نړۍ

د امريکا په اټلانټا کې د بريدګر په ګډون پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳): د امريکا سي ان ان تلويزون وايي، چې د جورجيا ايالت اټلانټا ښار په يوه لرې پرته سيمه «ډوګل کاونټي»کې يو بريدګر د يوې اوو کلنې ماشومې په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه وژلي، دوه يې ټپيان کړي او وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.

سي ان ان د اټلانټا پوليسو له قوله وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، د بريد لامل او د بريدګر هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی، مګر دومره ثابته شوې، چې بريدګر د وژل شوو کسانو نږدې خپلوان دی.

وړمه ورځ هم يو لبناني الاصله امريکايي ډاکټر خپله ښځه ووژله او ورپسې يې خپله هم ځانوژنه وکړه.
امريکايي رسنيو ويلي و، چې وژل شوې ښځه د ډاکټر رجا فياض ملګرې و، مګر د امريکا سټيټ ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې ليکلي، چې وژل شوې ښځه د ډاکټر رجا فياض پخوانۍ ښځه وه او تر اوسه يې د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

په دې وروستيو کې لويديزو هېوادونو او په ځانګړې توګه امريکا کې د مرموزو وژنو لړۍ زور اخيستی او د څارونکو په اند تر ټولو مهم لاملونه يې د «اسلامي دولت» ډلې د پټو وسله والو بريدونه او کورني تاوتريخوالي ښودل شوي دي.

امريکايي چارواکي تر اوسه د دغسې بريدونه په مخنيوي يا کمولو کې پاتې راغلي دي.
څارونکي وايي، چې د داسې پېښو بنسټيز لامل د کورني نظام نه شتون او ګډوډي ده او دا پېښې نن سبا د امريکا او لويديزې نړۍ د ورځني خبرونو برخه ګرځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x