نظــر

غربي مېرمن د افغان په کور کي!

صميم کټوازی

په يو کلي کي يو سپين ږيري اوسېدو، ډېر غريب وو خو په عزت، غيرت او ننګ کي يې ساری نه درلود، ټول کلي يې د ديندارۍ اعتراف کاوو ، ښه ډېر اولاد يې درلود خو ځيني زمن يې د نافرمانۍ له کبله عاق کړي ول، دغه رټلي زمن يې په اروپا، امريکا او نورو سيمو کي اوسېدل، ښه په دم کي ول خو هغه اولاد چي له ده سره اوسېدو، د خپل پلار په څېر متقي او پاک خلک ول، خو نېستي يې وه، ډېره سخته ګوزاره يې وه، په کلي کي هم چا پور نه ورسره کاوو، ويل کېدل چي زمن يې د کلي ملک ته پر لار نه ورځي يعني خبره يې نه اوري ځکه د ملک صاحب په حکم نږدې ټول کلي مخ ترې اړولی وو، د ملک له وېري يې هيڅوک غم او ښادۍ ته نه ورتلل، سپين ږيری چي له ډېري خوارۍ او ناروغۍ به په کټ کي پروت وو، کله به يې د ځنکندن اوازې خورېدې، کله د لېونتوب؛ خلکو به ويل چي هر څه د زمنو له لاسه ورسره کېږي، چي دوی په خپلوي او تربګلوي پوهېدی، ولي به يې دا بدي ورځي ليدې.

دغه ټول حالات د سپين ږيري هغو نورو زمنو هم څارو، آخېر هغوی يا د خلکو ولمسول يا بله وجه وه، د کلي ملک را وغوښتل يا دوی ورغلل، خو له سپين ږيري سره يې د خواخوږۍ په نوم د هغه د زمنو د وهلو او له کوره د ايستلو پټه پرېکړه وکړه، د دې لپاره يې په ټول کلي کي اوازې خورې کړې چي د فلاني زمنو په کلي کي غلاوي پيل کړې دي، له لويو لويو غلو سره لار يوه کړې، څه موده يې دا ډنډورې ووهلې، يوه ورځ د ملک په کور کي ناڅاپه اور ولکېدو، معلومه نشوه چي چا ولګاوو خو ډېرو خلکو ويل چي دا کار څو هغو ځوانانو وکړو چي په غريبو خلکو يې د ملک ظلم نشو زغملی،ډېرو بيا ويل هيڅوک دا مجال نلري، دا کار په خپله ملک کړی، خو واقعيت چي هر څه وو، پړه يې د سپين ږيري پر زمنو ور واچول شوه، ملک ټول کلی را غونډ کړ او دسپين ږيري په کور يې چيغه ور و ايستله، کور يې ور وسوځاوو، اولاد يې ور دربدره کړو او پر کور يې ملک قبضه وکړه.

اوس نو حالات بېخي بدل وو، د سپين ږيري هغه زمن چي پرون يې رټلي وو، نن يې د پلار خدمت ته مټي ور ونغښتې، لويي لويي لاپې ووهلې چي موږ به دخپل پلار له سره لوېدلی پټکی بېرته ور پر سر کړو، ړنګ کور به يې ور ودان کړو. د کلي ملک هم ډېر کومک ورسره وکړ، نور کلی يې هم مرستي ته را وړاندي شو.

سپين ږيری که څه هم چي ډېر هوښيار سړی وو، خو تر ډېره ځايه په نوي ژوند کي خوښ معلومېدو، که کله کله به يې زړه ته څه ورولوېدل هم، بېرته به يې په دې خبري ځان ډاډه کړ چي دغه مي هم اولاد دئ، که نن هغه نور راسره نشته، پرون دوی نه وو راسره، عزيزان او خپلوان مي هم په خوا کي ولاړ دي، خو خير ملامت نه وو، ډېرو خواريو او سختيو يې هوډ کمزوری کړی وو، اوس هغه پخوانی نه وو.

