ورزش

نړیوال جام: پاکستان د جنید خان پر ځای راحت علي لوبوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د پاکستان غوښتنه چې غواړي د جنید خان پر ځای راحت علي ولوبوي منلې ده.

د پاکستاني لوبډلې تکړه توپ اچونکی جنید خان د خپل ټپ له امله د نړیوال جام له لوبډلې وویستل شو او د پاکستان کرکټ بورډ د نوموړي پر ځای راحت علي معرفي کړ.

راحت علي اوسمهال ۲۶ کاله عمر لری او د پاکستان لپاره یوازې یوه یو ورځنۍ لوبه کې چې په ۲۰۱۲ زیږیدیز کال کې د سریلانکا په خلاف و، ګډون کړی.

د راحت علي انتخاب د جنید خان پر ځای پاکستانیانو لپاره د منلو وړ نه دی او خلک د دغې هیواد کرکټ بورډ په درغلیو تورنوي ځکه چې پاکستان د جنید خان پر ځای نور غوره انتخابونه هم درلود.

د کرکټ نړیوالې ادارې وویل:« د نړیوال جام لپاره ټاکل شوی تخنیکي کمیټه د پاکستان غوښته چې راحت علي د جنید خان پر ځای ولوبوي قبلوي او پاکستان ته د دغې تبادلې اجازه ورکوي.»

هره لوبډله چې غواړي خپل لوبغاړی د ټپ له امله له بل لوبغاړی سره بدل کړی نو باید لومړی یو لیکل شوی پیغام له روغتیايي اسنادو سره د نړیوال جام لپاره ټاکل شوی تخنیکي کمیټې ته وسپاري چې دغه کمیټه له څیړونو وروسته به ځواب ورکوي.

پاکستاني لوبډله چې د ستونزو سره لاس و ګریوان ده، د جنید خان تر بندیز وروسته سعیداجمل باندې لګېدلي بندیزونه لرې شول چې ددغه هېواد لپاره نېکمرغه زیری دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x