نظــر

له څرک مجلې سره یوولس کلنه یارانه

قاري حبیب

شوق او علاقه هم عجیب شی دی چې کله خو بیخي په سړي نخرې کوې د الله تعالی تقدیر دی چې زما په خټه کې یي له مطبوعاتوپه تیره له مجلو،ورځپاڼو او نورو چاپي نشریو سره شوق ایښی دی،دا شوق مې لومړی هغه مهال پیدا شو چې په ماشومتوب کې دماما په کور کې د یوه زاړه اخبار په کلکسیون واوښتم، دماما کره د یوې شپې په نیت تللی وم،خو د زړو اخبارونو مطالعې داسې مصروف کړم، چې په ناخبرۍ کې مې دری شپې وکړې.

د طالبانو د حکومت په مهال مې د ولایت په مرکز کې زده کړې کولې،مدرسې ته به کله ناکله شریعت اخبار راتلو، اخبار به په اداره کې پروت و،خو زما به ورته داسې تلوسه وه لکه دتږي چې اوبو ته وي،هسې په بهانه به مې کوښښ کاوو چې ادارې ته ورشم اواخبار راغلا کړم،الله تعالی مې دي نه ازمویي خو چې خپل ځان ته ګورم که څوک راته د پیسو بنډلونه هم پریږدي غلا به یي نه کړم، خو که چیرته کومه نایابه مجله یا اخبار په لاس راغی کیدای شي تر خپله وسه یي د ځان کولو هڅه وکړم.

د اخبار سره د هغه مهال مینې ته چې اوس سوچ کوم بیخي دلیونتوب تر حده وه،که په بازار کې به مې د اخبار ټوټه پیدا کړه نو دوړې به مې ځیني وڅنډلې او په جیب کې به مې کیښود ترڅو یي په مناسب فرصت ولولم ،زما د یوه هم صنفي پلار په بازار کې دوکان درلود،چې هره اونۍ ورته اخبار راتلو،له هماغه همصنفي سره مې یوازې دهمدې اخبار لپاره اشنایي توده کړې وه، چې له خپل دوکانه به یي اخبار راته راووړ، خیر له اخبار او مجلې سره د لیونۍ مینې کیسې دومره زیاتې دي چې که ټولې لیکم شاید دامطلب ډير اوږد شي دلته به یوازې له څرک مجلې سره د خپلې یارانې کیسه درسره شریکه کړم .

امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ او دطالبانو حکومت یي ونړاوو،د امریکایانو له یرغل څو میاشتې وروسته د ولایت مرکز ته لاړم ، څه ګورم چې د بازار په څنډو کې د نی په نامه غرفې جوړې شوي او دلۍ دلۍ اخبارونه او مجلې په کې پرتې دي،د مجلو په لیدلو مې ځانګړي خوښي احساس کړه، د کلید،ملالۍ،روز،هفته نامه کابل،صبا، پرواز ،زنبیل غم او په ډيرو نورو نومونو اخبارونه او مجلې مې رانیول، خو چې مې وکتل له یوې مخې له اشغالګرانه تبلیغاتو،عریانۍ او نورو اسلام ضد مطالبو ډک وو، مجلې ښې ډیزاین شوي او اوډل شوي وي،خو منځپانګه یي داسې زهرجنه وه، چې چاته په ښودلو او حتی په کور کې په ساتلو یي شرمیدلم .

په دې مرحله کې که څه هم هرځای کتابخانې له اخبارونو او چاپي نشریو ډکې وې، تردې چې امریکایانو به د صلح او پخلاینې په نامه اخبار مفت تقسیمولو، خو په دې ټولو مطبوعاتو کې یوه نشریه هم داسې نه وه چې د کوم رښتیني مؤمن او متعهد فرهنګپال تنده یې خړوبه کړې وای .

زما په شان ددیني او ملي معیاري مطبوعاتو تږي مینه وال د اشغال راوړیو مطبوعاتو د دریاب په غاړه همداسې تږي پاته وو، چې نه خو یې د حق شعار بدرګه کوونکې کومه مجله یا کتاب موندلی شو او نه یې له غږیږو او تصویري رسنیو دغه تنده خړوبولای شوای .

