افغانستان

ننګرهار کې درې میلیونه نیالګي کېنول کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی به د خلکو په همکاري سږ کال په ننګرهار کې درې میلیونه میوه لرونکي او نه ميوه لرونکي  نیالګي کېنوي.

د ننګرهار سرپرست والي عطءالله لودین د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په مهال وویل چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د نیالګیو کېنول یوه ښه لاره ده.

د ننګرهار سرپرست والي د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د يو نیالګي په کېنولو سره په ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ او په خلکو يې غږ وکړ چې د خپل هېواد په ښېرازۍ کې برخه واخلي.

د ننګرهار د کرهڼې ریاست رییس انجینر حمیدالله نظیر هم وویل چې دوی د خپل ریاست له لوري اته زره او سل نیالګي کېنوي او په نورو ادارو يې هم غږ وکړ چې له ولس سره یو ځای د نیالګیو په کېنولو سره د هېواد د جوړونې په دې برخه کې ونډه واخلي.

د کرهڼې رییس له خلکو وغوښتل چې باید په دې کمپاین کې برخه واخلي او ور سره جوخت د نیالګیو د ساتنې په اړه هم جدي پام وکړي.

ننګرهار چې په همېشه بهار هم مشهور دی، اوسېدونکي يې دا کار ښه ګڼي او وايي چې په دې برخه کې خپل وس ونه سپموي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکي عبدالله جان د نن ټکی اسیا ځايي خبریال ته وویل چې دوی به دغه کمپاین له ښاره تر ولسوالیو او کلیو رسوي او په ټول ننګرهار کې به د نیالګیو کېنولو لپاره خپلې هڅې کوي.

ياده دې وي په دې برخه کې د جمعیت اصلاح افغانستان غړي هم نږدې هر کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلوي چې پراخ ولسي هرکلی يې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x