افغانستان

کډوالو نړیوال سازمان: پاکستان ۲۲ زره افغان مهاجرین ویستلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې د پېښور تر برید وروسته زرګونو افغان مهاجرینو له دې کبله چې پاکستاني پولیسو لخوا وځورول شول، پاکستان پريښې دی.

په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان مشر ریچارډ ډانزیګر ویلي چې یواځې د جنورۍ په میاشت کې ۲۲زره نا راجستره افغان مهاجرین د تورخم سرحد له لارې افغانستان ته اوښتي چې د ۲۰۱۴ز ټول کال په پرتله دوه چنده زیات دي.

تقریبا ۱۵۰۰۰ کسان د پاکستان لخوا په جنورۍ کې افغانستان ته اړول شوي چې د دسمبر په پرتله دوه چنده دي.

د ریچارډ دې ته په اشارې چې پاکستان د هر ناوړه عمل مسوولیت په افغان مهاحرینو اچوي، ویلي: «هر کله چې یو ډاروونکی کار وشي، مسوولیت يې پر بهرنیانو اچول کیږي».

د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې هغه افغان مهاجرین چې په پاکستان کې اوسیږي وايي چې د پولیسو لخوا ځوریږي، پولیس يې په کورونو چاپې اچوي او په زور یې ویستلو ته مجبوروي.

د ریچارډ ډانزیګر په وینا زیات شمېر افغان کورنۍ په پاکستان کې د څو لسیزو راهیسې مېشت دي او زیات خو يې داسې دي چې پاکستان کې پیدا شوي او دا معلومه نه ده چې هغوی به څومره وخت افغانستان کې تېروي.

هغه وویل چې د جنورۍ په لومړنۍ اونۍ کې ۳۵۰ افغان مهاجرین افغانستان ته تلللي چې د هغو شمېر د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې د ۱۴زرو څخه زیات شو او په دغه شمېر کې د زیاتیدو نور امکان هم شته دی خو د مهاجرینو بېرته ورتګ د افغانستان په اقتصاد دروند بار دی.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ خیبرپښتونخوا کې د حاکم ګوند (تحریک انصاف) مشر عمران خان په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی‌زي سره ژمنه کړې چې په پښتونخوا کې به نور پولیس افغان مهاجرین نه ځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x