رښتیا هم د اشغال د پیل کلونه سخته مرحله وه، نړیوال کفري ایتلاف په خورا غرور او لیونتوب کې و،هر څه یو اړخیز و او د مخالف هیڅ غږ برداشت یي نه درلود، راډیوګانو،اخبارونو او نورو رسنیو ټولو د بوش او بلیر مدحیې خپرولې په اشغال راوړیو موسمي رسنیو سربیره زموږ دهیواد او سیمي زیاتره هغه رسنۍ او لیکوالان چې ځانونه یي متعهد بلل او د اسلامپالنې او ژمنتیا ډبرې یي په سینه ټکولې هغوی هم قبلې بدلې کړې،د زور ، زرو او تزویر په وړاندې یي د ژمنتیا پښې ولړزیدې تردې چې په پای کې د غرب د تبلیغاتي یرغل په اتڼ ورګډ شول او ښه قلمونه یې په کې وڅرخول.

دا مهال نو د هر اخبار ، مجلې ، نشریې او هر لیکوال د لیکنې سروکی همدا وو چې : نړیوال مرستندویان،سوله ساتي ځواکونه، طالب ترهګر ، د طالبانو پاتي شوني، د طالبانو کرغیړن دور،جلالت مآب حامدخان کرزی او محترم جورج ډبلیو بوش او داسې نور ویوکي چې د متعهدو او په وطن ستي فرهنګپالو په زړونو د غشو غوندې ننوتل .

په داسې تپه توره شپه کې چې تروږمیو له څلورو خواوو هجوم راوړی وي،هرڅوک په شب کورۍ محکوم وي او د رڼا په وړاندې د تیارو استازو سرتاسري ایتلاف کړی وي،تاسو خپله پوهیږئ چې د رڼا دمینانو او د لمر څرک د تږو تلوسه به تر کومه لیونۍ او اوج ته رسیدلي وي.

زه او زما په شان د معیاري او حقاني ژورنالیزم مینان د ۲۰۰۴ م کال په لومړیو کې په همداسې حالت کې ګیر وو،له یوې خوا له مطبوعاتو سره ژوره علاقه وه له بلې خوا د یرغلګرو دروغجن او زهرجن مطبوعاتي هجوم و چې د مؤمنو فرهنګپالو په زخمونو یي مالګې دوړولې،د مطبوعاتي اختناق همدا د اوج شیبې وې چې یوه ورځ مې د مدرسې دیوه طالب په لاس کې په څرک مجلې سترګې ولګېدې.

هو کې، څرک د مطبوعاتي تورتم په اوج کې لومړنی څرک وهلی و، داسې څرک چې په لومړنيو شغلو یې د دروغجنو خفاشانو سترګې ړندولې، او د حق او حقیقت تږیو ته یې د سترګو ځلا وربښله ، د یرغلیز اختناق په همدې تورتم کې څرک زما په شمول د ډيرو سترګو ته ځلا ورکړه،ډیرو لوستونکو او د مطالعې مینوالو د څرک په رڼا لار ومونده، تردې چې ددښمن د ګمراه کوونکو تبلیغاتو او تزویرونو له شر څخه په امن پاته شول ، داشغال او استعمار اهدف یي وپیژندل او په مقابل کې یي دمبارزې او جهاد ډګر ته وړاندې شول .

د مدرسې له طالب څخه مې څرک مجله دمطالعې لپاره واخیسته،نه پوهیږم لومړنۍ که دوهمه ګڼه وه، ځيني عنوانونه مې یي اوس هم یاد دي، یو عنوان یي داوه : خالصه بیا دې خدای زلمی کړه . دغسې نور په زړه پورې جهادي،علمي او دعوتي مطالب په کې و، مجله مې په داسې تلوسه لوسته لکه کومه ورکه مې چې موندلي وي، له هماغه وخته مې له څرک سره د مینې تار واچاوه،سره له دې چې د ترلاسه کولو کوم ټاکلی ادرس یي راته معلوم نه و، خو له مختلفو لارو او تپ و تلاش نه په استفاده مې هڅه کوله چې دغه ښایسته میاشتنۍ مجله ترلاسه او خپل ادبي تنده ورباندې ماته کړم.

یو وخت د ولایت په مرکز کې یوه کتابتون ته لاړم، کتابتون له حکومتي او یرغل راوړیو مجلو او نشریو ډک و، مجلې مې لټ په لټ اړولې خو خوند یي نه راکاوو، د کتاب خرڅوونکي راته فکر شو، لاندې باندې یي راته وکتل، له ږیرې، جامو او نورو مشخصاتو یي وپیژندلم چې طالب دی ،پرته له دې چې څه ووایي د میز لاندې يي لاس دننه کړ او د څرک مجلې تازه ګڼه یي راوایسته، مخې ته یي راته ونیوه او ویي ویل : واخله ملاصاحب !