د سپين ږيري زمنو چي ژوند يې په اروپا او امريکا کي تېر کړی وو، د ملک صاحب د ځانګړې هيلي له مخي يې غوښتل چي د پلار کور يې هم په همغه بڼه جوړ شي، د دې شيطاني پلان د پلي کولو لپاره يې د خپل پلار له هغي اوږدې ناروغۍ چي له څو کلونو را ايسي ورپېښه وه، ډېره مؤثره ګټه واخيسته، څو ماهر ډاکټران يې وګمارل چي د دوی پلار ته له دې اوږدې بېمارۍ د روغتيا لپاره له يوې داسي ښځي سره د واده کولو سپارښتنه وکړي چي څو واري طلاقه شوې وي، ډاکټرانو سپين ږيري ته وويل چي د روغتيا لپاره يې اړينه ده چي له يوې داسي ښځي سره واده وکړې چي څو څو ځلي طلاقه شوې وي، سپين ږيري د خپلي روغتيا لپاره دې کار ته زړه ښه کړ خو دا چي په شاوخوا کي يې داسي ښځه و نه موندله نو زمنو يې له غرب څخه يوه ښځه چي څو ځلي طلاقه شوې وه، پلار ته راوسته، پلار يې چي دينداره سړی وو له دې ښځي سره يې له نکاح ډډه کوله، خو د ملک صاحب په حکم د کلي څو ملايان را غونډ شول او له «کتابيې» سره يې د نکاح شرعي جواز ثابت کړ او د سپين ږيري د روغتيا لپاره يې د ماهرو ډاکټرانو د کلکي سپارښتني له مخي له دې فاحشي غربي ښځي سره د نکاح فتوی ورکړه، د سپين ږيري واده وشو او په نکاح ليک کي يې د سپين ږيري ټول «کور» د مهر په توګه وليکل شو او له نوې غربي مېرمني سره يې ژوند د دې تعهد په کولو سره پيل کړ چي د څپاند ذوق د خړوبولو لپاره به يې هره غوښتنه مني.

سپين ږيري له خپلي نوې غربي مېرمني سره ژوند پيل کړ او د خپلي مېرمني د غوښتني له مخي يې ږيره او برېت پاک وخرېيل، کوټ پتلون يې واغوست او ټايي يې وتړله، کور يې هم په عصري بڼه ښکلی کړ، که څه هم چي له يوې بلي خوا يې اورېدلي وو چي کوټ پتلون، ټايي او دا عصري ثقافت له يهودانو او عيسايانو سره مشابهت بلل کېږي خو د ملک صاحب په خوا کي ناستو ملايانو د دې جواز هم ثابت کړ او فتوی يې ورکړه چي عصري ثقافت په يهودانو پوري نه دئ تړلی، د ټول بشر ذوق انځوروي.

شپې ورځي تېرېدې، دخسرګنۍ واک د سپين ږيري په کور کي ډېرېدو، د غربي مېرمني د خپلوۍ حلقه يې پراخېده، هره ورځ به نوي نوي خلک راتلل او خپلي خورلڼي ته به يې داسي رنګيني تحفې راوړې چي سپين ږيري په خوب کي هم نه وې ليدلې، د سپين ږيري غربي مېرمن هم د خپلي پلرګنۍ او نورو يارانو په مېلمستياوو کي دومره ډوبه وه چي د سپين ږيري ټوله مادي او معنوي پانګه يې د خپلي تواضع تر ذوق ځار کړه، د سپين ږيري په کور کي يې يو داسي فرهنګ حاکم کړ چي د اسلاميت او افغانيت ناروا ځايناستی وو.

سپين ږيري چي وليدل په يو لوی دام کي نښتی او له خپلي غربي ښځي سره د فحشاء او ګناه په سيند کي لامبي، دنيا او آخرت يې دواړه تباه شول نو خپلي ښځي ته يې د طلاق ورکولو پرېکړه وکړه، د سپين ږيري دې پرېکړي ټول کلی حق حيران کړ، خو څو ملايانو سپين ږيري ته وويل چي دا ورته ښه ده چي د طلاق پرېکړه بېرته واخلي او له خپلي ميرمني سره روغه وکړي ځکه چي طلاق الله تعالی نه خوښوي، خو که چيري يې مېرمن خبره نه مني نو په يو طهر کي بايد يو طلاق ورکړي، کېدی شي وروستي طلاق ته تر رسېدا مخکي د روغي جوړي لپاره شرايط مساعد شي او رجوع ته زړه ښه کړي تر څو يې ژوند له «تباهۍ» وژغورل شي. خو سپين ږيري قسم خوړلی وو چي هرو مرو به خپلي فاحشي ښځي ته درئ طلاقه په يو وخت د حيض په حالت کي ورکوي، د سپين ږيري زمنو يوې بلي خوا ته منډي ترنډي وکړې چي د خدای پار دئ کور مو ورانېږي، ځيني ملايان يې را غونډ کړل، ملايانو او د غربي ښځي انډيوالانو د ترهيب او ترغيب له لاري هڅه وکړه تر څو سپين ږيری له خپلي پرېکړي واړوي خو هغه د وجدان په چيغه راويښ شوی وو، هيڅ يې نه منل او خپلي غربي مېرمني ته يې درئ طلاقه په يو وخت ورکړل. له دې سره يوه بله ننداره پيل شوه، د راغليو ملايانو له ډلي ځينو وويل:

په يو وخت درئ طلاقه نه واقع کېږي او شرعاً يو طلاق شمېرل کېږي

ځينو بيا وويل: سپين ږيري دسختي ګناه ارتکاب وکړ، ملک صاحب دي سپين ږيری مجبور کړي چي د نکاح ليک د تعهد له مخي ټول مهر مطلقه ښځي ته ورکړي.

