افغانستان

کابل: د طالبانو د پرون ورځي پيل شوي بریدونه نن پای ته ورسیدل

KABUL, AFGHANISTAN - SPETEMBER 13:  Afghan military personal fill a street during an attack by Taliban militants September 13, 2011 in Kabul, Afghanistan. Taliban fighters fired assault rifles and rocket-propelled in an attack on the U.S. Embassy, NATO headquarters and other buildings in in Kabul with reports saying that at least nine people wer killed and 23 wounded.نن ټکی آسیا: طالبانو او د افغان دولت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي هغه عملیات چي د تیري ورځي راهیسي د کابل په ښار کې د طالبانو له خوا شروع شوي وه، نن پر نهه بجې پای ته ورسیدل، چي شاوخوا شل ساعته يې دوام وکړ خو د مرګ ژوبلي په اړه يې دواړي خواوي بیلابیل معلومات ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن سهار رسنیو ته وویل چي جګړه سهار نهه بجې پای ته ورسیدل،

او بریدګر ټول ووژل شول.

هغه وویل چي په دغه بریدونو کې یوازي څلور تنه پولیس مړه او نهه تنه نور ټپيان شول، او یو شمیر نورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ورسیدل.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د جګړې د پای ته رسیدو خبر ورکړ، او زیاته يې کړه چي په دغه بریدونو کې چي شل ساعته يې دوام وکړ، شاوخوا ۶۰ تنه بهرني او کورني عسکر مړه او ټپيان شول.

د نومړي په وینا چي دغه بریدونه د نهو تنو طالبانو په واسطه ترسره شول، ټول شهیدان شول.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ شاوخوا یوه بجه باندي څو تنو طالبانو د ناټو د قواوو مرکز، د امریکا سفارت، د پولیسو دفتر او یو شمیر نور مهم ځایونه په نښه کړل، که څه هم ایساف تیره ورځ ادعا وکړه چي ددوی کوم سرتیری یا ملکی وګړی په دغه بریدونو کې نه دی ټپي شوی، خو ځیني ازادي سرچیني وايي چي په دغه عملیاتو کې یو شمېر بهرنیانو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې، خو د کره شمېرې په اړه يې دقیق معلومات نشته.

د یادوني وړ ده چي ددغو عملیاتو سره هم مهال تیره ورځ د کابل ښار په دریو مختلفو سیمو کې هم سرښندونکی بریدونه وشول، چي هلته يې هم مرګ ژوبله رسولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x