افغانستان

فراه: ۱۲ تنه وسلوال مخالفین د دولت د سولي د پروسې سره یو ځای شول

Farah_province_detail_map_432نن ټکی آسیا: د فراه ولایت امنیتي مسؤولینو ادعا وکړه چي تیره ورځ ۱۲ تنه طالبان د سولي د پروسې سره یو ځای شول.

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد غوث ملیار رسنیو ته نن وویل چي تیره ورځ د خاک سفید په ولسوالۍ کې د سیمي د خلکو په منځګړیتوب ۱۲ تنه وسلوال مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شول.

د نومړي په وینا دغو طالبانو خپلې وسلې او نور جنګي مهات هم امنیتي چارواکو ته سپارلي، او ژمنه يې کړې چي نور به د دولت په ضد په وسلوالو عملیاتو کې برخه نه اخلي.

تر اوسه طالبانو ددغه ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې تر مخه طالبانو ورته خبرونه په کلکه سره رد کړي دي، او دا يې د خپل دښمن پوچي ادعاوي او خپل د ناکامیو د پټولو لپاره ناکامي هڅي بللي دي.

باید وویل شي چي تیره ورځ طالبانو د همدې ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان ۱۸ عرادې موټر سوځولې وه، او یو شمېر چلونکو او ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x