خبرتیاوی او پیغامونه

د خیبر پښتونخوا افغان محصلینو اتحادیه وټاکل شوه

د پاکستان د پښتونخوا ایالت کې افغان محصلینو نوې اتحاديې خواجه علم ګل عالم رییس، اعجاز الحق منصف مرستیال رییس، رحیم جان د جنرل سکرټري په حیث وټاکل.

د راپور له مخې د جمعې په ورځ د افغان محصلینو د انتخاباتو کمیسون د مالدار شاه ځدران تر مشرۍ لاندې او د ګڼ شمېر افغان محصلینو په موجودیت کی یوه ستره غونډه د پیښور پوهنتون په پرل لان کې ترسره شوه.1 pic

د غونډې پیل د قران عظیم الیشان په څو مبارکو ایتونو سره د قاری صاحب معراج الدین لخوا وشو. د غونډې ګډونوالو هریو نبی جان ځدران، سید برهان اتل، انجنیر قدرت الله شیرانی، هارون ‌ذاخیلوال او ریاض الله زغم د غونډې ګډونوالو ته خپلې ویناوې وکړې. د افغان محصلینو د انتخاباتو عالي کمیسون د خیبر پختونخوا د افغان محصلینو نوی اتحادیې ته لاندې غړي د خدمت لپاره ونومول. (خواجه علم ګل عالم رییس، اعجازالحق منصف مرستیال رییس، رحیم جان جنرل سیکرټری، اسماعیل کبیر د خارجه اړیکو مسوول، یاسین افغان د داخله چارو مسوول، رفیع الله ناصری د مالیې مسوول، ثناالله د عامه اړیکو مسوول، عبدالوهاب ضمنی سیکرتر، معراج الدین د وینې د خدماتو مسوول، حشمت الله دانش کلتوري مسوول، عصمت الله د سپورتي چارو مسوول، خالد امیری د شخصی پوهنتونونو مسوول، عزت ذاخېلوال د مطبواعاتو مسوول، ارشاد د سکالرشپ مسوول او بصیرالدین د سکالرشپ د مسوول معاون، او عرفان الله د عامه پېښو ترتیبوونکی په توګه وټاکل شول.

محترم د ټولنې مشر عالم ګل عالم ژمنه وکړه چې په راتلونکی کې به د ټولنې لپاره بی سارې قربانی او د محصلينو خدمات لومړی ترجيح وي.

راپور: محب هارون مهمند
5 pic

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x