افغانستان

ننګرهار کې د ځمکو د غاصبینو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالي زرګونو تنو اوسېدونکو په دې ولسوالي کې د ځمکو د غاصبینو پر ضد لاریون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل – جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

لاریون کوونکي د حکومت او د ځمکو د غاصبینو پر ضد شعارونه ورکول او ویل يې په سره رود ولسوالي کې زور واکانو چې ډېری دولتي چارواکي دي زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قومندان وايي چې دوی به د لاریون کوونکو د حقونو په اړه پلټنه وکړي او په خبره غصب شوې ځمکه به د زور واکانو له واکه خلاصه کړي.

د لاریون یو تن ګډونوال حاجي سمیع الله وايي چې دوی تر دې وړاندې هم د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ته خپل غږ رسولی دی خو په خبره غوږ يې پرې نه دی ګرولی، نوموړي د نن ټکی اسیا ځايي خبريال ته وویل: «والي، قومندان او ټول چارواکي له دې غاصبینو سره یو لاس دي، که د دوی مرسته ورسره نه وي هغوی دومره زړه نه شي کولای.»

تر اوسه روښانه نه ده، چې د لاریون کوونکو غږ به په څومره وخت کې واورېدل شي خو ګواښ يې کړی چې که يې غږ وانه ورېدل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x