افغانستان

فراه: په بکوا کې طالبانو د اکمالاتي کاروان ۱۸ عرادې موټر له منځه وړي

نن ټکی آسیا: تیره شپه طالبانو د فراه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کې نیژدې ۱۸ اکمالاتي لوی موټر سوځولي دي، او یو شمیر ساتونکي او چلوونکي يې مړه او ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي خبر ورکړ چي تیره شپه طالبانو د بکوا ولسوالۍ په پوزکي سیمه کې دبهرنیانو پر یو لوی اکمالاتي کاروان برید وکړ چي په ترڅ کې د کاروان اته تنه ساتونکي مړه او څلور نور ټپیان شي دي.

نومړي زیاته کړه چي په دغه برید کې ۱۸ عرادې اکمالاتي موټر په بشپړه توګه وسوځول شول.

خو په لویدیځ کې د پولیسو ویاند عبد الروف احمدي رسینو ته ویلي چي تیره شپه طالبانو د بکوا او بالابولک په سیمه کې دغه برید ترسره کړ… چي له امله يې د کاروان پنځلس لوی باروړونکي موټر سوځول شوي دي.

د نومړي په وینا په دغه برید کې یو موټر چلونکی مړ او ۵ نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x