ما چې مجله ولیده سمدستي مې دقیمت پوښتنه ترې وکړې او مجله مې واخیسته، پوښتنه مې ترې وکړه چې آیا تاسو دا مجلې همیشه خرڅوئ، دوکاندار چې ډیر محتاط و،راته وویل موږ یي پټې خرڅوو،دلته راځي خو موږ یي پټې ساتو، مراجعینو ته ګورو او داسې څوک چې پوهیږو له داسې مجلې سره علاقه لري یوازې هغوی ته یي ښکاره کوو او اوس ددې مجلې همدغه ځانګړي خریداران پرې اموخته شوي او له موږ څخه یي وړي.

څرک مې پرلپسې لوسته چې په ګټورو معلوماتو او فکري روښانتیا سربیره یي د لیکوالۍ او فرهنګپالۍ شوق هم را کې وپنځاوو، یو وخت مې دا ارمان و چې کاشکې مې کوم شعر یا لیکنه په دې مجله کې چاپ شوي وای،مجلې ته مې په یوه ادرس شعر ورواستاوو پرته له ځنډه په کې چاپ شو، له دې وروسته مې دڅرک له کارکوونکو سره د لیدلو او همکارۍ تلوسه وه، او بیا مې الله تعالی هغه ارمان هم پوره کړ، هغه ورځ مې تراوسه په یاد ده ، چې د یوه ملګري د رالیکلي ادرس له مخې له ګڼې ګوڼې ډک ښار کې د څرک په مخفي ادرس پسې ګرځیدم،څو ځایه مې بازاري ترانسپورت تبادله کړ ،له ډکو سرکونه او تنګو کوڅو تیر شوم،د یوه پله په سر ودریدم ، څلورو خواوو ته مې وکتل،خو لوری رانه ورک و، زه چې د ویرې او شوق احساساتو اخیستی او په یوه مخفي هدف پسې لالهانده وم ځان راته د نسیم حجازي د تروږمۍ مسافر د داستان اتل ایسیدو، هغه چې د غرناطې په اشغال شوي ښار کې ، د ډار او خطر له احساس سره له البسین مسجد څخه راوزي او د مجاهدینو په مخفي ادرس پسې کوڅې او لارې پل کوي.

بالاخره مې د څرک پټ دفتر وموند،یوه تیاره کوټه چې تنګې کوڅې ته یي کړکۍ او دروازه وتلې وه،په کوټه کې یوه میز ، یوکمپیوتر او ورسره دوه څوکۍ ایښې وې،په څوکیو دوه تنه ځوان فرهنګي مجاهدین ناست و، زه داسې مهال ورغلم چې یوه ورته لیکنه لوسته او دوهم تن یې په کمپوز بوخت و،همدا ورک او ګمنام فرهنګي مورچل د څرک مطلع و،همدې مجاهدینو د مطبوعاتي تکتیم په اوج کې د جهاد او استقلال غږ پورته کړی و،همدوی او څو نورو ګوتشمیر ملګرو یې دیرغلګرو نړیوال رعب او دهشت مسخره کړی او په ډاګه یي د حق او حقانیت چیغه بدرګه کړې وه .

څرک سره له دې چې په امتحاني حالاتو کې یې څرک وهلی و او له بیلابیلو، موانعو، ستونزو او ابتلاوو سره یي ‌ډغرې وهلې،تردې چې څو ځله له خطراتو سره مخامخ شوه خو دادی د یرغلګرو د تیښتې ترمهاله یي خپل متین ګامونه جاري وساتل او ساه یي ستړې نه شوه.

څرک مجلې تر یوې لسیزې د اوږده او پیوسته سفر له امله زموږ دهیواد په تاریخ د یوې ثابتې او نه هیردونکې نشریې په حیث ځان ثبت کړ،دا مجله لکه څومره چې د محتوی د افادیت او اهمیت له اړخه کمسارې ده، دامکاناتو نشتوالي او د ظروفو تنګوالي ته په پام سره یې استقامت او تداوم هم تر یوې ژورنالیستکي حماسې کم نه شي ګڼل کیدای.

څرک په شاوخوا دوولس کلن بهیر کې په هیواد او اسلامي امت د راغلي ترټولو سختو حالاتو عیني تصویر نه یوازې کتونکو ته وړاندې کړ،بلکې ددې زمانې ژوندی انځور یې د راتلونکو نسلونو لپاره هم خوندي کړ،څرک د اشغال شوي اولس د آزادۍ او حریت چیغې بدرګه کړه،څرک د کلسټر او ډیزي کټر بمونو په درزهار کې خپ شويو ځګیرويو ته آزانګه ورکړه،څرک د یوه سرلوړي خو یرغمل شوي اولس د جهاد او سرلوړۍ چیغه ورکېدو ته پرې نښوده بلکې په پوره جسارت يې د باطل په وړاندې د حق د زمزمې اکبر جهاد ترسره کړ .

