افغانستان

ریان کروکر: تیري ورځي بریدونه کی دحقاني ډلي لاس درلود

Ryan-Crocker-543(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۴)کابل: په افغانسان کی دامریکي دمتحده ایالاتو سفیر ریان کروکر دیوي خبري غونډي پرمهال وویل په کابل کي دامریکی پرسفارت اودناټوځواکونو پرمرکزي قومنداني باندی په بریدونوکی دحقاني ډله لاس لري، نوموړي زیاته کړه له پولي څخه هغه لورته میشت دحقاني ډله له افغان طالبانو اوالقاعده دواړو خواوو سره یوشانتي اړیکی لري.

کروکر له خبري رسنیو سره به خبرو کی وویل دابه دافغانستان، پاکستان اوټولي نړی په ګټه وی چي دحقاني ډلي په شمول هغه ټول وسلوال جنګیالي په کنټرول او ولکه کی راولي کوم چي دپولي هغه غاړي ته خوندي ځایونه لري.

تیره ورځ  وسلوالو طالبانو په کابل کی دامریکا سفارت اودناټو ځواکونوعموي قومنداني ترسختوبریدونولاندی راوستلي وه، چی جګړه نن سهارله ۲۰ ساعتونو مقاومت څخه وروسته پای ته ورسیده، دامریکي سفیر په خپلو خبرو کی وویل دحقانی ډلي له لوري به دارنګه بریدونه په افغانستا دنړیوالي ځواکونو له لخوا وکورنیو قواوو ته دامنیت دسفارولو پروسه ناکامه نکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x