نړۍ

مولانا صوفي محمد په ملي خيانت تورن شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د خيبر پښتونخوا سوات سيمې سپينږيری عالم او د نفاذ شريعت محمدي ګوند مشر مولانا صوفي محمد ديموکراتيک نظام غير اسلامي بللو له امله په ملي خيانت تورن شو.

پيښور کې د تروريزم ضد محکمې په خپله پرېکړه کې مولانا صوفي محمد د هغو تورونو له امله باغي او ملي خاين وګاڼه، چې څو کاله وړاندې يې د سوات سيمې په يوه جلسه کې ديموکراتيک نظام غير اسلامي بللی و.

مولانا صوفي محمد له دغه ډول تورونو انکار کوي او د محکمې له لوري لګيدلي تورونه په کلکه ردوي.

تروريزم ضد محکمې د مولانا صوفي محمد د قضيې پرېکړه د روانې فبروري مياشتې تر ۲۱مې نېټې وځنډوله.

مولانا صوفي محمد له تېرو شپږو کالو د پېښور په زندان کې د بغاوت په تور پروت دی او ګناه يې دا بلل کيږي، چې نوموړی ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي او د سوچه اسلامي نظام د نفاذ غوښتنه کوي.

څه موده وړاندې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان انصاف غورځنګ د احتجاجي ناستې پر مهال د پاکستان ملتپال عوامي نيشنل ګوند رهبري مشر او سناتور حاجي عديل د يوې تلويزوني وينا پر مهال وويل، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران د پاکستان پارلمان او ګرد نظام ته سپکاوی کوي او ټول نظام جعلي بولي، څو مياشتې يې د پارلمان لاره بنده کړې، وکيلان او چارواکي د پارلمان له وروستۍ دروازې راځي او په څرګندو ټکو له دې نظامه د بغاوت اعلان کوي او هيڅوک يې باغي او ملي خاين نه بولي، مګر مولانا صوفي محمد او له هغې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند مشران خان عبدالغفار خان، ولي خان، اجمل خټک او ګڼ نور مشران د وړو تورونو له امله د پاکستان په نظام کې ملي خاينان او باغيان بلل شوي وو.

حاجي عديل او ګڼ نور سياستوال وايي، چې دا دوه مخيز چلند دوی ته د منلو وړ نه دی.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان ګڼ سياستوال او سياستپوهان ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر هيچا تر اوسه دغه خلک باغيان او خاينان ونه بلل.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند بسټګر او ستر اسلامي مفکر مولانا مودودي هم ديموکراسي کفر بولي او پارلمان يې د الهي نظام پر وړاندې د مصنوعي خدايانو نظام بللی، همدا رنګه د جمعيت علماء اسلام بنسټګر مفتي محمود هم وايي، چې له اسلامي نظام پرته هر نظام کفر بولي.

د پاکستان تنظيم اسلامي ګوند پخوانی مشر او دعوتګر ارواښاد ډاکټر اسرار هم جمهوري نظام غير اسلامي بولي او له همدې امله يې اعلان کړی و، چې له ټاکنيزې لارې اسلام راوستل بې ځايه هڅې دي.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن څه موده وړاندې لاهور کې د خپل ګوند کلنۍ غونډه کې وويل، چې د ديموکراتيک نظام له لارې اسلام راوستل د جهاد د مخنيوي په معنا دي او له دې لارې هيڅکله اسلام نه شي راتلی او دا لار يې غير اسلامي بللې او هېواد کې يې د اسلامي نظام د راوستو يوازنۍ لار جهاد في سبيل الله بللې.

د سياسي چارو وتلی کارپوه او مشهور پاکستانی سيکولر ژورناليست حسن نثار او وتلی کالم ليکونکی شاعر،ليکوال او لوړپوړی متقاعد افسر اوريا مقبول جان هم ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر تر اوسه هيچا دغه خلک خاينان نه دي بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

که چرته په اسلام – او اسلامی فتوا ګانو کښی د پاکستان او یا د پاکستان حکومت ګټه وه نو دوی ښه اخوانیان او ښه مسلمانان او مبلغین او مجاهدین که چرته ددوی پاکستان یا پنجاب ته پکښی تاوان وو نو بیا داسی مسلمانان وژنی لکه چی په سوات – باجوړ- اورکزی اجنسی- وزیرستان او په لعل مسجد کی یی ووژل.

Hameed

د پاکستان غرب زده لاسپوڅی او بی دینه چارواکی داسی فکر کوی چی ددوی دا ناروا کارونه به د پاکستان له امن او ثبات سره مرسته وکړی خو نه یوازی دا چی له امن او ثبات سره به یی مرسته ونه کړی بلکه پاکستان به نور هم د تباهی او بربادی خوا ته ورټیل وهی د یوه مملکت د وخت د وزیر داخلی چی قل هو الله نه وی زده نو بیا په کوم اساس به ددی مملکت نظام اسلامی وبلل شی له دی خو داسی معلومیږی چی هغه سیکولر او غرب زده به په خپل ټول عمر لمونځ هم… نور لوستل »

یتیم زابلی

پاکستان غواړی د اسلام نمایندګی یوازی تبلیغیانو ته وسپاری چی ماډرن او غبر مضر ( کفری نړۍ ) ته تشخیص شوی او اسلام د جمهوریت په چوکاټ کی عملی کړی

الحاج استاذ بیانزی

اوس به خلکو ته لا په ډاګه شوی چه پاکستان د اسلام په اساس یو اسلامی خپلواک هیواد جوړ شوی او که د اسلام خلاف په منځنی اسیا او د هند په لویه وچه کی د اسلامی نظام دمخنیوی له امله د سیمی دوهم اسراییل جوړ شوی زه دغه د لویدیز خرو چارواکو ته وایم که دا درسره ومنو چه اسلام دموکراسی او دموکراسی اسلام دی نو بیا ولی داسلامی نظام په پلی کیدو مو پرتوګونه وځی ، که اسلامی نظام رامنځته شو معنی یی دا چه دیموکراتیک نظام رامنځته شوی . د دوی هدف دا چه عوام الناس ټول… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x