افغانستان

هرات کې په موټر سایکل چلولو بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت چارواکو په دغه ولایت کې د دوه اونیو لپاره په موټرسایکل ګرځېدلو بندیز لګولی دی.

د هرات سرپرست والي اصیل الدین جامي نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې په موټرسایکلو بندیز هغوی ته چې جواز لري او یا هم جواز نه لري شامل دی.

نوموړي هغو کسانو ته چې د موټرسایکل جواز نه لري، ۱۵ ورځې ضرب الاجل وټاکه چې د ترافیکو ریاست ته مراجعه وکړي او اسناد ترلاسه کړي. «له هغې وروسته هېڅ یو موټرسایکل ته چې جواز نه لري د ګرځېدو اجازت نشته دی».

د هرات سرپرست والي له قوله دغه تصمیم یې تر هغه وروسته ونیولو چې د موټرسایکل څخه په استفادې د ترور پېښې زیاتې شوې او په دې اړه د نظامي او ملکي ارګانونو کمېسیون تشکیل شو او دوی پریکړه وکړه چې د موټرسایکل مالکان باید په ۱۵ ورځو کې جواز ترلاسه کړي.

د هرات ولایت لوړ پوړي چارواکي دغه طرحه په داسې وحت کې عملي کوي چې په تېرو ۵ ورځو کې ۱۰ تنه د هرات اوسیدونکي او پولیس د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا په نښه شول چې له منځه یې ۶ تنه ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

دغه کسان تر برید وروسته د بې جوازه موټرسایکل څخه په استفادې د پېښې د ځای څخه په تېښته بریالي شول.

د هرات سرپرست والي په دغې خبري ناسته کې وویل چې د ترور د مخنیوي لپاره تر ټولو عمده او اساسي لاره د بې اسنادو موټرسایکلونو په ګرځېدلو بندیز لګول دي.

جامي په وینا دوی په دې لټه کې دي چې په ۱۵ ورځو کې ټول موټرسایکلونه چې جواز سیر (ګرځېدلو جواز) او لایسنس نه لري، قانوني شي.

هغه ټینګار وکړ چې د ترور د ختمولو لپاره هر ډول اقدام ته تیار دي. نوموړي په عین حال کې دا هم وویل چې زیات شمېر تررو د هرات دننه یو مشخصه کړۍ کوي.

جامي دغه کسانو هویت څرګند نه کړ خو ویې ویل چې طالبان نه دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسیدونکي بیا د حکومت ددغه اقدامه خوښ نه دي او په وینا یې موټر سایکل باندې بندیز لګولو سره ستونزې نه حلیږي.

دوی وايي چې امنیتي ځواکونه دې خپل فعالیتونه پراخه کړي او د امنیت په تامینولو کې دې هلې ځلې تېزې کړي.

د هرات یو اوسیدونکی عبدالحلیم وايي چې څوک ترور کوی، هغوی يې له موټرسایکل پرته هم کوي، په موټر سایکل بندیز د ستونزې حل نه دی.

حلیم په باور ترور حکومتي کړیو کې ستر ستر چارواکي کوي او دوی هیڅوک نه نیولی شي او نه يې هم څوک مخه ډب کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x