افغانستانخبرونه

د کمېسیون غړی: د ټاکنو کمېسیون اوسني غړي دې ګوښه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): داسې ښکاري چې د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون اصلاحات اوس د ګډ حکومت د شریکو اړخونو ترمنځ په یوې بلې ناندرۍ بدل شوي. تېره اوونۍ د اروپايي اتحادیې یوه غړي حتا د دې وړاندوینه هم وکړه چې که د ټاکنو کمېسیون کې لازم اصلاحات رانه شي شاید د «ملي یووالي» د حکومت د پاشلتیا لامل شي.

همداراز تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني خپل دویم مرستیال ته دنده سپارلې وه چې د ټاکنو کمېسیون له چارواکو سره د اصلاحاتو په تړاو سلا مشورې ترسره کړي. د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال، آصف آشنا په دې باب وویل: «ولسمشر له هر چار سره مشورې کولای شي، دا یې شخصي کار دی؛ خو اجرایي صلاحیت بیا د حکومت کار دی».

اوس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه غړي په زغرده ویلي دي چې د تېرو ټاکنو د بحراني کېدو عاملین د ټاکنو کمېسیون اوسني غړي دي. سریر احمد برمک وايي: «کله چې یوه ستونزه حل نه شي، نورې ستونزې زېږوي».

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون اوسني غړي د ټاکنو په بهیر کې اصلاحات غواړي. مګر ستونزه په تېرو درغلیو کې وه چې دوی یې نه یادوي.

د ګډ حکومت اجراییه ریاست له ولسمشر څخه غواړي د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسیون تشکیل کړي او نور «وخت ضایع» نه کړي.

په ټوله کې، ستونزه دا ده چې د ګډ حکومت له منځ ته راتګ څخه وړاندې د ټاکنیزو لانجو پر مهال د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د اوسني ولسمشر اشرف غني ټیم په درغلیو تورن کړی و. له همدې امله اوس د ګډ حکومت دغه اړخ پر ولسمشر فشار راوړي چې د ټاکنو کمېسیون اصلاحاتو چټک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x