څرک نه یوازې د هیواد په سطحه د حق د احقاق اود باطل د ابطال دیني مسؤلیت ترسره کړ، بلکې د نړۍ په کچه یې په ورځنیو حادو مسائلو پسې پل واخیست،د غربي میډیا له دروغو او تحریف څخه یي پرده پورته کړ او دنړۍ په هرکونج کې یې مسلمان امت د ورپیښو ستونزو او کړاوونو په اړه راڼه او ناویلي حقائق د لوستونکو مخې ته کیښودل .

هوکې ، څرک د اشغال په تیره لسیزه کې هغه جریده وه، چې د یرغلګرو له عالمګیرې میډیا سره یي ډغرې وهلې، په داسې حال چې د عصر مطرح قلموال او د ژورنالیزم مدعیان د ډالرو په ډنډ کې لاهو او قلمونه یې د کفر خدمت ته وقف کړي وو، د څرک قلموالو یوازې د اسلام او حقانیت په ننګه ملا تړلې وه، سرونه یې په ورغوي ایښي و او د ژوند په بیه یې دژورنالیزم په برخه کې خپل جهادي مکلفیت سرته رساوو.

زما باور دی، چې څرک مجله به زموږ د جهاد او مبارزې د یوه ویاړمن یادګار په حیث د هیواد په مطبوعاتي جوړښت کې ځان ته ثابت او تلپاتې ځای ثبت کړي،که په نږدې یا لرې راتلونکې کې مو په هیواد کې د سرتاسري اسلامي نظام د نفاذ ارمان ترسره کیږي،باید چې څرک مجله یې له رسمي نشراتي اورګانونو څخه وي،ځکه دې مجلې په سخت وخت کې د اسلام خدمت کړی، په سختو مرحلو کې یې د اولس روح او روان دلاسا کړی او په داسې حال کې یي د اولس د زړه حال ویلی، چې د دموکراتیک اختناق له امله د اولس په حق ګویه ژبه د سکوت مهرونه وهل شوي و، دې مجلې په داسې حال کې خپل دیني او وجداني مکلفیت ترسره کړی،چې د یو اړخیز یرغل او جبر له امله وجدانونه لیلام او قلمونه خرڅ شول،مجلې کرایه او ژورنالیزم د حقائقو د تحریف او تکتیم آله وګرځېده .

په هر حال ، خبره مې له څرک سره له یارانې او علاقې راپیل کړې وه، په څرک مې لومړی ځل د د۲۰۰۴ م کال په لومړیو کې سترګې خوږې شوې وې او اوس دادی ۲۰۱۵ م کال رابریدونکی دی ،نن چې د څرک د کلیزې په مناسبت خپل تأثرات لیکم نو هماغه لومړنۍ شیبې مې سترګو ته لرې برې کیږي.

هغه مهال مې هیڅ تصور نه کاوو چې یوولس کاله بعد به د څرک په کلیزه لیکنه کوم، فکر مې کاوو چې څرک به هم زموږ د مطبوعاتي جریان د ځوانیمرګو نشریو، عزم، توکل،استقامت او نورو غوندې د مطبوعاتي اختناق د جبر قرباني او د چلوونکو په شهادت او بندي کیدو سره به یې مطبوعاتي سفر نیمګړی شي.

خو لله الحمد دادی څرک مو د غرب په خلاف د مطبوعاتي جهاد د لومړنیو نشریو له منځه د یوې یادګار مجلې په حیث راپاته ده،څرک د پخوا په نسبت د پاموړ پرمختګ کړی دی،څرک که پرون د محترم استاد محمدیاسر مرکه له سهار ورځپاڼې څخه په مننې چاپوله نن ددې جوګه شوې چې له مطرحو شخصیتونو سره په خپله مرکې وکړې، په بیلابیلو موضوعاتو تحلیلونه خپاره کړي، دعلم، هنر، سیاست،ساینس،تاریخ او ادب دمینه والو تندې ماتې کړي او د ورځې په نرخ برابر نشراتي مواد تر خپلو مینه والو ورسوي .

د څرک کلیزه دې ددې وزینې مجلې مسؤل مدیر،تخنیکي همکارانو، لیکوالانو، لوستونکو او ټولو مینه والو ته مبارکه وي، الله تعالی ته دعاء کوو چې د حق دغه چیغه همداسې تانده او الهام بښونکي وساتي، اود زمانې له شرورو یې په امن ولري . آمین یارب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx