افغانستان

هزاره ګانو په کابینه کې د برخې لپاره لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن په کابل کې سلګونو تنو هزاره ګانو د لاریون په ترڅ کې د ګډ حکومت له لوري جوړه شوې کابینه د تعصب پر بنیاد جوړه شوې کابینه وګڼله او ويې ویل چې باید هزاره ګانو ته پکې ونډه ورکړل شي.

لاریون کوونکو چې له ځان سره يې لسګونه نارنجي بیرغونه لېږدول د ګډ حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول او ویل يې چې باید د دواړو مشرانو د ژمنو له مخې هزاره ګانو ته هم په دې کابینه کې مناسبه ونډه ورکړل شي.

هزاره ګانو ویل چې دوی په تېرو ټاکنو کې «میلیونونه» رايې ورکړې دي او باید د دوی د رایو درنښت وشي.

د ګډ حکومت مشرانو څو ځلې ویلي چې دوی ځکه خپل حکومت ته د ملي وحدت حکومت وايي چې د ملت هر قوم ته به خپل حقونه ورسوي، د لاریون ګډونوالو د ګډ حکومت مشران په دې ملامت کړل چې هزاره قوم ته يې په کابینه کې برخه نه ده ورکړې.

لاریون کوونکو په پای کې یو پرېکړه ليک ولوست چې لومړۍ ماده يې داسې وه: « هزاره ګان د دې شپږو وزارتونو حق لري: ملي دفاع وزارت، پوهنې وزارت، سوداګرۍ وزارت، مخابراتو وزارت او ټولګټو وزارت.»

هزاره ګانو ویل چې دوی په تېرو ټاکنو کې «میلیونونه» رايې ورکړې دي او باید د دوی د رایو درنښت وشي.
هزاره ګانو ویل چې دوی په تېرو ټاکنو کې «میلیونونه» رايې ورکړې دي او باید د دوی د رایو درنښت وشي.

لایون کوونکو پخپل پرېکړه لیک کې دا هم ویلي، چې دوی ګډ حکومت ته دا «اخطار» ورکوي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي او د تبعیض، تعصب او کرکې په اساس په جوړه شوې کابینه کې دوی ته واک ورنه کړل شي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

ګډ حکومت له نږدې څلور میاشتې وخت وروسته خپله کابینه اعلان کړه، چې يوازې اته وزیران او یو ریيس يې د ولسي جرګې له لوري تاييد او پاتې وزارتونه لاهم د سرپرستانو په واک کې دي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د هزاره ګانو له منځه عباس بصیر د ټولګټو وزارت ته، برنا کریمي د مخابراتو وزارت ته او سردار محمد رحيمي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند وزیران معرفي کړل، چې د ولسي جرګې له لوري درې واړه رد شول.

ویل کېږي چې په ګډ حکومت کې د شته اداري فساد او پراخه نا امني پر نورو علتونو سربېره د کابینې ځنډنی او نیم تاييد هم بې اغېزې نه ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x