نړۍ

سعودي شهزاده: مصر کې د پوځي کودتا ملاتړي بايد محاکمه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳): د سعودي د بنسټګر ملک سعود لمسی سعود بن سيف النصر وايي، چې مصر کې د منتخب ولسمشر پر ضد د پوځي کودتا ملاتړ کوونکي باید محاکمه شي.

د ملک سعود لمسی د ملک عبدالله له مړينې وروسته دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څارونکي په دې اند دي، چې د مصر او سعودي اړيکې په خرابيدو دي.

شهزاده سعود په خپل ټويټر پاڼه کې په ګڼو پيغامونو کې دا څرګندونې کړي، چې سعودي چارواکو مصر کې د پوځي کودتا لپاره شل ميليارده ډالر ولګول او د مصري ولس ژوند کې هيڅ بدلون را نغی، بلکې د مصري ولس وينې يې تويې کړې او د دواړو هېوادونو ولسونه يې د غم په ټغر کينول.

شهزاده سعود په خپل ټويټر پيغام کې د ملک عبدالله د واکمنۍ پر مهال د شاهي ماڼۍ د ديوان رييس او ملک عبدالله ځانګړی رازدار او سلاکار خالد التويجري نوم ياد کړی، چې مصر کې يې د سيسي په مشرۍ د پوځي کودتا ملاتړ کړی او ميلياردونو ډالر يې د دغې کودتا لپاره لګولی او د نوموړي د محاکمې غوښتنه يې کړې ده.

د ملک عبدالله له مرګ وروسته نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په خپل لومړني فرمان کې خالد التويجري له دندې ګوښه کړ او داسې اوازې دي، چې خالد الوتيجري له هېواده تښتېدلی دی.

دا لومړی ځل دی، چې د سعودي شاهي کورنی يو مهم غړی په داسې څرګندو ټکو مصر کې د پوځي کودتا پر ضد خبرې کوي او په داسې وخت کې، چې پخوانی پاچا عبدالله مصر کې د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي پر ضد د پوځي کودتا تر ټولو قوي ملاتړی و او د سيسي په مشري کودتايي رژيم سره يې شل ميليارده ډالر مرسته هم کړې وه.

شهزاده سعود په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «سعودي چارواکو دغه شل ميليارده ډالر جنرال سيسي ته په کوم نوم ورکړي؟ دا مرستې دي، پور دی او که کوم بل شي لپاره؟»

« د سعودي ولس ميلياردونه ډالر بايد د ولس د ښې رازۍ په موخه لګول شوي وای او چارواکو دا ميلياردونه ډالر داسې يوې لوبې کې ولګول، چې موږ ته يې هيڅ ګټه او زيان نه شته»

«ملک سعود داسې يو جنرال ته شل ميليارده ډالر نه و ورکړي، چې خپل ولس پرې ووژني، نه يې لبناني پوځي ته څلور ميليارده ډالر ورکړي و او نه د يمن، عراق او سوريې د ويجاړلو لپاره بودجه ځانګړې کړې وه.»

«ملک سعود رحمه الله به د علماوو درناوی کاو او اصلاح غوښتونکي علماء به يې نه سپکول، بلکې د هغوی په اصلاحي خبرو به خوښيده»

شهزاده سعود بن سيف النصر په خپل ټويټر پيغام کې دا هم ويلي: «هېواد کې بايد د غربي کلتور مخه ونيول شي او د هغو کارونو مخنيوی وشي، چې د حرمينو سپکاوی بلل کيږي.»

«قضاء بايد هغه بندي علماء خوشې کړي، چې د اصلاحي ويناوو له امله بنديان دي او هيڅ تور پرې نه دی ثابت شوی.»

شهزاده سعود وايي: «خالد التويجري او د هغه ملګري نه يوازې چې بايد له دندو ګوښه شي، بلکې دی او د ده ملګري بايد د خيانت په جرم بايد محاکمه شي تر څو د دواړو هېوادونو وروڼه ولسونه ډاډه او خوښ شي.»

د عربي چارو څارونکي وايي، چې د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز واکمني به عربي نړۍ په ځانګړې توګه مصر سره اړيکو کې يو مخيز بدلون راشي او تر ټولو لويه نښه يې دا بلل کيږي، چې د پخواني پاچا عبدالله په جنازه کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د اماراتو حاکمانو ګډون نه و کړی.

داسې هم ويل، چې ملک سلمان د خپل ناسکه ورور عبدالله پر خلاف دينداره سړی دی او هڅه کوي، چې رسمي ديني کړۍ ځانته نږدې کړي او عرب ليبرالان يې له ځانه لرې کړي او په همدې موخه يې د خپل لومړني شاهي فرمان له مخې د خالد التويجري په ګډون د ملک عبدالله څلورديش نږدې او باوري کسان له دندو ګوښه او پر ځای يې خپل باوري نږدې کسان وټاکل.

د سعودي د پاچاهانو عادت دا دی، چې د واک له تر لاسه کولو وروسته د هېواد سياست او ستراتيژي کې ډېر زيات بدلون راولي او ملک سلمان هم کېدای شي، د خپلو پخوانيو وروڼو په څېر د هېواد په کورني او بهرني سياست کې ژور بدلون راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو احمد سمیع الله

الله تعالی د نور هم توفیق ورکړی جه ځان لازیاد په حقایقو بوه کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x