افغانستان

دزابل اوسیدونکي پدغه ولایت کی دولتي اداري دوي ته په نه پاملرنه تورنوي

zabul_peopleددغه ولایت ډیری اوسیدونکی شکایت کوی اووایی چی اکثره مهال ددولتي ادارومخي ته په ورځوورځودکاردخلاصون په موخه انتظار کوي خوکارونه یی پروخت نه خلاصیږي .

دوي وایی ټولي دولتي اداري یوازي دورځي تردولسو بجو کار کوي پداسی حال کی چی رسمیات  تر۴ بجو پوري دی.

یاد اوسیدونکی غوښتنه کوی ترڅو لوړ پوړي چارواکی ددغه ستونزي مخنیوی وکړي او خلکو ته پر وخت کار ورخلاص کړي.

پرهمدی مهال دزابل محلي چارواکی دخلکو ستونزي پرځای بولي .

مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی تیره ورځ یی دیوي اداري غوندي په ترځ کی ټولو رئیسانو ته لارښونه وکړه ترڅورخپلورکارونورته پاملرنه وکړي اوتر۴ بجو پوري په رسمي چوکاټ کی خلکو ته خدمات وړاندی کړي.

ښاغلي رسولیار زیاتوی چی دسرغړوني په صورت کی د یادو ادارو سره قانون چلند کوی.

دزابل دغه اوسیدونکی پداسی حال کی ددولتي ادارو څخه د کار دنه کولو له امله شکایت کوی چی ددغه ولایت اوسیدونکی دلیرو پرتو سیمو او ولسوالیو څخه دکار دخلاصون لپاره مرکز ته راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x