې د سعودي د نوې واکمنۍ پر مهال دې اړيکو کې دې بنسټيز بدلون راشي؟

د دې خبرې غوڅ ځواب ډېر ګران دی او تر اوسه د ملک سلمان د لوبو پاڼې د هغه په سينه خوندي دي او ليدل يې ستونزمن دي او خلک له همدې د سعودي او مصر د اړيکو په اړه وړاندوينې کوي.

منل شوې خبره دا ده، چې کيدای شي، د سعودي په کړنلاره کې ډېر بدلون راشي؛ ځکه چې د سعودي د پاچاهانو عادت دا دی، چې د واک له تر لاسه کولو وروسته د هېواد سياست او ستراتيژي کې ډېر زيات بدلون راولي او ملک سلمان هم کېدای شي، د خپلو پخوانيو وروڼو په څېر د هېواد په کورني او بهرني سياست کې ژور بدلون راولي.

يوازينۍ خبره، چې ډېره څرګنده ښکاري، هغه دا، چې موږ د يوې قوي رسنيزې جګړې په درشل کې يو، چې ډېری خليجي هېوادونه به يې د يو بل پر ضد پيل کړي.

دغه رسنيزه جګړه د ميلياردونو ډالرو او قوي ژورناليستانو په مرسته پر مخ بوول کيږي او دغه جګړه به د خليجي هېوادونو د نوي سياستونو ښکارندوی وي.

هغه زمانه، چې ستونزې به د پردې تر شا حل کيدې او شخړې به په لنډه موده کې پای ته رسيدې، د ملک عبدالله په مړينه پای ته ورسيده.

عبدالله داسې و، چې د عربي خليجي قبيلې مشر ګڼل کېده، ټولو يې درناوی کاو او سره له دې، چې د نوموړي له ځينو کړنو سره يې مخالف وو، مګر ډېرو عربو مشرانو يې ډېر زيات عزت او درناوی کاو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سميع الرب

ايا دا حقيقت دي جه اردني بلوت سوزول شوي دي صحيح ثبوت يي شته اوهم داعش منلي دده سوزول

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x