نادري ناولده

نوی نړیوال ریکاډ؛ یو انځور په ۳۰۰ میلیونه ډالر وپلورل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): دغه رسم چې «کله واده کوې؟» په نامه سره یادیږي او د فرانسې یو انځورګر لخوا چې «ګوګا» نومیږي په ۱۸۹۲ زیږیدیز کال کې رسم کړی و. دغه انځور تر دې مهاله د سویس هیواد یو نادرو انځورونو ساتونکی سره و.

د ځینې نا تایید شوي راپورونو پر بنسټ دغه انځور د قطر یو موزیم اخېستی دی.

له دې وړاندې هم د قطر هیواد د یو انځور لاسته راوړلو لپاره د تاریخ تر ټولو زیاتې پیسې ورکړې وې په ۲۹ ملیونه او ۹ لکو ډالرو په بدل کې یي د یو بل فرانسوي انځورګر «سیزان» لخوا رسم شوی انځور پیریدلی و.

د ګوګا دغه انځور له دې لیلام وړاندې د سویتزرلینډ هیواد بیزل ښار اوسېدونکی روډولف سټیشلن نومې کس ملکیت و.

له څو لسیزو دغه تصویر د بیزل ښار په یو موزیم کې ځړول شوی و خو د امریکايي رسنیو په وینا د روډولف او دغه موزیم تر منځ د نظر اختلاف د دې لامل شو چې روډولف د دغه انځور د خرڅولو پریکړه وکړي.

روډولف سټیشلن نیویارک ټایمز ته په مرکه کې ویلي چې نوموړی نه غواړي نړیوالو ته د پیریدونکي د هویت په اړه معلومات وړاندې کړي.

تر دې مهاله دا هم ندی معلوم چې دغه لیلام په کومه سیمه کې ترسره شوی خو د ځینې راپورونو پر بنسټ دغه انځور د قطر هیواد په یو اوسیدونکی خرڅ شوی. د قطر دولت تر دې مهاله د دغې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ځینې پخواني معلومات په ډاګه کوي چې د قطر شاهي کورنۍ په وروستیو کې زیاته اندازه پیسې د اروپايي رسامانو د انځورونو پیریدلو لپاره لګولی.

قطر هیواد د ثقافت پخوانی وزیر شیخ سعود بن محمد الثانی چې تیر کال وفات شو له دولتي خزانې څخه یو میلیارد ډالر له اروپا څخه تاریخي انځورونو پیریدلو لپاره لګولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx