افغانستان

غزني: د طالبانو سره په جګړه کې ۵ تنه پولیس ووژل شول

roadside_bomb_in_GhazniApril_18_2011نن ټکی آسیا: نن سهار د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د زردالو په سیمه کې د طالبانو او پولیسو تر منځ نښته را منځته شوله، چي له کبله يې د غزني ولایت د پولیسو د چارواکو په وینا ۵ تنه پولیس ووژل شول.

چارواکو ویلي چي د جګړې په ترڅ کې د طالبانو له خوا فایر شوی یو راکټ لانچر د پولیسو پر رینجر موتر ولګید، چي له کبله يې په موتر کې سپاره ۵ تنه پولیس ووژل شول.

هغوی دا نه دی ویلي چي په دې جګړه کې به د طالبانو له خوا کوم تلفات اوښتې وي او کنه، او نه هم طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه کوم ډول راپور خپور کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x