افغانستان

عمران خان: د پښتونخوا پولیس به نور افغانان نه تنګوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره لیدلي او ژمنه یې کړې چې په خیبرپښتونخوا کې به نور پولیس افغان مهاجرین نه تنګوي.

د پېښور تر برید وروسته پاکستاني پولیسو د افغان مهاجرینو په تنګولو لاس پورې کړی دی او د قانوني اسنادو په درلودلو سربېره يې نیسي، زندانونو ته یې اچوي او پیسې ترې اخلي.

د مهاجرینو د نړيوال سازمان راپور چې نن /شنبه، سلواغې ۱۸مه/ خپور شو، په کې ویل شوي چې تېره مياشت کې ٢٢زره افغان مهاجرین له پاکستان څخه په زوره ویستل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې پاکستاني پوليسو په دې موده کې شاوخوا څلور زره افغان مهاجرین بنديان کړي هم دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفیر جانان موسی‌زي د پاکستاني سیاستوال عمران خان په شمول د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر او نورو چارواکو سره د عمران خان په کور کې وکتل.

خبرپاڼې له مخې په لیدنه کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او له تېرو دوو میاشتو راهیسې پر نیونو او ویستلو خبرې اترې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې عمران خان ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د خیبرپښتونخوا ایالت پولیس او قانون نافذونکي ادارې افغان مهاجرین نه ځوروي.

افغان سفیر جانان موسی زي د پښتونخوا حکومت د چارواکو څخه مننه وکړه چې په تېرو څو لسیزو کې يې د افغان مهاجرینو ساتنه کړې.

سرچېنه زیاتوی چې په دغه ناسته کې همدا راز په دې موافقه وشوه چې په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسلګري به د خیبرپښتونخوا حکومت سره یوځای یو کمېټه جوړوي څو د افغان مهاجرینو ستونزې وڅېړي.

که څه هم عمران خان ژمنه کړې چې پولیس به نور افغان مهاجرین نه ځوروي خو په پښتونخوا کې مېشت افغان مهاجرین بیا وايي چې حکومت زیات شمېر پریکړې د کاغذ پر سر پاتې کیږي او عملي بڼه نه ورکول کیږي.

په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو ملت پالو نشنلیانو ګوند په ۵ کلنه دوره کې افغان مهاجرین د تېرو څو لسیزو په پرتله ډير وځورول شول او زیات شمېر افغان مهاجرین د عمران خان د ګوند حکومت ته ډير خوشبېنه و.

خو د پېښور تر برید وروسته د خیبرپښتونخوا حکومت د افغان مهاجرینو په نیولو او ځورونو  یو ځل بیا پیل وکړ.

افغان مهاجرین وايي چې پاکستان دې د تېرو ۳ لسیزو په ښو اوبه نه تویوي او د دوی د نېونې او ځورونې څخه دې لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x