نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه (یوولسمه برخه)

لیکوال: رحیم بریال

له حمامه راووتم سترګې لاسونه او پښې یې بیا هم را وتړلې ، دوو عسکرو مخ پر وړاندې په یوه نامعلوم لورې کش کړم داسې چې ایلا مې د پښو سرونه ځمکې ته لګیدل، له یوه اوږده مزله وروسته په څو دروازو دننه شوم یوې زیرزمینې ته لاندې یې په زینو کې ښکته کړم، ښي او کیڼي خواته یې تاو راتاو کړم بلاخره په یوه اوږده دهلیز یې وربرابر کړم ،ښه اوږد مزل مو وکړ عسکر یو ځل بیا وچ یو نوم وویل ما هم ټو زیرو پور پور ځواب ورکړ عسکر ښه ډاډه شو چې نوم یې سم زده کړی ، ټو زیرو پور پور یانې زه یې د یوې کوټې دروازې ته ودرولم ،دروازې ته ناست د یوه عسکر په لاس کې کیلی وشرنګیدې ،دروازه یې خلاصه کړه زه یې ورټیله کړم او په ډیر زور یې دروازه بیرته بنده کړه ، څو شیبې غلی ولاړ وم ، د  came on په ویلو ددروازې په لورې ورغلم په یوه وړوکي کړکۍ کې یې زما لاسونه د پخوا په شان بهر ته وویستل ،زولنې یې پرانستلې ،عینکې او ګوشکی مې دده په غوښتنه په کړکۍ کې بهرته وروغورځولې،دپښو زولنې مې پرانستل شوې او عسکر په خپله مخه ولاړ، اوس نو زه یوازې په تکه توره کوټه کې چې هیڅ مې نه تر سترګو کیدل پاتې شوم ،ټو زیرو پور پور مې په ذهن کې همداسې تکراریدل ،لاسونه مې لاندې په ځمکه وتپول ،کیناستم او یو دیوال ته مې ډډه ولګوله ، په ژورو سوچونو کې ډوب شوم ،اوس نو زه او سوچونه و چې ښه ملګرتیا مو سره پاللی شوه، ذهن ته مې د کیوبا زندانیانو په اړه یوه ترانه راغله چې:

نه مې پالنګ نه مې بستر شتـــــــــه ، نه مــې د تـــورو او څڼو لاندې بالختونه ــ ادې!
د کیوبا جیل کې بندیوان یــــــم ، نه مـــــې دشپې شته ،نه مې دورځې شته خوبونه ــ ادې!

په کورکې به مې کله چې دا غمګینه ترانه دسجاد په خواږه غږ کې اوریده نو ورسره به دکیوبا زنذانیان رایادیدل،ددوی مظلومیت،بې کسی او بې وسی به ډیر دردولم ،له سترګو به مې بې اختیاره اوښکې توییدې ،په پسته او نرمه بستره به خوب کول راته ډیر بې خونده لګیدل او د زندانیانو له حال سره به ستره جفا راته ښکاریده ، کټ،بستره او بالخت به مې پریښودل، لاندې په هواره قالینه به څملاستم ،له یو څو دقیقو وروسته به مې سوچ وکړ چې ایا دکیوبا زندانیان به په هواره قالینه ویده وي ؟

بیا به مې وویل چې نه، نه ، قالینه چیرته وه ،دوی به شایید په وچ ډاګ ویده وي ،لاسونه او پښې به یې په زولنو کلک تړل شوي وي!

بیرته به مې د قالینې یوه څنډه واړوله او په وچ ډاګ به ویده شوم ،ترانه به همداسې ترسهاره غږیده ،ترڅو به چې ټیپ پخپله نه و بند شوي ، او زه به په ژړا ژړا کې همداسې ویده شوی وم.

له سترګو مې اوس هم ،همداسې اوښکې روانې وې ،ښه ډیر مې وژړل ،دومره ډیر چې ډک زړګی مې تش کړ،دماغي بوج مې لږ ورسره کم شو ،ګیله او ژړا په دې راغله چې ته وګوره ډاکټر نه نیول کیږي ،اینجنیر نه نیول کیږي ،فروفیسور نه نیول کیږي (مګر هغه چې اسلامپال وي) او یواځې او یواځې عالم، قاري ،حافظ ، مجاهد. . . . . . . . . . او د حق د لارې داعي په لاسونو کې زولنې اچول کیږي او تر ابده په تورو کوټو کې ساتل کیږي ،خو بیا هم شکر چې د غلامې تور داغ خو مو په ټنده ندې پورې ،څه ښه یې ویلي :

