افغانستان

کندوز: له طالبانو سره د همکارۍ په تور ۳۲ پولیس نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ادارې دوه دېرش پولیس له طالبانو سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.

د کندوز والي محمد عمر ساپی وايي چې دوی لومړی د څو پولیسو په اړه معلومات پیدا کړل چې له طالبانو سره اړیکي لري، وروسته يې د هغوی په وسیله دوه دېرش تنه له طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تور نیولي دي.

نوموړی وايي نیمه میاشت وړاندې يې په پولیسو کې د شکمنو پولیسو د نیولو هڅې پیل کړې وي، چې نن يې دوه دېرش تنه ټول هغه کسان چې د دوی په خبره له طالبانو سره مرستندوی و ونیول.

ساپي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نیول شويو پولیسو طالبانو ته معلومات ورکول او هم يې د وسلو مرسته ورسره کوله.

نوموړي وویل چې په کندوز کې د وروستیو ناامنیو سبب هم همدا دی چې نیول شويو پولیسو له طالبانو سره همکاري کوله، هغه وویل چې له دوی سره ځینو زنداني طالبانو هم ورته ویلي دي چې د کندوز په پولیسو کې له دوی سره مرسته کوونکي کسان شته.

د کندوز والي په دې اړه اندېښنه وښوده، چې کېدای شي لا هم د امنیتي کسانو په لیکو کې داسې کسان وي چې له طالبانو سره به تر دې هم ژورې اړیکې لري.

هغه له رسنیو سره په دې خواشيني څرګنده کړه چې د کندوز پولیسو په دوولسو کلونو کې هیڅ بدلون نه دی کړی او نه هم د کورنیو چارو وزارت له لوري پکې د سمون هڅه شوې ده.

د افغان عسکرو ترمنځ د طالبانو د نفوذ اړوند د ګډ حکومت لومړي مرستیال هم یو «خواشینوونکی» واقعیت ګڼلی و او څه موده وړاندې يې ویلی و چې د طالبانو ډېری بریدونه د افغان عسکرو په همکارۍ ترسره کېږي.

تر دې وړاندې هم د افغان عسکرو په لیکو کې یو پر بل باور بشپړ له منځه تللی بلل کېده، خو د پوځي کارپوهانو له نظره له دې پېښې وروسته به دغه بې باوري نوره هم غښتلي شي، چې ګټه به يې طالبانو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x