یوې بلي ډلي بيا وويل: اسلام د طلاق حق مېړه ته يوازي د دې له کبله ورکړی چي مېړه د کور او ښځي مالي متکفل وي، يعني دا يو نسبي امر دئ، که چېري دا کفالت ښځه پرغاړه لري، د طلاق حق له مېړه څخه ښځي ته لېږدول کېږي او که دواړه په ګډه سره د کور مصارف پوره کوي، بيا د طلاق حق دواړه لري او واقعيت يې د مقابل لوري په رضايت پوري تړلی دئ. له دې بحث وروسته يې وويل: د سپين ږيري په قضيه کي ليدل کېږي چي ښځه يې د کور متکفله ده، د کور ټول مصارف يې په ځان منلي او سپين ږيری يوازي خوري څښي حساب نه مني نو له دې کبله شرعاً، حقوقاً او اخلاقاً سپين ږيری د طلاق حق نلري، د طلاق پرېکړه يې فسخ ده، مېرمن يې کولی شي چي ده ته طلاق ورکړي او يا هم ټول مهر ترې واخلي!!!

سپين ږيري بدي ورځي وکړې چي زمنو مي تباه کړم، په دنيا او آخرت کي يې وشرمولم، د الله تعالی روی ته وګورئ له ايمانه خلاصېږم، دا فاحشه ښځه له ما ليري کړئ، په ما د الله تعالی له لوري مطلقاًحرامه شوه، خو هيچا يې ږغ نه اورېدو، سپين ږيري چي وليدل ټول يې سپکي ته ناست دي نو له ځينو نورو رازونو يې هم پرده پورته کړه او د کره شواهدو په ښودلو سره يې و ويل چي له غربي مېرمن سره يې د اوښيانو او زمنو له ډلي ځينو نامناسبي اړيکي لرلې او د ده د « وژلو » پلان يې جوړ کړی.

د سپين ږيري د بغاوت چغي حالات دې ځای ته ورسول چي اوس يې زمنو د ملک صاحب په توافق له خپلو نورو انډيوالانو سره د ده وژلو ښکاره هڅي پيل کړې، سپين ږيري ته يې وويل چي يا خو دي له دې غربي ښځي سره ژوند تېر کړي او يا دي مرګ ته تيار شي.

له بلي خوا د سپين ږيري هغه نور زمن چي له څو کلونو را ايسي له کوره شړل شوي وو، له سپين ږيري پلار سره يې د شوې لوبي د غچ اخيستلو لپاره مټي ور ونغښتې او ټولو ته يې په ډاګه وويل: له غربي فاحشي ښځي سره يې د پلار نکاح په خدعه تړل شوې، دا یوه فاحشه ښځه ده زموږ په کور کي هيځ ځای نه لري، هغه ژوند چي د دوی له پلار سره يې تېر کړی د وينزي په حيث يې تېر کړی، د شريعت له نظره يې اولاد د ميراث او دا د مهر حق نلري!!!

دوی دا هم و ويل چي که دا غربي ښځه يې له کوره ونه وځي نو «رجم» به يې کړي او ټولي پلرګنۍ او خسرګنۍ ته به يې سخته سزا ورکړي.

د دې قصې صحني مي تردې ځايه له ډېر نږدې د احساس په آئينه کي منعکسي کړې، غوښتل مي د قلم د کرښو په څپو کې تاسي ته هم در وښيم. هو رښتيا! د هغه سپين ږيري او د غربي مېرمني نوم مې وا نه خيست، سپين ږيری افغانستان نومېږي او غربي مېرمن يې دېموکراسۍ! الله دي يې مل شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ښه مضمون نه ښکاری ځکه افغانستان ته پکښی توهین شوی دی – مقصر افغانستان نه دی مقصر دغه اوسنی خلک او اوسنی په نوم مجاهدین دی جی دوی کله خپلی ښځی خرڅوی او کله خپل نور نوامیس –
دافغانستان نوم مه نام بدوی دا توهین دی

نور احمد

‌‌‌‌‌‌ډیر ښه مطلب وو، بلکل همداسې ده!
دلته د مهم نقاطو ته اشاره کړې ملک.{ پاکستا} ملایان همدا ملایان د سپين ګیري ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول زامن لکه مونږ افغانان.
خدای د پکې خیر واچوي. بیا هم لکه په سپين ږیری زامنو او ملک وکړل همداسې په افغانستان هم پاکستان او خپلو اولادونو وکړل،
یعنې که د سپين ږیرې دواړه ‌‌‌‌‌‌ډوله زامن اول څخه په اتفاق وای داحالت به نه پرې راتلو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x