قسم دی بد ، لیدای شي ډیر د پښتنو غاړه کې
د غلامۍ ځنځیر به څو ګرځوي څو غاړه کې

بیا به مې پدې ځانته ډاډ ورکاوه چې ،مونږ هیڅکله هم باید دا احساس ونکړوچې بندیان یو، لږ تر لږه غلامان خو نه یو،بندیان او غلامان هغه دي چې د ارګ په څلوردیوالی کې دننه خوله او لاسونه د نورو په ایشارو خوځوي ،دهیڅ پریکړي او عمل اختیار نلري ،سیاف ،مجددي وګوره چې په کالونو کالونو دجهاد او مجاهدینو سر لاري پاتې شوي خو نن په کوم حالت کې واقع دي او د چا تر څنګ ودریدل ؟

دوی به د حشر پر ورځ د الله پر وړاندې څه ځواب ورکوی؟ او هغو سپیڅلو شهیدانو ته به څنګه سترګې پورته کوي چې ددوی په امر یې خپلې تنکی ځوانۍ د الله له دینه ځار کړې خو دوی یې په پاکو وینو تجارت وکړ او دکفر ترڅنګ ودریدل؟!

الحمدلله پروردیګاره ! پدې حال هم شکر چې ستا په نوم راوړل شوي یو ستا په هره پریکړه زمونږ رضا ده ،ستا په لار کې هره ستونزه مو سر په سترګو منلي ، نه مو دونیا پکار ده او نه مو ددونیا عیش و عشرت، یوازې ستا رضا مو د ژوند لومړی او وروستنۍ هیله ده!

نه دنیا نه مافیها در ځینې غواړم ،
ربه ستا رضا ،رضا درځینې غواړم !
*** *** ***** ***** *******
لست ابالي حین اقتل مسلما
علی ای جنب کان الی الله مصرعي

هیڅ باک یې نشته په هر اړخ چې وژل کیږم پداسې حال کې چې الله ته ګردن ایښودونکی(مسلمان) وم ،او همدغې ذات ته مې ورتګ دی.

سترګې مې درنې شوې ،خوب راباندې غلبه وکړه ،دبالخت پرځای مې بوټان سرته کېښودل او همداسې په درانه خوب ویده شوم .

یو وخت مې ویروونکي اوازونه تر غوږ شول ،

“هله خدای ته وګوری ،ویې خوړم ،بچ مې کړی ،ویې خوړم ،ویې خوړم!!”

یو دم له ځایه پورته شوم ،مخ پر وړاندې مې منډه کړه ،په ځان نشوم پوی،له مخامخ دیوال سره مې سر ولګیده،لاندې راولویدم،سر راباندې وڅرخید ،یوه شیبه مې په خپلو اعصابو زور راوړ ،له ځان سره مې سوچ وکړ،زه چیرته یم ؟او دا کوم ځای دي؟ دا نارې دې چا دي؟

یو څوګ لکه چې سپیو پسې اخیستی او دی مرسته غواړي ، یو څو کسان بیا کټ کټ خاندي.

اواز ورو ورو په رانیږدې شو ،د سپیو تیزه غپا اورم ، له منډې او ستړیا یې تیز اسویلی خیژي ،سپي دوه دانې مالومیږي خو چیغې وهونکی یو سړی دی ،دسړي چیغې د سپیو په غپا کې ورکې شوې او سړی یې په خوله کې ونیوه ولاړ نندارچیان کټ کټ له خندا شنه شول او اوازونه غلي شول.

زه هم حیران شوم ،پخپلو غوږو مې باور نه راته، خدایه دا څه اورم ؟! خوب وینم او که دا څه عجیبه او ویروونکی غوندې حال دی؟!

یوه شیبه ښه انتظار شوم چې ودریږه څه پيښیږي ، خو نور مې هیڅ وانه وریدل ،بیرته په ویروونکو سوچونو کې ویده شوم ،سترګې به مې سمې نه وې سره ورغلي چې بیامې د پړانګانو او ویروونکو وخشي حیواناتو شور ماشورتر غوږ شو ،یوڅیروونکی حیوان په نورو حیوناتو پسې منډه کړي ،زه یې د پښو ښکالو او اواز اورم چې یو دم بل حیوان په مزبوطو پنجو کې را ایسار کړي او کلک یې په ستونې کې ونیسي .

اوس نو پوی شوم چې دا د رښتیاوو پېښې نه دي بلکه یو صوتي ویروونکي کیسټې دي چې زمونږ د ویروولو په خاطر یې کله بند او کله یو دم بیرته چلان کړي ، په لومړیو کې به اوازونه ټیټ و نو ما به دا ګومان کاوه چې زمری ،پړانګ یا سپی له ډیر لیري ځایه راروان دي خو کله به چې اواز ورو ورو په زیاتیدو شوو نو ما به دا فکر کاوه چې څیروونکی حیوان مې مخامخ خولې ته ولاړ دي ، ناڅاپه به چې هر څه چوپ شول نو داسې به مې انګیرله چې حیوان مې اوس دڅیروولو انتظار باسي.

نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x