fbpx

هرات: د نفوسو د ثبت ادارې کارکوونکو اعتصاب كړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): په هرات کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتصاب کړی دی.

د یادې ادارې تر اتیا ډېرو غړو د معاشونو د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی دی او وايي چې له څلور میاشتو راهسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د دې ادارې امر ملیار کاکړ وايي چې د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د دې ادارې مربوطو څانګو کاري اعتصاب کړی دی، هغه وايي چې دوی ته له څلورو میاشتو راهیسې معاشونه او اداري لګښتونه نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې  دی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په دې ولایت کې د اداري فساد د مخنیوي او ښې ادارې رامنځته کولو په خاطر ګڼ دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړل، خو لا يې هم ښې پایلې نه دي لرلې.

تر دې وړاندې هم په هرات ولايت کې د عامه نظم پولیسو د معاشونو د نه ورکړې له امله لاریون کړی و او ویلي يې و چې له لومړیو ولسمشریزو ټاکنو راهیسې ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزارت پخوانیو مسوولنیو پر دې ټينګارکاوه، چې که نړیوالې مرستې ورته ونه رسېږي، نو افغان دولت د خپلو ادارو د لګښتونو او خپلو کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې وس نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د