افغانستان

قيوم کرزى: دسولي په خا طر باید تیر کړه هیر شي

 دQaum_Karzaiسولي دعالي شورای غړو ددولت پر وسلوالو مخالفینو باندې ږغ وكړ، چې د سولې پيل شوي كاروان ته لبيك ووايي. دوى زياتوي، چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد مسلې د مذاكراتو له لارې حل شي. په خاكريز ولسوالۍ كې د سولې د عالي شورا د دارانشا د رييس معصوم ستانکزي، د قومونو او قبايلو چارو وزير او په سويل لوېديز زون كې د امنيتي چارو د همږغۍ رييس اسدالله خالد، قومي مشر عبدالقيوم كرزي، د ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر ولسي مشرانو دغه ولسوالۍ ته د سفر پر محال د ځايي خلکو سره د يوې پراخې غونډې پر محال وليدل.

 

ولسي مشران وايي، جګړې په افغانستان كې خپل مفهوم له لاسه وركړى اوبايد څومره چې ژر كېدلاى شي، د سولې او مذاكراتو له لارې د افغانستان روانه جګړه پاى ته ورسېږي. قومي مشراو د جمهور رپيس كرزي مشر ورور عبدالقيوم كرزي وويل چې په جنوب كې روانه جګړه د پښتنو تر هره كوره رسېدلې او نور په چا كې د جګړې توان نه دى پاته. ده، پر ولس باندې ږغ وكړ، چې په خپل قوت سره خپلو عنانوي مسايلو ته پاملرنه وکړی او د يوه واحد مشرتابه په چوكاټ كې روانو ستونزوته د پاى ټكى كښېږدي. ښاغلي كرزي دغونډي برخه والوته  وويل چې د حكومت په پيل كې به ځينو كسانو ته زيان اوښتى وي، خو په وينا يې سهوې او اشتباګاني له هر چا څخه كېږي. ده زياته كړه، چې تېر بايد پر هير حساب شي او د خپل ملك د باثباته كېدو په هدف بايد افغانان نورونه وژل شي. د سولې د عالي شورا د دارالنشا رييس محمدمعصوم ستانکزي وويل، چې د دولت افغاني وسله وال بايد د سولې روان كاروان ته لبيك ووايي او بايد افغانان تر خپل منځ د ورور وژنې د پاى ته رسېدو لپاره د مذاكراتو لاره خپله كړي. بايد وويل شي چې په كندهار ولايت كې ۲ ورځې د سولي حوزه وي غونډه تر سره شوه . په دې ترڅ كې د جنوبي حوزې سپين ږرو او بانفوذه اشخاصو د سولي د راتګ په موخه بېلابېل بحثونه وكړل . چارواكي وايي، د سولې د عالي شورا له مركزي دفترڅخه غوښتنه شوې چې خپلو محلي دفترونو ته د پراختيا تر څنګ زيات امكانات په واك كې وركړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x