افغانستان

دوه نیم سوه زره مېرمنې په مخدره توکو روږدې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې پنځه لکه مېرمنې او ماشومان په مخدره توکو روږدي دي، چې نیمايي يې مېرمنې ګڼل کېږي.

د مخدره توکو پر ضد وزارت معین محمد ابراهیم ازهر وايي چې د دوی د څېړنو له مخې په ټول افغانستان کې یو میلیون او شپږ لکه کسان په مخدره توکو روږدي دي چې پنځه لکه يې ماشومان او مېرمنې دي.

ازهر وايي چې په تازه څېړنو کې ښوودل شوې چې له له یولک لس زره تر دوه نیم لکه یواځې مېرمنې په مخدره موادو روږدي دي، چې په خبره يې ډېرو يې لومړی له تریاکو کار اخیست خو وروسته په هیرویینو عادت شوې دي.

د ازهر په خبره د متعادو مېرمنو ډېره اندازه په کندهار، هرات، نیمروز، فراه او ننګرهار کې دي، چې په خبره په لرو پرتو کلیو کې اوسېږي.

د همدې وزارت په هڅو په ټول افغانستان کې یو سل اوه تنه د مخدره توکو د پرېښودنې مرکزونه جوړ شوي، چې اته ویشت يې په پلازمېنه کابل کې دي.
Farah-khabaryalan
له دې سره جوخت نن ټکی اسیا ته ازاد خبریال ننګیالی محمدي په خپل یو راپور کې په فراه ولایت کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې رسنیز ګروپ جوړیدو خبر ورکړی.

د راپور له مخې له یو ځانګړي روزنیز پروګرام وروسته په فراه ولایت کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د خبریالانو یوه، اتیا کسیزه کمېټه جوړه شوه.

د دې روزنیز پروګرام ترینر همایون ذهین وویل چې د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د فراه ولایت خبریالان وروزل شي او بیا یوه کمېټه ترې جوړه شي چې په دې ولایت کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه وکړي.

په فراه کې شاوخوا پنځوس زره په مخدره موادو روږدي کسان شته، چې پنځه زره یواځې مېرمنې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x